افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس ورځنی شمېر تر ۳۰۰ کښته سوی

خبریال: فضل الله فضلي په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي ثبت سوي پېښي له ۳۰ زرو اوښتي او اوس مهال ۳۰۶۱۶ ته رسېدلي دي. پدې شمېر کي ۷۰۳ تنه مړه سوي او ۱۰،۶۷۴ تنه بیا له ویروسه روغ سوي دي. اوس مهال له دولت سره ۱۹،۲۳۹ تنه ثبت سوي، په کرونا ویروس لاهم اخته دي. په تېرو څو ورځو کي په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي ورځنۍ پېښي … نور ولولئ
افغانستان

افغان لوبډلې ۷ کلونه مخکې په همدې ورځ دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړ!

د افغانستان کرکټ ملې لوبدلې اووه کلونه مخکې په همدې ورځ د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د دویمه درجه غړیتوب لرونکو لوبډلو په نوملړ کې شامله شوه. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې ملې لوبډلې له ډېرو هلو ځلو او خواریو وروسته دې ځای ته ځان ورساوه. د بورډ په خبره، چې افغان لوبډلو د نورو هیوادونو خلاف دویمه درجه غړیتوب خورا په چټکۍ سره ترلاسه کړ. بورډ لیکلي: «افغان … نور ولولئ
خوندیتوب

ولې یوه نجلۍ د تېښتې هوډ کوي؟

ليکنه: شپنه سلګۍ دا هغه پوښتنه ده چې ډېر ځله ورسره مخ کېږو، په افغاني ټولنه کې دا دود له پخوا راهیسې موجود دی، کومه نجلۍ چې په کوم هلک پسې وتښتي هغې ته مټیزه وایي، نو ته څنګه کولی شې خور یا لور دې له کوره ونه تښتي. ښځه هم لکه نارینه، خپلې هیلې، امیدونه اورغبتونه لري، کله چې هم د دې هیلو مخه ډب شي، نو درې لارې لري، یا به په چوپه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خورا اسانه اروايي درملنې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري دلته مو د ذهني فشارونو او ژوند بڼې ناسمو شرایطو له امله د پیدا شویو اروايي ستونزو اسانه او ساده درملنې ښودلې چې په عملي کولو یې مطلوبه پایله اخیستلی شئ. ۱- ډېرې اوبه څښل؛ ۲-  ترکاري او سابه خوړل؛ ۳-  ورزش کول؛ ۴-  شاهانه سهارنۍ، وزیرانه غرمنۍ او فقیرانه شپنۍ خوړل؛ ۵-  ډېرې او سمې لوبې کول؛ ۶-  تر تېر کال مو د کتاب مطالعه ډېرول؛ ۷-  دغو دریو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ټولنه کې د نېکمرغه ژوند رازونه

ليکنه: شپنه سلګۍ د نېکمرغه ژوند درلودل د هر چا ستر ارمان وي، خو ډېر هغه چې د نورو ژوند ته ګوته په غاښ وي، لامل یې دغه نهه رازونه دي چې دوی خپل کړي دي. ۱ ـ باور ثابت ساتل د ژوند په اکثره حالاتو کې د کورنۍ، دوستانو او د دندې اړوند د ټولو باور ثابتولو لپاره هڅه او کوښښ کول، چې پایله یې د یوه شخص لپاره ډېره مهمه ده. ۲ – … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال جام په اړه دویمه غونډه؛ څه پرېکړه پکې وشوه؟

د کرکټ نړیوال جام، چې له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی، پرون د پنجشبنې پر ورځ یې په اړه د آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا غړو ویډیويې غونډه کړې ده. د کرکټ نیوز په نامه یوې مشهورې ورزشي ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې پر ورځ د کرکټ نړیوال جام په اړه غونډه وکړه، خو په اړه یې غړي هېڅ وروستۍ پرېکړې ته ونه رسېدل. د آی سي سي … نور ولولئ
سپورټ

په آی پي اېل کې د توپ اچوونکو قیمتونه

لیکنه: سمیع الله درانی په تېر کې مو د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د توپوهونکو د هرې منډې قیمت په اړه معلومات ولوستل چې لېنډل سېمونس هره منډه د ۱۱ زره هندي کالدارو په بدل کې جوړه کړې وه او د ځینو لوبغاړو د یوې منډې قیمت تر ۹۷ زره هندي کالدارو هم رسېدلی و. دلته اوس د توپ اچوونکو د هرې وېکټې د ترلاسه کولو قیمت بیانوو. مېچل مېک کلېنېګن د نیوزیلېنډ چټک … نور ولولئ
اقتصاد

پخوانیو خلکو خوراکي توکي څه ډول ساتل؟

ژباړه: نسیمه محمدي د قرنطین او نړیوالو اقداماتو په لړ کې، دا موضوع ځانګړی ارزښت لري. لیدل کېږي، چې زموږ نیکونو د خاصو لارو چارو، لکه تخمیر او حتا دود کولو سره بلد وو. اېلېچ نون، د لبنان رصیف نشریه کې لیکي، د کورونا وبا پر مهال، چې زموږ د ژوند په ټولو اړخونو یې درنې اغېزې کړې، ډېری د ټولبندیز په خاطر، هڅه کوو د خوړو اوسنۍ ذخیره شوي خواړه، د قیمتونو د لوړېدلو … نور ولولئ
سپورټ

کریم صادق له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه

لیکنه: سمیع الله درانی کریم صادق چې شل کاله په کرکټ کې بوخت و، له ۲۰۰۰م  څخه تر دې دمه له لوبډلې سره وخت ناوخت مل پاتې شوی دی. دی له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۵م پورې په لوبډله کې اوپنر و او د الراونډر رول یې ادا کاوه، خو کله چې یې د بنګله‌دېش پر وړاندې یوه لوبه کې په یوه اوور کې ۱۸ منډې ورکړې، نو بیا یې لوبډله کې رول کمرنګه شو. د … نور ولولئ
ژوند بڼه

واشنګټن پوهنتون: تر اکټوبر لومړۍ نیټې به ۱۸۰زره امریکایان مړه شي

راپور: بشر درویش د امریکا د واشنګټن پوهنتون یوه تازه څیړنه کې ویلي چې د کرونا ویروس له امله به دغه هیواد کې تر یو لک او اتیا زره پورې امریکایان مړه شي. یاد پوهنتون ویلي، که ټول امریکایي اتباع له ماسک استفاده ونه کړي، نو دا شمیره خلک به ترې مړه شي. واشنګټن پوهنتون ویلي چې په مشخص ډول به ۱۷۹ زره او ۱۶۰ تنه امریکایي وګړي شاید د کرونا له امله تر یادې … نور ولولئ