سپورټ

د انډری رسل ۲۸ توپونه لوبول او ۷۵ منډې کول

یاران سپورټس انډری رسل به تاسې پېژنئ، چې د یو بې رحمه او هیټر توپ‌وهونکي رول ادا کول یې کرکټ د مینه‌والو زیاته خوښېږي. د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې توپ‌وهونکي د ۲۰۲۰م مارچ په میاشت کې هم خپله بې رحمه توپ‌وهنه نندارې ته وړاندې کړه. هغه د جمعې پر ورځ د مارچ په ۶مه د سریلانکا خلاف دویمه شل اوریزه لوبه کې او له هغې وړاندې د چهارشنبې پر ورځ د مارچ په ۴مه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پر مبايل او انټرنټ د ماشومانو روږدي کېدل

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ ماشوم د ټولنې بنسټ او راتلونکی دی، که چېرې یې د روغې روزنې لپاره منظم پلان ونه لرو، نو پر بېلابېلو چارو به ځان بوخت او دا بوختیا به د روږدتیا تر کچې ورسېږي او په راتلونکي کې به یې پر ذهن، اروا، هوښ او استعداد ناوړه اغېزه وکړي، له همدې ستونزو څخه د مخنیوي په موخه مو ارواپوه ښاغلی استاد شرف الدین عظیمي پوښتلی هیله ده، چې دا درنې خبرې تر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر خپل ښایست باور ولرئ!

ژباړه: نسیمه محمدي که څه هم نارینه هغو مېرمنې ته، چې خپلې روغتیا او ښکلا ته ارزښت ورکوي، ډېرې خوښوي، خو د مېرمنې طبیعي ښکلاوې زیاته خوښوي، نسبت دېته چې د یوې سینګار شوې نانځکې چې لاس وروړل شاید د سر درد او ستونزې لامل شي. هغه مېرمنې چې په وسواسي بڼه د خپلې څېرې په اړه اندېښمنې دي، انګېري نارینه دوی ته لېواله نه دي، ځکه دا حالت د دروني ناامنۍ او عدم اعتماد … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان کرکټ بورډ د آسیا جام په کوربتوب ټینګار کړی

یاران سپورټس د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې دوی به د آسیا جام کوربتوب په پاکستان کې کوي، نه دوبۍ کې! د پاکستان د کرکټ بورډ چېئرمېن یا مشر ویلي، چې تر اوسه په پاکستان کې د آسیا جام کېدل یقیني دي او دوی چمتو دي، چې د دې جام کوربتوب په بریالیتوب سره وکړي. احسان ماني زیاته کړې چې د هندوستان لخوا په پاکستان کې د آسیا جام ردول دوی اندېښمن کړي. د هند … نور ولولئ
افغانستان

اووه ۷ سوه دیني علماوو د افغانستان جګړه ناروا وبلله؛ ایا د افغان انسان وژلو ته دلیل شته؟

لیکنه: غازي عابد د ختیځ په کچه ۷ سوه علماؤکرامو د یوې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه ناروا وبلله او په ښکیلو خواو یې د تل پاتې اوربند غږ وکړ. د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، علماؤ کرام چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د کب په ۱۷مه را ټول شوي وو، په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ جګړه پردې وبلله او په ښکیلو خواو یې د افغان وژنې د مخنیوي په … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني: د مخامخ مذاکراتو په اړه توافق شوی؛ ۴۰ کلنه غمیزه پای مومي

راپور: غازي عابد افغان ولسمشر محمدا شرف غني نن د ملي شوار ۱۷مې تقنینې دورې د دویم کال پرانیسته. هغه په دې مراسمو کې وینا وکړه. اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د ملي شورا مشران او غړي او د کابینې یو شمیر وزیرانو هم په دې مراسمو کې ګډوند درلود. افغانستان پخوانی نه دی ! ولسمشر اشرف غني وویل د افغانستان اوسنی ولس نه د تېرو ۹۰ کالو ولس دی او نه هم د تېرو څلوېښتو … نور ولولئ
سپورټ

سبا د ښځو په نړیواله ورځ د ښځو نړیوال جام پایلوبه ترسره کیږي!

د ښځينه وو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام د تیري فیبروري میاشتي په ۲۱مه نېټه د آسټرالیا هیواد په کوربتوب د ۱۰ هیوادونو ترمنځ پيل سوی وو، چي اوس سبا د مارچ میاشتي په ۸مه نېټه ئې پایلوبه ترسره کیږي. د مارچ ۸مه د ښځو نړیواله ورځ هم ده او په ټولو هیوادونو کي په یو لړ خاصو مراسمو سره نمانځل کیږي. د کرکیټ نړیوالي شورا هم د یادي ورځي د ښې لمانځني په موخه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د شخصیت‌پېژندنې تست

ژباړه: ملیحه ناصري زموږ په پټ ضمیر یا ذهن کې د شخصیت په اړه ټول هغه څه خوندي دي چې زموږ ورته پام هم نه وي. څېړونکي وایي زموږ ناخودآګاه ضمیر لکه کمپیوټر داسې دی چې زموږ په اړه ټول معلومات، لکه څه شی او څوک راباندې ګران دي، باورونه،  وېرې، یادونه او مهارتونه مو ټول پکې خوندي شوي دي. جالبه خبره یې دا ده چې دا ټولې پټې کړنې مو په ورځني چلن کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که وزن مو زیات وي، نو لاندې فعالیتونه ترسره کړئ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ روغتیا او مناسب اندامونه د خدای پېرزوینه ده، خو انسان ته هغه وخت خپل د صحت ارزښت معلومېږي کله چې په روغتون کې په ډول ډول ناروغیو اخته انسانان وګوري او یا هم پخپله ناروغه شي. د ناروغۍ یو لامل خو د خدای له طرفه ازمیښت وي، خو بل لامل یې زموږ په خوړو کې عدم اعتدال دی، په داسې حال چې دین مو هم د برابري او اعتدال لپاره امر کوي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نارینه‌وو د زړه تنګون نښې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري کله چې یو نارینه له خپلې مینې یا مېرمنې جلا شي، یا هم کله چې له خپلو ملګرو ځنې بېل شي، زړه یې په تنګ کېږي او د هر عادي انسان غوندې غواړي ژر تر ژره له هغوی سره خبرې وکړي یا یې وویني. اوس خو د ټکنالوژۍ نړۍ ده او هر څه شوني دي. کېدی شي له بېلتون وروسته هم په ډېر لرې واټن کې هم د ټکنالوژۍ په … نور ولولئ