افغانستان

کونړ: سږ د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ ټنه ګوڅي راټول شوي

   راپور: بشر درویش د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کوڅو راټولولو موسم پیل شوی دی. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د دوی په خبره سږ کال په دې ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ ټنه ګوڅي راټولې شوي دي. د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي: «ګوڅي یو غرنی طبعي بوټی دی، چې د پسرلي په موسم کې په ځنګل … نور ولولئ
افغانستان

پکتیکا: زيانمنو سيمو او بڼونو کې ملخانو ضد کمپاين پيل شو

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مټاخان ولسوالۍ په زیانمنو سیمو او بڼونو کې د ملخانو پر وړاندې د مبارزې کمپین پیل کړ. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د پکتیکا ولایت دکرنې ریاست د بوټې ساتنې د برخې کارکوونکي د مټاخان ولسوالۍ زیانمنې سیمې سروې او تثبیت کړي او وروسته د ملخانو د کنټرول په موخه یې کیمیاوي مجادله پیل کړئ دی. خبرپاڼه کې ويل شوي: … نور ولولئ
افغانستان

له اوږده ځنډه وروسته افغان کرکیټ لوبغاړو تمریناتي کمپ پيل کړ!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي له اوږده ځنډه وروسته نن یکشنبه یو میاشتنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چي لوبغاړي به په بیلابیلو برخو کي تمرینونه ترسره کړي. دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکیټ لوبغالي کي پيل شو، چي پکښي ۲۲ تنو لوبغاړو ګډون کړی. د کرکیټ نړیوالي شورا ویلي، چي افغان لوبډله قوي راوګرځېدله او د دې هیواد ۲۲ لوبغاړو تمریناتي کمپ پیل کړ. په یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۲ افغان لوبغاړي شامل … نور ولولئ
رسنۍ

د لومړي ځل لپاره د فوټبال په لوبغالي کې د جمعې لمونځ ادا کړل شو+ویډيو

دا چي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي خپور شوی، نو د دې ویروس څخه د ځان ساتني په موخه د روغتیا نړیوال سازمان د ګڼي ګوڼي پر ټولو ځایونو بندیز لګولی. د دې بندیز څخه یې موخه دا وه،  چي د کرونا ویروس د پراختیا او انتقال مخنیوی وشي. خو اوس تازه ځیني هیوادونه د پخوا حالت ته کرار کرار راګرځي او د مسجدونو ترڅنګ ګڼو نورو ځایونو ته هم روغتیایي سپارښتونو ته په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

یوولس ارزښتمن رازونه، چې دنده‌ییزې بریا ته مو رسوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د دنده‌يیزې بریا د رازونو په اړه ډېر زیات کتابونه شته، خو ټول یې په داسې بڼه خبرې کوي، چې ګویا له یوه روبوټ سره مخامخ یو. معمولاً په دې کتابونو کې  احساسات نالیدلي نیول کېږي، دا په داسې حال کې ده، چې د یوې کارې ورځې د پیل لپاره، احساسات مهم او پیاوړی رول لري. د دې لیکنې په دوام په یوولس رازونو باندې رڼا اچول کېږي، چې تاسو خپلې … نور ولولئ
خوندیتوب

ورځ تر بله د کورونا نښو نښانو تشخيص

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ مخکې له دې چې تاسو دوام ورکړئ دا په یاد ولرئ چې دا یوازې د دننه ځان ارزونې لپاره عمومي بیاکتنه ده او امکان لري له یو انسانه بل ته توپیر ولري. که ښه احساس نه لرئ، نو باید زر د یو متخصص ډاکټر یا مشاور ته ورشئ، چې دقیق تشخیص او د کورونا لپاره ستاسو سمه درملنه وکړي. عامې ورځنۍ نښې نښانې په ۱۳۸ ناروغانو کې د ووهان پوهنتون د زونګنان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې د ویروس بل، خو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شو

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي ورځنۍ پېښي په دې وروستۍ اونۍ کي له یو لک اوښتي او هره ورځ تر ۱۲۰ زرو ډېري پېښي ثبتیږي. تېره ورځ ناوخته په ټوله نړۍ کي تر بله هر وخت د ویروس تر ټولو لوړ شمېر ثبت سو، چي تر ۱۳۰ زرو ډېري مثبتي پېښي وې. تردې وړاندي تر ۱۲۶ زرو او ۱۲۷ پوري په یوه ورځ مثبتي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

فوټبال؛ د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې او لوبډلې ته د نوي لوبغاړي راتګ

لیکنه: فضل الله فضلي د افغانستان فوټبال فدراسیون د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلي د راتلونکو لوبو نېټې څرګندي کړې. د نوموړي فدراسیون د معلوماتو له مخي چي افغان لوبډله به د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالیو او د آسیا فوټبال ملتونو جام لپاره د بنګله دېش او عمان د فوټبال ملي لوبډلو سره لوبي کوي. لومړۍ لوبه به یې د روان عیسوي کال د اکټوبر پر ۸مه نېټه له بنګله‌دېش سره او … نور ولولئ
افغانستان

لوګر: د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي

راپور: بشر درویش د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې جوړیږي. افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړیږي. خبرپاڼه کې ويل شوي؛ د لوګر د کرنې ریاست د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر ۱۵ بزګرانو د سویابینو تخم، یوریا او «ډي پي اي» کیمیاوي سرې … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

د هلمند ولایت بزګرانو او بڼوالو لپاره د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې، چې په کې ۱۵۵ ممیزخونې او د پیازو ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې شامل دي، نن شنبه د ۱۳۹۹ یم کال د غبرګولې په ۱۷ نېټه پیل شو. دغه پروژې د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ښه مدیریت په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پراختیایي شوراګانو له لارې د دوو میاشتو په لړ کې پلي کیږي. د افغانستان … نور ولولئ