پوهنه

هغه څه چې له امله یې ځوانان بې لارې کیږي

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ داسې ډېر عوامل دي چې د هغه په ترسره کولو ځوانان بې لارۍ ته ځي، لکه: ۱ـ د دیني جذبې کمزورتیا او د ایمان کمښت، کله چې زموږ ایمان کمزوری وي، نو موږ پر ځان هم حاکمیت نشو درلودلای. ۲ـ د بچو په تربیه کې د مور او پلار کمزورتیا، د هر اولاد په روزنه کې مور او پلار رول لري، ځکه دوی باید خپل اولادونو ته ډېره پاملرنه وکړي. … نور ولولئ
افغانستان

د ناکامورا د وژنې په تور یو تن ونیول شو

راپور: بشر درویش د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې د ناکامورا د وژنې په تور یې یو تن نیولی دی. دا خبرې د یادې شورا سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې کړي دي. ښاغلی محب ننګرهار ته ددې ولایت د امنیتي وضعیت څیړنې په موخه راغلی دی. هغه پرون مازیګر ناوخته ننګرهار رارسیدلی او ماسختن مهال یې له چارواکو، علماوو او عامو خلکو سره لیدلي دي. ښاغلي محب په … نور ولولئ
سپورټ

سږ کال د سرو زرو توپ هیڅ فوټبالر ته نه ورکول کیږي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي فرانس فوټبال په رسمي ډول اعلان وکړ، چې په روان ۲۰۲۰م کې د فوټبال غوره لوبغاړي ته د سرو زرو توپ ورکولو مراسم لغوه شوه. فرانس فوټبال مجلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې سږ کال د کورونا ویروس له امله دا مراسم لغوه شوه او هیڅ د فوټبال لوبغاړي ته به د سرو زرو توپ ورنه کول شي. يه یادي اعلامیې کې راغلي: «د ۱۹۵۶م څخه راوروسته د لومړي … نور ولولئ
سپورټ

چې نړیوال جام لغوه شو، نو د آی پي اېل ترسراوي ته مټې رابډ وهئ

لیکنه: سمیع الله درانی د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې د نړیوال جام له لغوه کېدلو سره آی پي اېل ترسره کېدل لا یقیني شول او روان کال کې به کابو دوې میاشتې وروسته ترسره شي. د دوشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا په رسمي ډول اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریز جام یې لغوه کړ. تمه وه چې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه اسټرالیا کې نړیوال شل اوریزجام د ۱۶ … نور ولولئ
افغانستان

د افغان ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو لپاره طرحه جوړیږي

راپور: بشر درویش د افغانستان په روغتونونو کې د ډاکټرانو د تخصصي او مدیریتي دندو د تفکیک لپاره د یوې طرحې جوړیدو غوښته شوې ده. دا غوښتنه د افغانستان د کابینې په پرونۍ ناسته کې شوې. دې ناسته کې کابینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته دنده وسپارله چې عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ په روغتونونو کې د ډاکترانو د تخصصي او مدیریتي دندو د تفکیک لپاره یوه طرحه ترتیب کړي. … نور ولولئ
افغانستان

افغان کابینې د سولې لپاره د حنیف اتمر هڅې وستایلې

د افغانستان کابینې په ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هلې ځلې وستایل شوې. د کابینې دا غونډه پرون دوشنبه ترسره شوې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه لیکلي: «د کابینې غونډې د سولې لپاره د سیمه ییزې او بین المللي اجماع د جوړولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر اقدامات او هڅې او د خبري کنفرانس جوړولو او هیوادوالو ته د مشورتي غونډو او «د افغانستان د سولې … نور ولولئ
پوهنه

پنځلس کلنه امريکايي زده‌کوونکې، د کورنۍ دندې په نه ترسره کولو زنداني شوه

ژباړه: حنیفه مومند د ميشيګان مشران او قانون جوړونکي هڅه کوي، چې پنځلس کلنه زده کوونکې د کورنۍ دندې په نه ترسره کولو بندۍ شوې، خوشې کړي. د څېړنیزې ورځپاڼې خپلواک سازمان “propublica lllinois” د لومړي ځل لپاره د يوې زده کوونکې په اړه راپور ورکړ، چې په ۲۰۱۹م کې ګرېس، چې (کورنى نوم يې نه دى ښودل شوى) د سرقت اخيستلو په تور ونيول شوه، چې وروسته بيا په مشروط ډول خوشې شوه. د … نور ولولئ
سپورټ

په دوهمه ټیسټ لوبه کې انګلستانۍ لوبډله بریالۍ شوه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو ټیسټ سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه پای ته ورسېده، چې په یاده لوبه کې کوربه انګلستان په ۱۱۳ منډو ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه. انګلستانۍ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼې کې ۴۶۹ او په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۲۹ منډې جوړې کړې. خو ویسټ انډيز بیا په لومړۍ پاڼې کې ۲۸۷ او په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۹۸ منډې … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام هم راتلونکې کال ته وځنډول شو!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د دوشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې په بنسټ د ۲۰۲۰م د کرکټ نړیوال جام په رسمي ډول راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شو. د ۲۰۲۰م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د اسټرالیا هیواد په کوربتوب په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله راتلونکې کال ته وځنډېد. اوس د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې له مخې نړیوال جام به … نور ولولئ
افغانستان

ټرمپ: دا دروغ دي چې ټاکنې به ونه ګټم، ټولپوښتنې جعلي دي

خبر: بشر درویش د امریکا ولسمشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې دا دروغ او هسې خبره ده چې بیا به ټاکني ونه ګټي. هغه دا خبرې تازه مرکه کې کړي دي. ټرمپ ویلي چې دا زه به انتخابات ونه ګټم او هغه څیړنې چې زما د ناکامیدو خبر ورکوي دا ټول دروغ او جعلي دي. هغه له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دا نظریې په ۲۰۱۶م کال کې هم جعلي وې … نور ولولئ