پوهنه

په اسلامي نړۍ کې تر ټولو لوی محراب لرونکی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي عمان هېواد د سعودي عربستان د ټاپو وزمې په ختیځه برخه کې پروت هېواد دی، چې (۵۰۰۳۰۹) کیلو متره مربع پراخوالی او (۲۵۷۷۰۰۰) تنه نفوس لري. پایتخت یې مسقط دی. که څه هم چې عمان ګڼ شمېر جوماتونه لري، خو د سلطان قابوس لوی جومات د عمان په مسقط ښار او صحار سیمه کې تر ټولو لوی ودان شوی جومات دی، چې (۴۶۲۰) متره مربع پراخوالی لري او د نړۍ یولسم (۱۱) … نور ولولئ
اقتصاد

هلمند کې د کرنيزو محصولاتو د مديريت په موخه درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

خبريال: مدثر دعوت هلمند کې د زراعتي محصولاتو د ښه مديريت په موخه درې مهمې پروژې افتتاح شوې. د افغان ولسمشر په لارښوونې او د کرنې وزارت له لوري درې کرنيزي پروژې پرانیستل شوې چې د چارواکو په خبره د باغوانانو، ځمکوالو او بزګرانو په کاروبار او په ژوند کې به مثبت بدلون راولي. دغه پروژې چې د انګورو د وچولو ۱۵۰ بابه عصري خوني، د پيازو ۵۰ بابه ذخيرې او د سابو وچولو ۳۰ … نور ولولئ
افغانستان

صدیق صدیقي؛ طالبان دې په پروني برید کې د لاس نه لرلو خبره نه کوي

‌راپور: ولمه ځلا حکومت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خونړي بریدونو ته په اشارې وايي چې تر دې وروسته په هېواد کې د جګړې مسوولیت وسله‌والو طالبانو ته ورګرځي، ځکه دوی تل جګړې ته خپل تعهد ښودلی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن (۲۴ غويي) کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل په هېواد کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې خونړي بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې طالبان د جګړې پر دوام … نور ولولئ
افغانستان

زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې سلګونه ممیزخونو او زیرمتونونو جوړول پيل شول

راپور: بشر درویش زابل، غور، جوزجان او پنجشیر کې هم د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې پیل شوې. د کرونا په پېر کې د «کرنیزو محصولاتو مدیریت» د پروژې چارې د یوشمېر نورو ولایتونو ترڅنګ پرون په زابل، غور او جوزجان ولایتونو کې هم پیل شوې. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په اډانه کې په یادو درېوو ولایتونو کې ۳۶۰ ممیزخونې، د سره ممیزو دتولید ۵۰واحدونه، د پیازو ۲۰۰زېرمتونونه، د کچالو ۳۵۰ زېرمتونونه او … نور ولولئ
په زړه پورې

عدنان سميع د کابل بريد شيطاني عمل بللی.

خبريال : مدثر دعوت د هندوستان مشهور سندرغاړی عدنان سميع وايي د کابل بريد سخت غمجن کړی او دا يې شيطاني او وحشيانه عمل بللی دی. عدنان سميع چې د تيرو څو مياشتو راهيسي يې د افغانانو سره د مينې او ملګرتيا تار غزولی،کله ورته په پښتو او دري ژبو سندري وايي او کله بيا ورته د نوي کال مبارکي وايي،خو دا ځل غمجن دی د کابل پرونۍ خونړۍ پيښه يې غندلې او يو وحشيانه … نور ولولئ
افغانستان

د کابل او ننګرهار وحشتناک بریدونه او غبرګونونه؛ مسوول یې څوک دي؟

پرون په افغانستان افغانستان کې یو ځل بیا له وحشت ډکه او خونړۍ ورځ وه، ګڼو افغانانو په کې ژوند له لاسه ورکړ، کوچني نوي زیږیدلي ماشومان، میندې، ځوانان او سپین ږیري په کې له منځه لاړ. لومړی په کابل کې د نويو زیږیدلو ماشومانو پر روغتون برید وشو چې په ترڅ کې د میرمنو، تازه زیږیدلیو او نرسانو په ګډون ۱۳ تنو په کې ژوند بایلود. دویم برید د ننګرهار ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ … نور ولولئ
پوهنه

ټکنالوژي او د انسانانو پر ژوند یې اغېزې

ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ ټیکنالوژي د اطلاعاتو، وسایلو او تخنیکونو هغه ټولګه ده، چې د علمي تجربې بڼې څخه سرچینه اخلي، او د عملي تولیداتو، سیسټمونو او هراړخیزو خدمتونو په بڼه ارایه کېږي. د دې تعریف نه دا جوتېږي، چې ټیکنالوژي لومړۍ علمي بڼه لري او وروسته عملي بڼه خپلوي، چې د ژوند هر اړخیزې برخې چاپېره کوي. انسان په لومړیو کې د ارتباط جوړولو لپاره د لمس کولو څخه او د مخ حرکاتو … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ د ویروس په شتون کي هیوادونه بندیزونه لیري کوي

خبریال: فضل الله فضلي په نړیواله کچه په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د اخته سوو کسانو شمېر تر ۴،۲ میلیونو ډېر سو. د جان هاپکنز پوهنتون د تائید سوو معلوماتو له مخي کي له دې ویروسه د مړو سوو کسانو شمېر ۲ لکه ۹۰ زرو ته رسیږي او روغ سوي کسان تر ۱۴ نیم لکو ډېر سوي دي. له دې سره چي اوس مهال په نړۍ کي د کرونا وبا مثبتي پېښي … نور ولولئ
افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس مثبتي پېښي ۵۰۰۰ ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت وايي د نویو ۲۸۱ مثبتو پېښيو د ثبت سره په هیواد کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي څه کم ۵۰۰۰ ته ورسېدې. اوس مهال په ټول هیواد کي ثبت سوي مثبتي پېښي ۴۹۶۳ دي، چي له جملې یې ۱۲۷ تنه مړه سوي او ۶۱۰ تنه روغ سوي دي. نوي پېښي په پلازمېنه کابل کي ۸۴، بلخ کي ۳۳، هرات ۱۲، کندهار، ۱۳، پکتیا ۱، نیمروز ۲، ننګرهار … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له ژونده د خوند اخیستلو لپاره پنځه‌ویشت آسانه لارې

ژباړه: عطامحمد میاخېل ښایي فکر وکړئ، په هره شېبه کې د خوشاله اوسېدو لپاره، خپلو عادتونو او د ژوند تګلارې ته بدلون ورکړئ یا لږ تر لږه له پیسو څخه ډک بانکي حساب ولرئ. موضوع دا نه ده، چې په خپل ژوند کې د خوشاله اوسېدو لپاره کافي دلایل نه لرو، بلکې موضوع دا ده، چې زده کړو، څنګه له خپل ژوند څخه خوند واخلو؟ خوشاله اوسېدل یو مهارت دی، او زده کول یې هم … نور ولولئ