سپورټ

ډیویډ وارنر: که شل اوریزه نړیوال جام ونشي؛ IPL کې لوبېږو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پياوړي توپوهونکي ډیویډ وارنر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که شل اوریزه نړیوال جام ترسره نه شي، نو د هند په آی پي ایل سیالیو کې لوبېږي. ډیویډ وارنر ویلي، که نړیوال جام ونشي، نو دی هیله لري، چې په ای پي اېل سیالیو کې لوبې ترسره کړي. ورانر زیاته کړه: “نړیوال جام ته په یوازینی مشکل هغه بهرنیو هېوادونو پيښ کړی، چې د نړیوال … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ هیواد کي نوي پېښي کمي سوي، ټولي ۳۰ زره ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي له تېرو ۴ ورځو راهسي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ نوي مثبتي ورځنۍ پېښي کمي سوي او شمېرې یې تر ۵۰۰ راکښته سوي دي. دا خبر د عامي روغتیا وزارت هم تائیدوي. په تېر ۲۴ ساعتونو کي ۳۲۴ مثبتي پېښي د هیواد په ۱۰ ولایتونو کي ثبتي سوي، چي کابل کي ۹۲ او هرات کي بیا ۹۸ تر ټولو ډېري پېښي دي. ددې ترڅنګ ۲۰ … نور ولولئ
ژوند بڼه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې درې لوبغاړي په کورونا اخته شوي

لیکنه: محمد صابر حمیدي ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې. د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملي لوبډله د روانې جون میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي. پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي. … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې درې لوبغاړي په کورونا اخته شوي!

ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او بیا درې ټیسټ لوبې ترسره کړې. د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملې لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي. پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي. پرون دوشنبه د پاکستان … نور ولولئ
افغانستان

کریم صادق: پر رمضان جام له چاودنې وروسته مې کرکټ سره علاقه کمه شوه!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم خان صادق د (کریک ټرېکر) په نوم یوې ورزشي ویب پاڼې سره په مرکه کې وویل، کرکټ سره یې هغه وخت علاقه کمه شوه، چې د رمضان جام سیالیو په مهال کرکټ لوبغالې کې چاودنه وشوه. دوه کلونه وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د کرکټ شپنۍ لوبه روانه وه، چي درې چاودنې پرلپسې وشوې او پکښي لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دې پيښې … نور ولولئ
سپورټ

کورونا؛ د نیوزیلینډ او بنګله دېش لوبې لغوه شوې!

ټاکل شوې وه، نیوزیلینډ او بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې یو د بل په وړاندې د بنګله دېش هیواد په کوربتوب دوې ټیسټ لوبې ترسره کړي وای، خو د کورونا ویروس اله امله نن سې شنبه لغوه اعلان شوې. د بنګله دېش کرکټ بورډ په دې تړاو ویلې، چې په دې حساسو شرایطو کې د یوې لوبډلې کوربتوب کول خورا سخت کار دی. د یاد بورډ په خبره، چې تر خبرو اترو وروسته دواړه هیوادونه … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل سوه.

خبريال: مدثر دعوت تر مرکز کابل او زونونو وروسته په هلمند ولايت کې هم د بريښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل سوه. د بريښنايي تذکرو د وېش په پرانيستغونډه کې چې د هلمند ولايت مقام د عبدالباري جهاني په تالار کې ترسره سوه،د هلمند والي،مرستيالانو،د احصايې معلوماتو رئيس او د دولتي ادارو نورو رئيسانو او مامورينو هم ګډون کړی وو. د احصائې او معلوماتو رئيس ولي شاه پاڅون د بريښنايي تذکرو وېش يو اړينه ملي … نور ولولئ
افغانستان

ویاړ؛ د نړۍ په ځوانو ۲۰ کرکیټرانو کې د څلورو افغانانو شتون!

د کرکټ مشهوره ویب پاڼې «ایسفاین کریک انفو» د کرکټ نوموتي ۱۵ روزونکې، لوبغاړي، د لوبو مبصرین او څېړونکې پوښتلې دي، چې را روانه لسیزه کې به پر نړیوال کرکټ کوم ۲۰ تنه کرکیټران راج چلوي او ښه به ځلیږی. یاد ۱۵ روزونکي، لوبغاړي، د لوبو مبصرین او څېړونکي ټام موډي، مایک هیسون، ډیپ ډیسګوپآل، ایچ ډي اکرمن، آین بیشوپ، آر سریکانت، ټیم ویګمور، رسل ارنولډ، پراز مهم بري، حسن چیما، سرنات بشیام، تمیم اقبال، … نور ولولئ
افغانستان

زاخیلوال: عبدالله سره د سیاسي اجماع او یووالي پر ساتنې ډیر وغږیدم

خبر: بشر درویش پخوانی افغان چارواکی او سیاسي څیره ډاکټر عمر زاخیلوال وايي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې لیدلي او پر یو شمیر مسایلو یې خبرې کړي دي. نوموړي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې له نوموړي سره یې د سیاسي اجماع او یووالي پر ساتنې او ټنګښت باندې اوږ خبرې کړي دي. عمر زاخیلوال په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله په مشرۍ د … نور ولولئ
افغانستان

افغان کابینې پریکړه: ولایتونو ته د کرونا ضد پر لیږل شویو پيسو بیا کتنه کیږي

راپور: بشر درویش د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ټولو والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي تروریستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام سخت وغانده او هغه یې سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او همداراز یې د هیواد … نور ولولئ