ټولنیز ژوند

پرون او نن ټايلينډ کې د کرونا مثبت پېښه او مړينه نده ثبت شوې

خبريال: مدثر دعوت د ټايلينډ حکومت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او نه يې هم مخکنيو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په ځينو هېوادونو کې ورځ تر بلې د کرونا وایروس پېښې په زياتېدو دي، په ځينو هېوادونو کې لکه نيوزلينډ په اونۍ کې يوه مثبته پېښه ثبتېږي، د برازيل په څېر هيوادونه د نورو هېوادونو سيلانيان تشويقوي، ځينې هېوادونه قرنطينونه … نور ولولئ
سپورټ

ریان پاراګ د هندوستان لپاره د ډوني رول ادا کوي

لیکنه: سمیع الله درانی ریان پاراګ چې اتلس کاله عمر لري په ۲۰۱۸م نوولس کلنو نړیوال پنځوس جام کې د هندوستان لوبډلې ملاتړی و، یو له اغېزناکو لوبغاړو بلل کېږي. هغه نړیوال جام د پرېتوي شاو په لوبډلمشرۍ کې هندوستان وګاټه او افغانستان پکې څلورم مقام اخیستی و. ریان پاراګ په ۲۰۱۹م آی پي اېل کې له راجستان لوبډلې سره ولوبېده او په خپله اغېزناکه لوبه یې د خپلې لوبډلې ملګري ګوته په غاښ کړل. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اصحاب الفیل کیسه؛ دلته یې په اړه له بشپړ تفصیل سره ولولئ

ابرهه د خپلې پاچاهۍ لپاره صنعاء پلازمينه ګرځولې وه، په دغه پلازمينه کې يې ډېره لويه کليسا ودانه کړې وه،دغه کليسا يې په يمنيانو ورغوله، د سرو او سپينو صليبونه يې په کې ولګول،د آبنوس د لرګيو او د فيل د غاښونو څخه يې منبر ورغاوه،ډېر لوړوالی او پراخي يې ورکړه. ابرهه غوښتل چې دا کليسا د مسيحې دولت د عبادت مرکز  شي. ابرهه په دې کار ډېر خوشاله شو او ډېر ورته خوشبينه و، … نور ولولئ
افغانستان

ویاړ؛ سنرایزر حیدر اباد لوبډلې هم د افغان لوبغاړي محمدنبي ستاینه کړې.

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کي نوموتي لوبډلي سنرایرز حیدر آباد هم د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ستاینه کړې. حیدرآباد لوبډله له دوو مخکنیو کلونو ترڅنګ سږ کال هم دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان له ځان سره لري. دې لوبډلي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي محمدنبي عسی خېل ستایلی، چي دا لوبغاړی په شل آوریزه او یو ورځنیو دواړو لوبو کي د نړۍ لومړی نمبر الراونډر … نور ولولئ
سپورټ

د کرکیټ نړیوال جام په اړه پرېکړه ونه شوه؛ راتلونکې میاشت کیږي.

ټاکل شوې وه پرون چهارشنبه د جون میاشتي په ۱۰مه نېټه د ۲۰۲۰م د کرکیټ نړیوال جام په اړه وروستۍ پرېکړه وشي، خو د یادي پريکړې نېټه یو ځلي بیا وځنډول شوه. د کرکیټ شل اوریزه نړیوال جام په اړه د وروستۍ پریکړي کولو نېټه آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا ځنډولې. د کرکیټ نړیواله شوار وايي، د یاد جام په اړه به وروستۍ پرېکړه د رواني جون میاشتي پر ځای راتلونکې جولای … نور ولولئ
افغانستان

د غني او خليلزاد ليدنه: امریکا د طالبانو په خوشې کولو کې د حکومت له سختو ګامونو هرکلی وکړ

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وليدل. ارګ یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم حضور درلود. ارګ وايي، په دې کتنه چې پرون مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په … نور ولولئ
په زړه پورې

هند: یو ځوان د ځان وژنې ویډو په ټولنيزو رسنيو خپره کړې

هند کې یو زلمي هلک د زهرو څښلو (خودکشۍ) ویډو په ټولنيزو رسنيو خپره کړې. ۲۴ کلن زلمي ویلي ” غواړم د مرګ احساس تجربه کړم” د څېړنو له مخې د هند په بنګلور ښار کې داسې یوه پېښه ترسره شوې، چې یو ۲۴ کلن ځوان د خځندو او مار وژونکي زهر لرونکې دوا په څښلو خپل ژوند ته د پای ټکی ايښی دی. “دهنن جی” له مړینې مخکې په ټولنيزه رسنۍ ایپ ټک ټاک … نور ولولئ
سپورټ

اسیا جام باید ترسره شي

لیکنه: سمیع الله درانی اسیا شل اوریز کرکټ جام په اړه د جون په ۹ مه د سې شنبې پر ورځ ویډیويي کنفرانس ترسره شو، په کنفرانس کې د جام د ترسراوي او اهمیت په اړه بحث وشو. د غونډې ګډونوالو هېوادونو وویل چې د جام ترسره کول مهم دي او باید ترسره شي. وېره وه چې اسیا کرکټ جام به د کرونا ویروس د خطر امله ترسره نشي، خو په وروستۍ غونډه کې یې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د روغ او سالم ګډ ژوند ځانګړتیاوې

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله وخت افراد تر دې بریده د ګډ ژوند په اړیکه د خپل ژوند له شریک سره ډوبېږي، چې خپل فردیت له لاسه ورکوي. هغه جوړې، چې له بریده زیات له یو بل سره تړاو پیدا کوي، معمولاً خپل ځان په یوه ناسالمه اړیکه کې مېشتوي. د ارزښتمندۍ د ساتلو لپاره، تل پاتې هڅې که هوډ لرئ، چې په نږدې راتلونکې کې واده وکړئ یا متاهل یاست، غوره ده، چې د … نور ولولئ
په زړه پورې

نوې څېړنه: کروناویروس په اګست مياشت کې خپور شوی او پر وخت نه دی تشخيص شوی

امریکا کې نوې ترسره شوې څېړنې ښیي، چې په چين کې د تېر کال له دسمبر وړاندې په اګست میاشت کې کرونا وايروس خپور شوی و، خو په ابتدایي مرحله کې نه و تشخیص شوی. د امریکا هارورډ او بوستن پوهنتون نوې څېړنې ښيي چې د ۲۰۲۰م کال په اګسټ میاشت کې د چين په ووهان ښار کې په کورونا وایروس د اخته ناروغانو شمېر په حیرانوونکي توګه مخ په ډېریدو و. د څېړنې په … نور ولولئ