افغانستان

کندهار کي د کرونا پیښي ۹۰ سوې – ښار تړل کیږي.

په کندهار کي د کرونا د مثبتو پیښو شمېر ۹۰ ته ورسېد او د کرونا د مخنیوي په خاطر له چهارشنبې ټول کندهار ښار هم تړل کیږي.  نن سې شنبه د عامي روغتیا وزارت خبر ورکړ، چي د کندهار د کرونا ۷۵ پیښي ۹۰ ته ورسیدې او پنځلس نوري تازي پېښي ثبت سوې.  د کرونا ويروس د مخنيوي دولتي کمېټې خبر ورکړی، چي په کندهار ښار کي د ولسونو له لوري د کرونا ويروس د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ویتنام کرونا سره مبارزه کي تر ټولو بریالی هیواد وپېژندل شو!

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په وړاندي مبارزه کي د ویتنام هیواد هڅي ستایلي دي او دا هیواد ئې د دې ویروس په وړاندي مبارزه کي تر ټولو هیوادونو بریالی معرفي کړ. د ویتنام هېواد څه باندې ۹۵ میلیونه نفوس لري. د سوت چینا مارنینګ ورځپاڼي « South China Morning Post» راپور وکړی، ویتنام هیواد د ټولنیز رعایت، ټولنیز یووالي او پرېکنده ا اقداماتو په مټ وتوانېد، چي کرونا ویروس مهار کړي. یاده … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ناسم باورونه

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ د ناسمو باورونو شمېر بېخي ډېر دی. تاسو هم هغه څه چې مو له مور، پلار، ښوونکي، ملګري او یا د ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال زده کړي، ممکن ناسم باورونه وبلل شي. اولاد کله ناکله مستقیماً د پلار او مور ناسم باورونه تعقیبوي، مثلا هغوی درته وایي: (هلکان نه ژاړي) یا (ښې نجونې نه په غوسه کېږي)، خو د موقع پر اساس درباندې پرله‌پسې نیوکې کېږي، چې ناسم باورونه پیدا کوي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مرکانتلسم څه ته وايي؟

لیکنه: شریف الله پاچا د امريکا د کولمبيا پوهنتون د تاريخ استادانو تاليف «د غرب تمدن» د مرکانتلسم تعريف داسې لیکي: “مرکانتلسم د يو شمېر نظرياتو، سياستونو او فعاليتونو څخه عبارت دی چې د دولت لخوا محیط ته په کتو منځته راځي، چې هدف یې د دولت تقويې او د ټولنې د افرادو يو ځایوالی او ملي اتحاد په غرض په اقتصادي ساحه کې له هغه څخه استفاده ده.” په شپاړسمه پېړۍ کې اقتصادي تګلارې … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ چین کي بیا له سلو ډېري نوي پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ ناروغي اوسمهال په نړۍ کي په خپل اوج کي ده او هره ورځ له ۷۰ زرو تر ۹۰ زره پوري نوي پېښي ثبتیږي. تېره ورځ تر ۷۲ زرو پوري او نن (تراوسه) تر ۲۱ زرو پوري نوي پېښي ثبت سوي او دا شمېره به هم د تېرو ورځو په څېر له ۷۰ زرو پورته کیږي. تېره ورځ له ویروسه ۵۴۰۰ تنه مړه سوي وه او … نور ولولئ
ادبیات

اپلاتون څوک و؟ په اړه یې دلته ولولئ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د نړۍ ستر فلیسوف اپلاتون په ۴۲۸ ق م  کې د آتن ښار په یوه باشخصیته کورنۍ کې وزېږېد. اصلي نوم یې «ارېستو کلېس» و. د دې لپاره چې غټ او غښتلی و، په اپلاتون باندې مشهور شو. د لوړپوړو چارواکو له کورنۍ او د ځوانۍ دوران یې د آتن ښار د ځلېدا له پېر سره برابر و. په شل کلنۍ کې له سوکرات سره آشنا او د هغه زده‌کوونکی … نور ولولئ
افغانستان

له هرات او کابل وروسته په کندهار کي د کرونا ډېري پېښي

خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۵۸ نوي مثبتي پېښي ثبت سوي، چي لدې سره په ټول هیواد کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶۷۲ ته رسیږي. وزارت وايي چي په ۵۸ پېښو کي تر ټولو ډېري په کندهار ولایت کي ۲۸ دي، کابل ۱۳، هلمند او هرات ۷-۷، نیمروز ۶، تخار ۳ او کندز یوه پېښه لري. په … نور ولولئ
خوندیتوب

اضطراب او د وېښتانو خاورین رنګ

ژباړه: مهمه هڅه د پوهانو په وینا داسې نوي موارد پیدا شوي چې لوړ اضطراب مو وېښتان ژر تر ژره  په خاورین رنګ بدلولای شي. پر فارمي موږکانو باندې د درد اغېزې له مطالعې وروسته او کله چې دوی ته رزینیقراتاکسین (یو ډول دوا) پېچکاري شوه، ولیدل شول چې په څلورو اونیو کې د دوی د وېښتانو رنګ سپین شو. دغه څېړنه لامل شوه چې دوی د اضطراب له امله د وېښتانو سپینېدو په اړه … نور ولولئ
افغانستان

جنرال تادین خان: طالبانو عسکر نه، ملکي وګړي خوشي کړي

د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان وايي چي وسلوالو طالبانو په کندهار کي د سولي په نوم ۲۰ تنه نظامیان نه، بلکه ملکي وګړي آزاد کړي دي. نوموړی زیاتوي چي چي په آزاد سوو کسانو کي یوازي یو تن چي په پولیسو کي پاته سوی وو، آزاد سوئ دئ. جنرال تادین خان نن پر خپلي فېسبوک پاڼي داسي لیکلي: تادین خان ادعا کړې، چي وسلوال طالبان د سولي په پروسه کي رښتني نه دي … نور ولولئ
په زړه پورې

اندونیزیا کې پيریان سړکونو او کوڅو کې ګرځي چې خلک قرنطین شي او له ویرې را ونه وځي

ژباړه: بشر درویش د اندونیزیا کیپو کلي کې یوې ډلې خلکو ځانونه د پيریانو په شان جوړ کړي، سړکونو او کوڅو ته راوتلي څو خلک له ډاره بهر ونه ووځي او په خپل کور کې له کرونا وژغورل شي. دا خلک په یو ناڅاپي ډول سړکونو ته راووځي، د پيریانو غوندې عجیب یې ځان جوړ کړی وي، خلک یې له ویرې سړکونو ته نه راووځي او قرنطین مراعتوي. د یاد کلي د ځوانانو د یوې … نور ولولئ