سپورټ

فوټبال: ریال ماډریډ نور هم ځان اتلولۍ ته نږدې کړ!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۳۵مي اونۍ په لوبو کې ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د ډیپورټيو الاوز په وړاندې میدان ته کښته شوه. یاده لوبه ریال ماډریډ فوټبال لوبډلې ۲ ګولونه پر ۰ د الاوز څخه وګټله. د ریال ماډریډ لپاره په یاده لوبه کې لومړۍ ګولوهنه کریم بنزما د لوبې په ۱۱مه دقیقه کې د پینالټۍ په واسطه او دوهم ګول بیا مارکو اسینسیو د لوبې په ۵۰مه دقیقه کې وواهه. … نور ولولئ
په زړه پورې

د عمران خان حکومت ته بل سردردی؛ فضل الرحمن او نور ګوندونه یې خلاف راپورته کیږي

راپور: عایشه حیدري د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان د خلکو ګوند د ملاتړ د جلبولو په موخه د یاد ګوند له مشرانو سره لیده کاته او سلامشورې کړې دي. د ډان نیوز د راپور پر بنسټ، مولانا فضل الرحمن چې د پخوا یې هم د پاکستان د دولت په وړاندې د اپوزیسیون جوړولو په ډول د ګوندونو د یووالي ناکامې هڅې کړې وې، چې په همدې یو ځل بیا د دغو … نور ولولئ
ادبیات

رنګین کب او د هغه ملګري [د ماشومانو کیسې]

د یاران درنو لوستونکو ماشومان د نړۍ ښکلي، نرم‌زړي او عاطفي مخلوق دی؛ ډېر عجیبه نړۍ لري؛ ډېر ژر غوسه کېږي؛ ژړا، پرېشاني او کله ناکله په ډېرو ساده مسایلو غَور کوي. خو که د ماشوم ښه روزنه ونشي، ځینې ماشومانه خویونه پکې پاتې کېږي. د ماشوم روزنه یوازې دا نه چې ښې جامې ور واغوندو، ماړه یې وساتو، چکر پرې ووهو او… بلکې دا روزنه خورا مهمې نقطې رانغاړي چې یو له هغو یې … نور ولولئ
افغانستان

د باچا خان مزار په بشپړیدو دی؛ د فخر افغان د مزار کمپلیکس جوړول ولې مهم دي؟

لیکنه: بشر درویش د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د فخر افغان باچا خان مزار بشپړیدو ته نیږدې شوی دی. د ننګرهار چارواکي وايي، ددې مزار کارونه تقریباً پای ته نیږدې شوي دي او ژر به پرانیستل شي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو پرون له دې مزاره لیدنه کړې. په دې لیدنه کې د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې مشر فضل محمود فضل هم ګډون درلود. … نور ولولئ
افغانستان

خرم: که په ګمبیري د هوايي ډګر جوړول د داود خان پلان شنډوي، نو پاکستان ته لوی خدمت دی

راپور: بشر درویش د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم ویلي چې که په ګمبیري دښته کې د ننګرهار ملکي هوايي ډګر جوړولو هدف دا وي چې ورسره د داوود خان پلانونه شنډیږي، نو دا به پاکستان ته لوی خدمت وي. هغه پر حکومت غږ کړی چې که داسې څه وي، نو خپل تصمیم دې بیرته واخلي. ښاغلي خرم په خپل ټویټر لیکلي: «که رښتيا هم په ګمبيري کې هوايي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ایا صوفیه ودانۍ؛ ۸۶ کلونه وروسته پکې اذان اداء کړل شو+ویډيو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اُردغان هغه امر لاسلیک کړ، چې له مخې یې استانبول ښار کې نامتو ودانۍ «ایا صوفیه» د موزیم په ځای نور په جومات بدله شي. دوه نیم زره کاله مخکې دا ودانۍ د کلیسا په موخه جوړه شوې وه، چې لومړی کلیسا، بیا جومات، بیا په موزیم او اوس یو ځلې بیا په جومات بدله شوه. د ۱۹۳۴م راورسته په دې ودانۍ کي اذان نه وو ویل شوی، خو یو … نور ولولئ
سپورټ

د کورونا وبا راوروسته لومړنی ترسره کېدونکی لیګ!

لیکنه: محمد صابر حمیدي د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د راتلونکې اګیسټ میاشتې له ۱۸مي بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره کیږي. د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي. دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي. د کورونا ویروس څخه راوروسته به … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان او پاکستان د لومړي ځل لپاره بشپړ سیریز ترسره کوي

یاران سپورټس د پاکستان یوې وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ م لپاره د لوبو نوملړ خپور کړی، چې په دغه نوملړ کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې هم شاملې دي. راپور — سمیع الله درانی  ++++++++++++ د پاکستان اردو پواینټ وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان کرکټ لوبډله د لومړي ځل لپاره له افغانستان د درې یو ورځنیو لوبو بشپړ سیریز یا لوبلړۍ ترسره کوي. د وېبپاڼې په … نور ولولئ
افغانستان

رحمن الله ګربز: نړیوالو میدانونو کې پښتو وایم، چې کار ورته وشي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې انګلیسي ژبه یې ښه زده ده، خو نړیوالو میدانونو کې د مرکې په مهال پښتو وايي. هغه وايي ددې کار څخه یې موخه داده تر څو پښتو ژبې ته کار وشي او وپېژندل شي. د ګربز په خبره: «انګلیسي ژبه زما ښه زده ده، زه کولای شم، چې د لوبې غوره لوبغاړي ټاکل کېدو وروسته … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ اسیا جام یو کال وځنډول شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ۲۰۲۰م کال د کرکټ اسیا جام په رسمي ډول راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شو. د کرکټ اسیايي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د ۲۰۲۰م د کرکټ اسیايي جام راتلونکې ۲۰۲۱م ته په رسمي ډول وځنډول شو. دې شورا په یادې اعلاميې کې ویلې، چې د اسیا جام ۱۵م پړاو به د ۲۰۲۱م په جون میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي. دا شورا وايي، … نور ولولئ