خواړه

په پېشلمي او روژه‌ماتې کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ

ليکنه: ډاکتر عبدالرحمن حمید ژباړه: محمد عزيز پردېس روژه د انسان د نفس د تزکيې او د بدن د روغتيا لپاره تر ټولو غوره ډالۍ ده. معمولاً انسان د يوولسو مياشتو په اوږدو کې له خوراک او څښاک سره طبيعي شوی وي، کله چې روژه راورسېږي، نو د انسان د هاضمې سيستم د نه خوړلو او څښلو له وجې له ځینو ستونزو سره مخامخېږي. د همدې ستونزو د لرې کولو په موخه دا لاندې په … نور ولولئ
سپورټ

شعیب اختر له کلکتې لوبډلې هیله کړې، چې د چټکې توپ اچونې روزونکي په توګه یې ومني

یاران سپورټس د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني چټک بالر شعیب اختر د هیلو اپ له لارې په خبرو کې د کلکتې لوبډلې مشرانو ته ویلي، ایا تاسې غواړئ، چې ما د فسټ بالېنګ یا چټکې توپ اچونې د روزونکي په توګه ومنئ؟ شعیب اختر چې د پاکستان د راولپنډۍ اوسېدونکي دی، ۲۰۱۱ م کال کې له کرکټ څخه رخصت شو، دی د نړۍ په کچه یو له چټک‌ترینو توپ اچوونکو څخه و، چې لا یې … نور ولولئ
افغانستان

د وچې ډوډي ویش؛ جلال اباد کې هم څه باندې ۱۵زره کورنیو ته پيل شو

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې ۱۵۴۶۲ کورنيو ته د وچې ډوډۍ وېشلو لړۍ د درېيمې او څلورمې ناحيو څخه پيل شوه، چې په ترڅ کې به يې تر شپږو مياشتو هرې کورنۍ ته لس ډوډۍ وويشل شي. د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د وچې ډوډۍ پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د پنځلس زره څلور سوه دوه شپيته کورنيو يو سل اته ديرش … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د کرونا ويروس ۱۵ ناروغان بيرته روغ سويدي!

خبريال: مدثر دعوت هلمند کې د کرونا ويروس د ناروغانو د جملې څخه ۱۵ کسان جوړ سويدي. د روژې د مياشتي په راتګ سره په لښکرګاه ښار کې د ولايتي ادارې له لوري وضع سوی قرنطين مات سو، خلکو ته د تګ راتګ او کاروبار اجازه ورکړل سوه او ژوند بيرته عادي حالت ته راګرځيدلی دی، که څه هم د کرونا ويروس د اکثرو خلکو په ذهن کې لانسته خو بياهم په هلمند کي يې … نور ولولئ
په زړه پورې

سلیمیه مسجد؛ په ترکیه کې د اسلامي معمارۍ نمونه

ژباړه: حمیدالله حمیدي د سلیمیه مسجد په ترکیه کې د اسلامي معمارۍ یوه نمونه ده، چې نن سبا پر عبادت ځای سربېره د سیاحانو د جذب پرقوې هم بدل شوی دی. دغه مسجد په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی، چې د عثمانیانو د دورې تر ټولو مشهور مسجد او شهکار بلل کېږي. د سلیمیه مسجد په ۲۲ زره ۲۰۲ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی, د مسجد جوړښت او د معمارۍ سبک د دې … نور ولولئ
خواړه

څیړنه: روژه د سرطان او ژور خپګان مخنیوی کوي

لیکنه: یونس تسکین څیړونکي وايي، روژه د انسان ذهني ځواک پیاوړی کوي او د سینې د سرطان په ګډون، د وژنکو ناروغیو مخه نیسي. دا د اسلامي نړۍ تر ټولو سپیڅلې میاشت ده. له ۱۴۰۰ کالونو څخه پخوا راهیسې اسلامي امت روژه نیسي. پخوا هم د یونان پوهانو د روژې په روغتیايي ګټو څیړنې کړې وې او روژه يې د عمومي روغتیا لپاره ګټوره بللې وه. تازه څیړونو هم ګڼ شمیر مشخص موارد موندلي، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هوساینه دلته ده – عصمت الله صالح

په دې حقه روژه کې د سړک پر څنډه ناسته سوالګره په نظام او دولت کې د حق غوښتلو ادعا نه کوي؛ په حکومت کې د لږواکې چوکۍ هیله هم نه لري؛ په ځلېدونکو غمیو پوښلې ماڼۍ نه غواړي؛ د عصري ژوند خوبونه خو ورته هسې تش مذاق ښکاري؛ د شهوت د غرایزو په خاطر هره روا چغه خو یې له ډېرې پخوا په ستوني کې خپه شوې او د وجود دا طبعي سکروټې خو … نور ولولئ
خوندیتوب

له روژه‌ماتې وروسته سګرېټ څکول د انسان د مرګ سبب کیږي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د ترکیې د غیرسون د طب پوهنتون د زړه د څانګې د پوهنځي رییس ښاغلی ډاکټر قاغان قولان لیکي: “له روژه‌ماتې وروسته سګرېټ څکول د مرګ خطر لري، ځکه په روژه کې سګرېټ څکول د زړه د شیریانو د بندېدو لامل کېدلای شي او سمدستي د سګرېټ څکول د څکوونکي کس د مرګ سبب کېدلای شي…” نوموړی ډاکټر وایي کوم کسان چې له روژه‌ماتې وروسته د سګرېټو د څکولو عادت لري، باید … نور ولولئ
خوندیتوب

د ماشومانو د سپین‌سترګۍ لاملونه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ماشوم له چلن نه مې ستړې/ ستړی شوی یم، دا ولې داسې کوي؟ یو زما اولاد همداسې دی، که دا ټول دي؟ نو څه وکړم چې سم شي؟ که دا ډول پوښتنې له ټولو سره وي، نو باید پوه شئ چې د دوی د غټېدلو پړاوونه ډېر مهم دي، مثلاً کله چې ماشومان ۲-۵ کلن وي، ډېری وخت ورته کومه خبره کوئ او هغوی (نه) درته وايي، دا (نه) … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د راشدخان تازه، جالبې او نوې څرګندونې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي راشدخان ارمان پرون شنبه د افغانستان ملي سپورټ سره په ژوندۍ بڼه د خپل لوبه‌ییز او شخصي ژوند په اړه ګڼې خبرې وکړې. موږ یې دلته مهمې خبرې درته راخیستې: ۱ـ “یو نیم او دوه کاله کېږي، چې زه د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه‌بندۍ کې د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم، دا زما او ټولو هېوادوالو لپاه د افتخار ځای دی، زما … نور ولولئ