افغانستان

لاس کې فرصت او برابریدونکی بستر؛ کابل ته د طالب پلاوي راتګ او مذاکراتو ته نیږدوالی

لیکنه: غازي عابد د افغانستان د حکومت او طالب وسله والې ډلې ترمنځ د بین الافغاني خبرو لپاره له وړاندې ایښودل شوي شرطونه ورو ورو پلي کیږي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافقنامې په لاسلیک کې پر بهرنیو ځواکونو د نه برید او ۶ زره بندیانو خوشې کولو اړوند هوکړه شوې وه. وروسته افغان حکومت په یوځل او ناڅاپه ډول د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول نامناسب یاد کړل او په مقابل کې یې … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ افغانستان په یوه اونۍ تر ۴۰۰۰ ډېري مثبتي پېښي لري

خبریال: فضل الله فضلي په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ورځنۍ پېښي تر ۶۰۰ پوري پورته سوي دي او هره ورځ تر ۵۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي. له تېري یوې اونۍ راهسي په هیواد کي د کرونا وبا ۴۳۶۰ مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټول هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۳۰۳۶ ته ورسېدې. له دې ویروسه ۱۲۰۹ تنه روغ سوي او ۲۳۵ تنو بیا خپل ژوند … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

واده او ځوانکۍ (دانې)

لیکنه: شپنه سلګۍ  د هغو ناسمو باورنو څخه، چې زموږ په ټولنه کې شته، یو هم د واده په کولو سره د ځوانو دانو له منځه وړل دي. د ځینو کورنيو مشران هغو ځوانانو ته چې ځوانې دانې لري د واده سپارښتنه کوي چې دا کاملاً ناسم باور دی، ځکه چې ځوانې دانې د عمر له نظره په ښځينه جنس کې ډېری د لس او دولس کلنۍ حتا په يو تعداد نجونو کې په اته … نور ولولئ
افغانستان

تازه؛ افغانستان د آسټرالیا سره په نومبر میاشت کي ټیسټ لوبه ترسره کوي!

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان کرکیټ ملي لوبډله به د آسټرالیا کرکیټ ملي لوبډلي سره یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کي ترسره کړي. د افغان کرکیټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا یوازینۍ ټیسټ لوبه د آسټرالیا په کوربتوب په پرت«Perth» کرکیټ لوبغالي کي د نومبر میاشتي له ۲۱مي تر ۲۵مي نېټې ترسره کیږي. کرکیټ بورډ په خبرپاڼه کي د افغان کرکیټ بورډ … نور ولولئ
خواړه

دا خواړه ونه (قد) لوړوي

ژباړه: عایشه حیدري لوړ قد د ښایسته او ښه اندام نښه ده، لوړ قد لرونکي خلک له روغتیايي پلوه پیاوړي او قوي وي، او له ښه روغتیايي او ذهنی ځواک څخه برخمن وي. ځينو ښودلې چې لوړ قد لرونکي ښځې او نارینه تر ټيټ قد لرونکو ډېر جذاب او زړه‌راښکوونکي دي. د امریکې د متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر ابرام لینکن لوړه ونه درلوده او د متحده ایالتونو له پیاوړو او بریالیو ولسمشرانو څخه و او … نور ولولئ
روغه سټه

د کرکټ نړیوالې شورا د کرکټ پرمهال د کرونا مخنیوي لارښوونې وړاندې کړې

یاران سپورټس د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې جمعې پر ورځ یوه مقاله خپره کړې وه او پکې یې د کرکټ لوبغاړو او اړوندو ښکېلو کسانو ته داسې لارښوونې کړي دي. هر لوبغاړی باید منطقي فاصله مراعت کړي او بال باید داسې مدیریت شي، چې د کرونا ویروس انتقال نه کړي. لوبغاړي نشي کولای چې هېلمېټ تر اغوستلو وروسته له شدیدې اړتیا پرته لمس کړي، لوبڅار که بال ترلاسه کوي، باید لاس پنجې یا دستکشې … نور ولولئ
خوندیتوب

لس هغه تېروتنې چې سترګې کمزورې کوي

ژباړه: عایشه حیدري سترګې د بدن له هغو غړو شمېرل کېږي، چې ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري او ډېره وړه بې غوري کولای شي سترګې کمزورې او یا هم ړندې کړي. د څېړنو پر بنسټ د بدن هر غړی چې په سمه توګه پاملرنه ورته ونه شي، زیان ویني او د دې لپاره چې د بدن غړي ښه او روغ پاتې شي باید سمه او وړ ساتنه یې و شي. تاسو به غواړئ پوه شئ، … نور ولولئ
پوهنه

شيزوفرنيا پېژنئ، په دې مرکه یې در پېژنو

مرکه: صدیقه پوپلزۍ ښایي اورېدلي مو وي چې ځینې کسان وایي ولې یم، پيغمبر یم، ولسمشر یا د فلم ستوری یم او داسې نور، زه چې کله د استاد عظیمي د مشاورې مرکز ته ورځم له یوه نیم داسې ناروغانو سره مخ کېږم. هغه ورځ له یوې مېرمنې سره مخامخ شوم، چې همدا ناروغي یې لرله او په اصطلاح پرته یې ویل، ما ورته وویل، چې دلته د څه لپاره راغلې یې او دا ښځه … نور ولولئ
پوهنه

د هټلر تمساح د ۸۴ کالو په عمر مړه شوه

ژباړه: نسیمه محمدي هغه تمساح چې آوازه وه، د آډولف هټلر د کورنیو حیواناتو د ډلې او د دویم نړیوال جنګ څخه ژوندۍ پاتې وه، د ۸۴ کالو په عمر د مسکو په ژوبڼ کې مړه شوه. دا د «زحل» په نامه تمساح د ۱۹۳۶م شاوخوا د برلین ژوبڼ ته وړل شوې وه. څرګنده نه ده چې د آلماني ډېکټاټور سره اړه لري که نه، خو له دویم نړیوال جنګ وروسته د آلماني مشر د … نور ولولئ
پوهنه

د نړۍ د تودو اوبو تر ټولو لویه چینه

لیکنه: عایشه حیدري اوبه د ژوند یوه سرچینه نه، بلکې پخپله ژوند دی. دا اوبه دي چې ځمکه یې د ژوند لپاره وړ ځای ګرځولی دی، که موږ د نورو سیارو په اړه د ستورمزلو او څېړونکو څرګندونې واورو، نو وبه پوهېږو چې تر دې مهاله په نورو ستورو کې د اوبو څرک نه دی موندل شوی. زموږ په خاورینه نړۍ کې د اوبو ډېر سمندرونه، بحرونه، سیندونه او ویالې شته چې د ځمکې د … نور ولولئ