رسنۍ

امریکا ته د ملګرو ملتونو د خبریالې ځواب: ستاسې قانون، څه نړيوال قانون نه دی

راپور: نسیمه محمدي اګنس کالامارد د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې خبریالې، د خپل راپور په اړه، چې د قاسم سلیماني د ترور په اړه خپور کړی وو، د امریکایي چارواکو د څرګندونو ته ځواب ورکړ او د واشنګتن دریځ یې رد کړ. هغې دا غبرګون هغه وخت چې د امریکا له لورې د ایراني قاسم سلیماني د وژنې په اړه یې یوه تحقیقي راپور خپور کړ او دا کار یې غیرې قانوني بللی و. د … نور ولولئ
افغانستان

صالح: وچه ډوډۍ کې غلا نه ده شوې، دا تور هغوی لګوي چې عاید یې کم شوی

راپور: ملیحه ناصري د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د وچې ډوډۍ د وېش برخه کې د سلګونو افغانیو د وهلو په هکله ویلي چې د هرې مرستې او پيسو اړوند حساب پوښتنه، د افغانانو حق دی. ښاغلي صالح پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د اضطراري- رغاونې او پراختیا اړوند کومې موسسې چې کار کوي، اداري لګښت یې دېرش سلنه دی؛ خو راڼه تشکیلات نه لري. ښاغلی صالح وايي چې د همدې موسسو … نور ولولئ
سپورټ

د پنجاب لوبډله او د مجیب الرحمن یاد

یاران سپورټ د پنجاب کرکټ لوبډله چې مجیب الرحمن ورسره له ۲۰۱۸م راهیسې لوبېږي او ښې لاسته راوړنې لري اوس یې په رسمي فېسبوکپاڼه د مجیب الرحمن د توپ اچونې صفت کړی او هغه یې په ښو الفاضو ستایلی دی. د پنجاب کرکټ لوبډلې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه لیکلي، چې هغه سپېن بالر، هغه بالر چې خورا اغېزمن دی او هغه بالر چې توپوهونکي له ستونزو سره مخ کوي. د دې لوبډلې مطلب له دې … نور ولولئ
افغانستان

پر استوګنځیو د غیرې رسمي او پلاني سیمو بدلول؛ ۵ پلانونه یې منظور شول

راپور: بشر درویش د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د بهسازۍ پنځه پلانونه منظور کړل. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ سرپرست وزیر محمود کرزی په ملي شورا کې د خلکو د استازو، ښاروالانو او د ښارجوړولو د رئیسانو په حضور کې د فاریاب، سرپل، پروان او سمنګان ولایتونو لپاره د بهسازۍ پنځه پلانونه منظور کړل. په دې موخه جوړه شوې غونډه کې محمود کرزي د یادو پلانونو منظوري او تطبیق … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې زما ماموریت او د هوايي ډګر مسله – د ننګرهارپخوانی والي ګلاب منګل

د ننګرهار د ولسونو او د بیلابیلو اقشارو د پرلپسې غوښتنو په اساس د هوايي ډګر پروژه زما د کاري لومړیتوبونو څخه وه. ځکه چې د ننګرهار هوايي ډګر د کابل نړیوال هوايي ډګر متبادل کیدلای شي، کله کله په اضطراري حالاتو یا هم په کابل کې د هوا حالاتو د خرابوالي له وجهې کابل ته تر ټولو نیږدې د ننګرهار هوایي ډګر څخه استفاده کیدی شي. په ملي شورا کې د ننګرهار ولس د … نور ولولئ
افغانستان

د زابل بادامو حاصلاتو کې زیاتوالی؛ ۱۰ زره او ۷۵۰ هکټاره ځمکه پرې کرل شوې

راپور: بشر درویش د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي ددې ولایت د بادامو د حاصلاتو د ۱۲ سلنې زیاتوالي خبر ور کړی دی. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د چارواکو له قوله وایي، چې له بڼوالو سره هر اړخېزې مرستې، د بڼوالو عامه پوهاوی، کافي ورښتونه او د ناروغیو میخانیکي مخنیوي هغه لاملونه دي، چې ددې ولایت د بادامو سږنۍ حاصلات د تېر کال په پرتله … نور ولولئ
افغانستان

رییس احمدزی: هیواد کې غله او په فساد ککړ خلګ پرمختګ کوي!

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخواني غړي او په تېر نړیوال جام کې د ۱۹ کلنو کرکټ ملې لوبډلې روزونکي رییس احمدزي ویلې، چې هیواد کې غله او په فساد ککړ خلګ پرمختګ کوي. رییس احمدزي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د یوه انځور په خپرولو سره ویلې، چیرته چې حساب کتاب نه وي هلته د فساد جال خپور وي. د احمدزي په خبره: « چېرته چې حساب کتاب نه وي هلته دفساد … نور ولولئ
افغانستان

راپورونه: د پارلمان تقریباً ۷۰ سلنه غړي په کورونا اخته شوي!

د راپورنو له مخې د افغانستان د پارلمان شاوخوا ۷۰ سلنه غړي په کورونا ویروس اخته دي. د یک ټلویزیون د راپور له مخې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې د هېواد د پارلمان غړي په کورونا ویروس اخته شوي. د دې ترڅنګ کابل کې د یوه خصوصي روغتون یوې سرچینې یک ټلویزیون ته ویلې، چې د حکومت او پارلمان یو شمېر غړي روغتون ته د کورونا تشخیص لپاره ورغلي وه، چې پایلې یې مثبتې … نور ولولئ
سپورټ

فرهان یوسفزی: د افغان لوبغاړو ستونزې به ډېر ژر هواري شي!

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي پرون شنبه د افغان لوبډلې سره په یوې ناسته کې ویلې، چې د افغان لوبغاړو ستونزې به ډېر ژر هواري شي. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلې، چې فرهان یوسفزي یاده ناسته کې د افغان لوبغاړو ټولې ستونزې واورېدې او ډېر ژر به یې د هوارېدو لپاره اقدام وکړي. د دې ترڅنګ یاده ناسته کې د راشدخان د مور بي بي روح ته هم … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: نړیوال جام مو نه وي ګټلی، تر هغې واده نه کوم!

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپ اچونکي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، تر څو چې افغان کرکټ ملې لوبډلې نړیوال جام نه وي ګټلی واده نه کوي. که څه هم د ازادي راډيو سره د راشدخان مرکه لا تراوسه نده خپره شوې، خو د ازادي راډيو خبریال فریدالله سعادت پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې او د کریک ټریکر په نوم یوې ورزشي ویبپاڼې د راشدخان له خولې دا خبره خپره کړې … نور ولولئ