ټولنیز ژوند

په ننګرهار کې د‌ کرونا ناروغۍ مثبته پېښه ثبت شوه

لیکنه: ولمه ځلا د‌ عامې روغتيا وزارت وايي چې په ننګرهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره نوې مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېره ۲۷۴ ته ورسېده. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار نن د وري په ۱۵مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل، ننګرهار او هرات ولايتونو په لابراتوارونو … نور ولولئ
سپورټ

براو؛ رسل زموږ لپاره کرېس ګېل او برین لارا دی

لیکنه: بهار سمسور د ویسټنډيز الرونډر یا ټول چاری ډوېن براو وايي، پیاوړی توپ‌وهونکی او توپ اچوونکی انډري رسل د ویسټنډيز لپاره یو بهترین لوبغاړی دی، چې په هر فارمټ کې ښه لوبېږي. براو له ای اېس پي اېن کریکنفو سره په خپله مرکه کې ویلي: “رسل تر ډېره پورې د ویسټنډيز لپاره هره سخته لوبه اسانه کړې او دا کار کولی هم شي.” براو وايي: “موږ په نړیوالو لوبو کې هغه ته توپ اچونه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړۍ هغه غوره لوبغاړي چې په اوسني عصر کې لوبېږي

یاران سپورټس د کرکټ په نړۍ کې د کرېس ګېل، جېسن، رای، ویرات کولي، بابراعظم، راشدخان سربېره داسې لوبغاړي هم شته چې نن سبا یې د لوبې کولو انداز خورا په زړه‌پورې دی او د نړۍ د یو ورځنیو لوبو په برخه کې یې غوره درجه‌بندي ساتلې ده. په دغو لوبغاړو کې ستاسو د خوښې لوبغاړی څوک دی؟ ویرات کولي ویرات کولي چې د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړی دی، دی په یو ورځنیو او … نور ولولئ
پوهنه

د وینې نوې معاینه او پنځوس ډوله سرطان

ژباړه: نسیمه محمدي تازه د وینې یوې معاینې له پنځوس ډوله زیات سرطانونه له ښکارېدو وړاندې په بریالیوب سره تشخیص کړي. د «آنالز آو انکولوژۍ» معتبرې نشريې په یوه بې ساري راپور کې ویلي، چې د ۱۲۰۰ کسانو د وینې پایلې له ۹۹٪ زیات د باور وړ او دقیق وو. دا لومړی ځل دی چې د وینې معاینه د دومره زیات شمېر سرطانونو لکه د سږو، کولمو، تخمدانونو او لوزالمعدې سرطان د ۹۳٪ دقت سره … نور ولولئ
رسنۍ

د مصالحې شورا په ۶۲ کسیزه پلاوي کې ځينې جهادي رهبران

لیکنه: ولمه ځلا  د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مصالحې شورا د پلاوي نوملړ په داسې حال کې اعلانېږي چې د په ناټو کې د امریکا سفیره هم د بین افغاني مذاکراتو ۲۱ کسییزه پلاوي هرکلي کوي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري وايي چې د بین الافغاني سولې لپاره درې ساختارونه، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی، مصالحې شورا او مشورتي شورا په پام کې نیول شوي دي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نړۍ تر ټولو زوړ سړي سره آشنا سئ!

رابرت اویتون، چي د برتانیا هیواد دئ، د ۱۱۲ کلنو عمر په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو زوړ سړی وپېژندل سو او  په په دې سره ئې نوم په ګینس کتاب کي ولیکل سو. ښاغلی رابرت اویتون د تیري مارچ میاشتي په ۲۹مه نېټه ۱۱۲ کلن سو او په هماغه ورځ ئې نوم د ریکاډونو په کتاب(ګینس) کي ئې نوم ثبت کړل سو. ګینس کتاب په همدې موخه یوه خبرپانه هم خپره کړې. په … نور ولولئ
فوټبال

لیونل میسي د اروپا تر ۸۶ نوموتو لوبډلو غوره دئ!

د آرجنټاین هیواد او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړی لیونل میسي د ګولوهني په یوې برخه کي د اروپا په پنځو بیلابیلو لیګونو کي تر ۸۶ تکړه او نوموتو لوبډلو غوره دئ. د آ اس ورځپاڼي د راپور له مخي لیونل میسي په ریکارډ جوړولو کي نه دریږي، بلکي هر پړاو د خپلو ښو کړنو او کارګردګیو له امله نړیوالو ته ورښيي، چي هغه اوس هم یو ښه لوبغاړی دئ. د کرونا ویروس له امله … نور ولولئ
ادبیات

سیمانټکس او پرګماټکس

لیکنه: ملیحه ناصري سیمانټکس او پرګماټکس د ژبپوهنې دوې اړینې څانګې دي. دا دواړه څانګې په ژبه کې ماناوې تر څېړنې لاندې نیسي. کله چې ژبپوه غواړي سیمانټکس وڅېړي، تر څنګ یې د پرګماټکس څېړلو ته هم اړ وي. یانې دا دواړه څانګې خپلو منځونو کې نه شلېدونکې اړیکې لري. سیمانټکس له لفظونو سره سروکار لري، خو پرګماټکس د یوې ژبې د وییونو او ګرامري جوړښتونو لفظي او نالفظي ماناوې، د حالتونو او موقعیتونو په … نور ولولئ
رسنۍ

حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به هیله بښوونکي وي؟

لیکنه: ولمه ځلا په کابل کې د حکومت د کاري تخنیکي ټیم او د طالبانو د پلاوي ترمنځ له دریو ورځو راهیسي د بندیانو پر خلاصون خبرې رواني دي، خو لا هم هېڅ پرېکړې ته نه دي رسېدلي. ټاکل شوې وه چې کابل ته د طالب بندیانود خوشې کېدو لپاره به د طالبانو ۱۵ کسییزه پلاوی راشي، خو  د کرونا ناورغۍ له امله د لګېدلو محدویتونو او بندیزونو له امله له دغه پلاوي یوازې درې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کووېډ- ۱۹ د قرنطین اړینه موده مشخصه شوه!

ژباړه: نسیمه محمدي امریکايي څېړونکو مشخصه کړه چې د هېوادونو عام وګړي (نانظامیان) باید څو ورځې په کور کې قرنطین شي، چې د کرونا وایروس له پراختیا او خپرېدو مخنیوی وکړي. د اسپونتیک د راپور سره سم، د څېړنې ګډونوالو په ۳۶ هېوادونو او د امریکا په پنځوس ایالتونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو آمار څېړلي دي. څېړونکي ډاډمن دي که چېرې یوازې د اخته کسانو ودې او شمېرې ته پام وشي، د ناروغۍ … نور ولولئ