سینما او موسیقي

شهسوار د تبليغ پرځای بيرته سندري پيلوي!

ليکنه: مدثر دعوت د پښتونخوا مشهوره څيره شهسوار يوځل بيا د سندرو ويل پيلوي. شهسوار خان چي دوه کلونه وړاندي يې د سندرو ويلو پرځای تبليغ پيل کړ او پر سندرو ويلو پښيمانه وو بيرته يې د تبليغ پرځای د سندرو ويل غوره وبلل. که څه هم تيرو نيږدې وختونو کي د شهسوار د ملګرو له لوري داسي اوازې تر غوږو کيدلې چي شهسوار سندري پيلوي خو چا پر غوږ نه نيولې. شهسوار خان نن … نور ولولئ
سپورټ

د ICC نوی قانون: د نوبال صلاحيت دريم لوبڅار ته ورکړل سو!

خبريال: مدثر دعوت د کريکټ نړيوالي شورا د نوبال مسولیت د فيلډ لوبڅار پرځای د دريم لوبڅار ور دغاړي کړ. د کريکټ نړيوالي شورا په ريپورټ کي راځي کله چي يو توپ اچوونکی توپ اچوي او پښه تر ليکي تيروي دريم لوبڅار يا ټيوي امپاير صلاحيت او مسوليت لري چي ريويو واخلي او د توپ په اړه پريکړه وکړي. دا قانون تيره ورځ دوشنبه د کريکټ اصولو ته اضافه کړل سو،خو لا تر اوسه يې … نور ولولئ
روغه سټه

پرته د التراساونډ (تلویزونې) معاینې د راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولو عجیبه دودیزه لارې

ژباړه او زیاتوونه: مهر تاج د التراساوند ټیکنالوژي معیاناتو له راتګ د مخه کومو میندارو میندو چې غوښتل به یې د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلوم کړي په ځینو باورنو (انګېرنو /پال نیولو) عقیده درلوده. که څه هم اوسنۍ میندواره میندې د ساینس پر مرسته د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولای شي، خو بیا هم ډېری نورې په پخوانیو طریقو باور لري، اوس یې هم امتحانوي او د ماشوم د جنسیت معلومولو وړاندوینه پرې کوي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ولې باید خپلې موخې له نورو پټې وساتئ!؟

ژباړه: نسیمه محمدي هر یو له موږ څخه په خپل ذهن کې، لنډمهاله او وږدمهاله اهداف لرو، چې زموږ د روحیاتو او شخصیت د پراخوالي وړ دي. مالي توفيق، په سخته آزموینه کې منل کېدل، د یو کتاب لوستل، د وزن کمول، د یوه اوږد سفر لپاره مقدمات برابرول او د سېګرټو پرېښودلو تعهد. یوې موخې ته د رسېدو لار، ستونزمنه، سخته او له لوړو ژورو سره مله وي، چې جدي تعهد او دوامداره هڅې … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې د برښنايي توکو او وسایلو شرکتونه دا ډول نوي ماشینونه او وسایل جوړوي

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د لمريزې برېښنا شرکتونه د دې ولايت سربېره د هېواد نورو ولايتونو ته د لمريزې برېښنا توکي او وسايل جوړوي او په وړ بيه يې ورته عرضه کوي. د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د زيب پامير څېړنيز شرکت له لوري لمريزې برېښنا توکي او وسايل توليد شول، چې اوس د دې ولايت سربيره د هېواد نورو ولايتونو ته هم … نور ولولئ
سپورټ

د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جامونه او ګټونکي هېوادونه یې

د نولس کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې نړیوال جامونه په ۱۹۸۸م کې پیل شوي دي، چې له همدغه کال څخه تر ۲۰۲۰م پورې یې دیارلس پړاوونه ترسره شوي دي. دیارلسم پړاو یې د یکشنبې په ورځ د فبروري په ۹ مه نېټه پای ته ورسېد او دغه نړیوال پایلوبه کې بنګله دېش، هند ته په ۳ وېکټو ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره اتلولي بنګله دېش ترلاسه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د افغانستان د سپورټ په اړه جوړ سوي فلم د اُسکار جایزه خپله کړه!

د افغانیو نجونو په اړه جوړ سوي د سپورټ فلم د ۲۰۲۰م کال د اُسکار جایزه ترلاسه کړه. دا مراسم پرون دوشنبه د امریکا کلفورنیا په آیالات کي ترسره سوه، چي پکښي د هالیوډ د کال غوره فلمونو ته پکښي بیلابیلي جایزې ورکړل سوې. په یادو فلمونو هغه فلم ته د اُسکار جایزه ورکړل سوه، چي په ۲۰۱۹م کال کي پر هغو افغان نجونو جوړ سوی، چي په جنګونو کي پر اسکیټ بورډ باندي لوبه … نور ولولئ
رسنۍ

یوه هراتۍ نجلۍ ځکه افغانستان پریږدي، چي سپی ئې ووژل شو!

د هرات ولایت یوه ورزشکاره نجلۍ له هغه وروسته د تل لپاره د افغانستان د پرېښودو په اړه خبر ورکوي، چي د یو شمېر وسله لرونکو کسانو له لوري ئې سپی ووژل شو. د صهبا بارګزۍ په نوم دا ورزشي نجلۍ له ۳۰۰ زیاتي هراتیو نجونو ته په کراټې او بایسکل ځغلونه کي زده کړي ورکوي او له هغه وروسته د تل لپاره د هیواد پرېښېودو په اړه پرېکړه کوي، چي سپی ئې د وسله … نور ولولئ
سپورټ

دوه افغان لوبغاړي د ۱۹ کلنو کرکیټ نړیوال جام په غوره ۱۱ کسیزه لوبډله کي راغلل.

د ۲۰۲۰م کال د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام څخه غوره ۱۱ کسیزه ټیم اعلان سو، چي پکښي دوه افغان لوبغاړي ابراهیم ځدران او شفیق الله غفاري هم انتخاب کړل سوي. په یاده لوبډله کي درې ـ درې لوبغاړي د بنګله دېش او هند، دوه لوبغاړي د افغانستان، دوه لوبغاړي د ویسټ انډیز او یو لوبغاړی بیا د سریلانکا د لوبډلي څخه شامل دي. دا ۱۱ کسیزه ټیم په دې ډول دئ: یسشوي … نور ولولئ
سپورټ

کرکیټ بورډ پر افغان لوبغاړي شفیق الله شفق بندیز ولګاوه.

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د ملي لوبډلي پر غړي شفیق الله شفق د کرکیټ بورډ ادارې، د فساد په وړاندي د مبارزې د قانون څخه د سرغړوني له امله له پرون دوشنبې څخه بیا د کرکیټ بورډ تر وروستۍ پریکړي پوري لوبیز بندیز ولګاوه. د افغان کرکیټ بورډ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي شفیق الله شفق د فساد ضد قانون څخه په سرغړونه تورن دئ او کرکیټ بورډ شفق … نور ولولئ