سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا او د نړیوال جام په اړه د پرېکړې موده

یاران سپورټس اوسمهال د کرونا نړیواله وبا د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپره ده او د نورو فعالیتونو ترڅنګ یې لوبې هم ځنډولي دي. د کرکټ نړیوالې شورا د جمعې په ورځ ویلي چې د نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اړه به پرېکړه هغه مهال کېږي، کله چې نړیوال جام ته لږې شپې ورځې پاتې شي. یادې شورا د جام ترسره کولو او یا هم ردولو په اړه نهایي پرېکړه نه ده کړې … نور ولولئ
سپورټ

د نبي له ماتې وروسته د راشد او رسل سیالي؛ که د خان بریا غواړئ، افغانان رایه ورکولو ته راوبولئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېږي. دې وېبسایټ لومړی د ۳۲ لوبغاړو ترمنځ سیالۍ واچولې، چې له ډلې یې ۱۶ لوبغاړو دویم پړاو ته لاره پيدا کړه، خو پاتې ۱۶ لوبغاړو بیا د سیالیو سره مخه ښه وکړه. په لومړي پړاو کې ګډونوال … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان کې په انلاین ډول د فوټبال لوبڅارانو او روزونکو ته زده کړه روانه ده

د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په غوښتنه اوس په هیواد کي د کرنټين څخه په استفادې انلاین ډول لوبڅارانو او روزونکو ته زده کړه پيل کړی، چې پکښي لسګونه لوبڅاران او روزونکي په انلاین ډول زده کړه کوي. فیفا د کرونا ویروس تر خپرېدو او د روغتیا نړیوال سازمان تر خبرداري وروسته د فوټبال اړوند ټول فعالیتونه وځنډول او له ځان سره ګډونوالو فدراسیونونو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د فوټبال … نور ولولئ
سپورټ

احمد ولي هوتک د کابل په غرونو کې سخت تمرینونه کوي + انځورونه

د آزادي مبارزې نوموتی افغان لوبغاړی احمدولي هوتک د کرنټین په دې شپو او ورځو کي هم په تمرینونو بوخت دی. هغه پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼه عکسونه خپاره کړي، چي د کابل په غرونو کې بیلابیل تمرینونه کوي. هوتک د خپلو تازه تمرینونو په اړه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: «فردي تمرین د کرونا سره د مبارزې یوه برخه ده، تر هغه ځایه چي زه پوهیږم ورزش د ښې روغتیا ضامن دئ، زه … نور ولولئ
سیاست

سیاسي اپوزیسون څه ته وايي؟

ژباړه: ملیحه ناصري اپوزیسیون هغه جوړې شوې سیاسي ډلې او ګوندونه دي چې ټاکل شوی او روان حکومت نه مني یا په هغه کې د یو څه بدلونونو غوښتونکي وي. دغه بدلونونه به د خلکو د ازاده ټاکنو او اکثریتو رایو له لارې راځي. اپوزیسیون څه ته وايي؟ هغه ګوندونه او سیاسي ډلې چې د حکومت پر وړاندې مخالف دریځ لري. د قانون په ملاتړ سره پر حکومت نیوکې کوي. کله چې په ازاده ټاکنو … نور ولولئ
افغانستان

غزني کې ستره معیاري سړه خونه جوړیږي؛ میوه او سابه په کې وساتل شي

راپور: بشر درویش په غزني ولایت کې د یوي لويې سړي خوني د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د غزني ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتني په موخه د یوې لويې سړې خونې د بنسټ ډبره نن د والي وحیدالله کلیمزي لخوا په داسي حال کي کیښودل شوه. سرچینه وايي، دې مراسمو کې د غزني امنیه قومندان مل پاسوال خلیل اندرابي، د کرني ریاست سرپرست او د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي واحد … نور ولولئ
خوندیتوب

د روغتيا نړيوال سازمان: د کرونا ويروس څخه جوړ سوی کس بيرته ناروغ کيدای سي!

خبريال: مدثر دعوت د روغتيا نړيوال سازمان وايي “هيڅ داسي شواهد نسته چي د کرونا ويروس څخه جوړ سوي خلک دي پدې ناروغۍ د بيا اخته کيدو په وړاندي معافيت ولري”. د روغتيا نړيوال سازمان باتجربه څيړونکو خبرداری ورکړی چي د انټي باډي تر ازموينو وروسته هيڅ داسي سند نسته ، کوم کس چي په کرونا ويروس اخته سوی بيرته ناروغ نه سي. دوی وايي دا ټول ټيسټونه HIV ته ورته ترسره کيږي او په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دویمه برخه؛ (یو څوک باید ولرې)

یو څوک باید ولرې؛ کله چې خوږه مړۍ خورې دریاد شي او نېمه د هغه/ هغې په نوم وساتي. یو څوک باید ولرې؛ چې په نوم یې د یادښت کتابچه کې څه ولیکي. یو څوک باید ولرې؛ چې د موبایل پر سکرین یې انځور پریږدې. یو څوم باید ولرې: چې د ښېګنو لپاره دې بدګڼې هېروي. لس منفي نقاطو ته دې نه ګوري په یوه ښېګڼه دې خپلوي. یو څوک باید ولرې: چې ستا په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې پر یوه بې کفایته شخص مئینږو؛ څو سببونه مو راټول کړي

ژباړه: نسیمه محمدي کله چې د عاطفي اړیکو خبره رامنځته شي، موږ د شخص د سنجولو لپاره د معیارونو لېست لرو. بعضې له موږ څخه څېرې، مال او شتمنۍ ته پام کوو، د شخص د لوړ اعتماد په نفس، په لوریېنه یا سخاوت زړه تړو. خو ولې بعضې له موږ څخه د یوې اړیکې په لړ کې ناسم شخص ټاکو، سره لدې چې له وړاندې پوهېږو، چې څه غواړو؟ د انسانانو د ذاتي پيدایښت له … نور ولولئ
په زړه پورې

د انسانانو په نه شتون کې حيوانات له ژونده خوند اخلي

خبريال: مدثر دعوت د سويلي فريقا د کروګر ملي پارک حيوانات د ځنګلونو راوتلي او پر سړکونو ګرځي. پخوا به حيوانات يوازي د شپې لخوا د ځنګلونو څخه دباندي ليدل کيدله او په هغه ځايونو کي به ګرځيدله چي د ورځي دخوا انسانانو ترې استفاده کوله،خو د کرونا ويروس خطر اوس هر څه په بل مخ اړولي دي. د مارچ د ۲۵مي نيټې را پديخوا د سويلي افريقا د کروګر ملي پارک چي بيلابيل حيوانات … نور ولولئ