سپورټ

د کرکټ بورډ مشر:  تاجکستان لیګ کې لوبغاړو ته د ګډون اجازه نه شو ورکولای

خبریال: فضل الله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزي نن د بورډ له لوري د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چي افغان لوبغاړو ته د تاجکستان کرکټ لیګ کي د لوبېدو اجازه نه سي ورکولای. نوموړي ویلي: “دا چې د تاجکستان کرکټ فدراسیون اوسمهال د ودې او په دغه هېواد کې کرکټ د غوړېدا په حال کې دی نو موږ هم د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب د دغه هېواد د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

وسواس څه دی؟ په دې مرکه کې یې در پېژنو

مرکه: صدیقه پوپلزۍ نن د استاد شرف الدین عظیمي په دفتر کې له یوې ۴۰ کلنې مېرمنې سره مخ شوم. هغې د کابل ښار تلویزیون غره ته څېرمه په یوه کوچني کور کې ژوند کاوه، خاوند یې د کراچۍ په وسیله خپله کورنۍ چلوله دې مېرمنې شدید وسواس درلود. استاد وایي ښایي د تاریخ په اوږدو کې داسې کم ناروغان تېر شوي وي ځکه وسواس یې ډېر شدید دی، خو خوشاله یم چې کار مې … نور ولولئ
سپورټ

د افغانانو او هندوانو ګډه کرکټ لوبډله

لیکنه: سمیع الله درانی دا چې د کرونا ویروس له امله ورزشي چارې ځنډېدلې، نو ډېری کرکټ لوبغاړي خپل نظرونه  او وختونو په اړه څرګندونې د انسټګرام او نور و ټولنیزو شبکو له لارې یو بل سره شریکوي. راشدخان او هندوستاني چهل هم په انسټګرام سره خبرې کړي او دواړو د افغان لوبغاړو او هندوستان لوبغاړو څخه ګډه یا شریکه لوبډله جوړه کړې، چې ورته د راشدخان او چهل کمباین لوبډله ویل کېږي. دې لوبډله … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

راشدخان وایي رېشاب پنټ خطرناک توپوهونکی دی

لیکنه: سمیع الله درانی د افغان لوبډلې ګوګلي توپ اچوونکي راشدخان ویلي چې دی هغو توپوهونکو ته سمه توپ اچونه نشي کولای چې سخته توپوهنه یا هارډ هېټېنګ کوي. هغه اوس له یوز وېندرا چهل سره په خبرو کې ویلي، چې دی کله د هندوستان توپوهونکي رېشاب پنټ ته توپ اچونه کوي، نو له ستونزو سره مخ وي. رېشاب پنټ د ۲۰۱۹م نړیوال جام نیمه پایلوبې راپدېخوا د هندوستان لوبډلې سره لوبېږي او ایم ایس … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په امریکا کې د ویروس مثتبې پېښې تر ۲ مېلیونو واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوايد ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتې پېښې لا هم په خپل اوج کې دي او هره ورځ تر یو لک ډېري پېښې ثبتېږي. د نړۍ د لویو چو پر اساس په اروپا کي ویروس تر پخوا ډېر کمزوره سوی، د امریکا لویه وچه لاهم د ویروس د خپرېدو مرکز دئ، آسیا بیا دوهمه وچه ده، چي ویروس پکښي ډېر دئ، خو افریقا کي تر ټولو … نور ولولئ
افغانستان

رییس احمدزی: کرکیټ بورډ کې د ښه سیسټم نه شتون له امله مي استعفاء‌ وکړه!

د افغانستان کرکیټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي او د ۱۹ کلنو کرکیټ ملي لوبډلي روزونکي رییس احمدزي ویلي، چي په کرکیټ بورډ کي د ښه سیسټم نه شتون له امله یې استفاء ورکړې. ریس احمدزي پر خپل ټویټر نوی پوسټ کړی او ورته لیکلي یې دي، چي زه نور په کرکیټ بورډ کي د غوراوي کمېټې غړی نه یم. د هغه ترڅنګ ملي سپورټ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، احمدزي ورته منلې، چي … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي تر ۲۲ زرو هم واوښتې

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر تر ۲۲ زرو هم واوښت او اوس مهال ټولي ثبتي سوي مثبتي پېښي ۲۲۱۴۲ دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۶۸۳ مثبتي پېښي ثبت سوي دي، چي تر ټولو ډېري یې بیا هم پلازمېنه کابل کي دي. د تازه ثبت سوو شمېرو ترڅنګ ۲۱ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۴ تنه … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: حکیم الکوزی به ډېر ژر ونیول شي

د افغانستان د عامي روغتیا سرپرست وزیر نن چهارشنبه کابل کي یوې خبري غونډي ته وویل، چي د حکیم الکوزي د نیولو مکتوب یې د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی. احمد جواد عثماني د عامي روغتیا سرپرست وزیر وايي، حکیم الکوزی به د خپلو محصولاتو د تولید له امله عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شي. احمد جواد عثماني زیاته کړه، د حکیم الکوزي له لوري جوړ شوي درمل ضرر رسوونکي دي او په خبره … نور ولولئ
افغانستان

نبي؛ افغانان یې غندي خو د کرکیټ نړیواله شورا یې بیا هر ځلي ستايي!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسې خېل یو ځلي بیا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي ستایلی. دې شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، محمدنبي عیسی خېل هغه لوبغاړی دی، چي په یو ورځنیو او شل آوریزه دواړو ډوله لوبو کي د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی دی. افغان لوبغاړی محمدنبی عیسی آي سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا په شل آوریزه او یو ورځنیو … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستان د پوځي او استخباراتي مشرانو سفر او د سولې تود چاپیریال؛ لوبه که فشار؟

لیکنه: غازي عابد د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په مشرۍ یوه پلاوی کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي دي. په دې پلاوي کې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض هم شامل و. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني پرون له دې پلاوي سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې سره خبرې کړي دي. ارګ ویلي: « د … نور ولولئ