سپورټ

سوېلي افریقا، پاکستان ته خپل ورزشي سفر وځنډاوه

تمه وه چې سویلي افریقا کرکټ لوبډله پاکستان ته د درې شل اوریزو لوبو لپاره د مارچ میاشتې په اوږد کې سفر وکړي او راولپېنډۍ کې به درې شل اوریزې لوبې وکړي، خو دا سفر د سویلي افریقا کرکټ بورډ وځنډاوه. اوس د سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي، چې د زیاتو لوبو له امله نشي کولای، چې د مارچ په ۲۲ مه خپل سفر تنظیم کړي. ویل کېدل چې دواړه لوبډلې به د مارچ له … نور ولولئ
افغانستان

د بازمحمد مبارز راتلونکی سیال معلوم شو!

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی بازمحمد مبارز به د چک جمهوریت د یوه تکړه لوبغاړي فیتیسلاف راژنوو په وړاندي د میدان ډګر ته کښته سي. ټاکل سوې دا لوبه د اپریل میاشتي په ۳یمه نېټه د روسیې په مسکو ښار کي ترسره سي. دا لوبه د آزادي مبارزې په اې سي اې ۱۹۷ سازمان کي ترسره کیږي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبغاړي مبارز دې لوبي ته د ښه چمتوالي … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال: بارسلونا خپل سیال ختافې ته ماته ورکړه!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۴مي اونۍ لوبو څخه تېره شپه بارسلونا د ختافې فوټبال لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې ۲ ګولونه پر ۱ ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره انتونیوګریزمن په ۳۳مه دقیقه کي او سرجیو روبیرتو بیا په ۳۹مه دقیقه کي ګولوهني وکړې. خو د ختافې لپاره بیا یوازینی ګول انجیل رودریګویز د لوبي په ۶۶تمه دقیقه کي ترسره کړ. دا لوبه د بارسلونا لوبډلي … نور ولولئ
سپورټ

جالیبه! د توپوهني روزونکی مو پاکستان لیګ کي کمینټري کوي!

دوې اونۍ مخکي افغان کرکیټ بورډ خبر ورکړ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره ئې د توپوهني برخه کي د روزونکي په توګه د سویلي افریقا  هیلټن ډېن اکرمن وټاکه. خو د پاکستان کورنۍ کرکیټ لوبي، چي ټاکل سوې څلور ورځي وروسته پيل سي، د خپلو تبصره کوونکو (کمینټري کوونکو) کسانو لیس خپور کړ. په یاده لیست کي د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د توپوهني تازه ټاکل سوی روزونکی هیلټن ډېن اکرمن هم شامل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پلار کیدلو لپاره د نارینو بهترین او مناسب عمر باید څو وي؟

لیکنه: مهرتاج له پخوا راهیسې د ښځو په اړه ویل کېږي، چې د مور کیدلو لپاره دې تر دیرش، څلویښت کلنۍ عمره انتظار نه کوي، ځکه یاد عمر د مور او ماشوم دواړو لپاره مثبتې پایلې نه لري، مګر له اوسنیو څېړنو ثابته شوې چې د اولاد په روغتیا باندې د پلار عمر هم تاثیر لري. د څېړنې مطابق، د متوسط عمر لرونکو کسانو اولادونه د پیدایښت په وخت کې ډېر کم صحتمند وي. یاده … نور ولولئ
افغانستان

له نن څخه ۳۱ کاله مخکي شوروي ځواکونه په بد حالت له افغانستانه ووتل!

د پخواني شوروي د ځواکونو وروستۍ پوځي ډلګۍ د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه (۳۱ کاله مخکي په همدې ورځ) د حیرتان پر بندر تېره سوه او د افغانستان اشغال رسماً پای ته ورسېد. له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وروستۍ ډلګۍ مشري جنرال بوریس ګروموف کوله. له افغانستانه د پخواني شوروي د پوځیانو د وتلو بهیر یو کال وخت ونیو. راپورونه وایي، چې ۴۰ کاله مخکې په یو وار … نور ولولئ
ژوند بڼه

شهدای صالحين،د کابل مشهوره هديره.

ليکنه: صديقه پوپلزۍ شهدای صالحین یو د کابل له ارامګاوو څخه دی، دا قبرستان د اسمایي غره په لړۍ کې دی. پخوا دا ساحه د دره په بڼه وه چې ډېر تک شین و او د ارغوانو ونې هم پکې وې، ښه منظره یې درلوده ځکه خلک ورته د ساعتېرۍ لپاره راتلل. په دې قبرستان کې ډېر مشهور کسان ښخ دي، لکه احمد ظاهر، میر غلام محمد غبار چې یو له مشهوره تاریخ کتونکې څخه … نور ولولئ
روغه سټه

په اوبو سره د ناروغيو درملنه

راټولونه: شپنه سلګۍ هر انسان په ورځ کې ۲۳۰۰ سي سي اوبو ته اړتیا لري چي ۱۰۰۰ سي سي د غذایي مواو څخه، ۱۰۰۰ سي سي د څښاک څخه او ۳۰۰ سي سي د موادو د اکسیداشن څخه لاسته راوړي. اوبه د پوستکي د تازوالي لامل ګرځي او په بدن کې مسموم مواد تصفیه کوي. باید ووایو چي د انسان بدن هرکله اوبه د لاسه ورکوي، پوستکی او سږي ۸۰۰ سي سي، مدفوع ۱۰۰ سي … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان په ۲ منډو سویلي افریقا ته ماته ورکړه!

د انګلستان او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون جمعه دوهمه شل آوریزه لوبه ترسره سوه، چي انګلستان په ۲ منډو توپير یاده لوبه وګټله او لړۍ ئې مساوي کړه. په یاده لوبه کي لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، انګلستان په ټاکلو شل آورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره سویلي افریقا ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکی. د انګلستان … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوداګریزې کرکټ لوبې

د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ یا پي ایس ایل لوبې د روانې میاشتې په شلمه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پېلېږي. د پاکستاني کرکټ بورډ په خبره د کراچۍ ښار ملي یا نېشنل کرکټ لوبغالی به د لومړیو لوبو او د لاهور قدافي لوبغالی به ورسره بل مل لوبغالی وي، چې د پنځم پړاو پي ایس ایل ټولې لوبې به پرې ترسره کېږي. سږ کال پي ایس ایل لیګ کې شپږ لوبډلې، پېښور … نور ولولئ