افغانستان

ننګرهار کې له سرو زرو د بېلابېلو توکو جوړولو ۷۲ فابریکې کار کوي

په ننګرهار ولایت کې د زرګرانو اتحادیې مسؤلین وایي، په دې ولایت کې د سرو زرو څخه د بېلابېلو توکو د جوړولو ۷۲ فابریکې فعاله دي چې په کې ۲۸۸ تنه مسلکي کسان پر دندو بوخت دي . د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبر کې ویلي چې په دې ولایت کې د زرګرانو اتحاديې مشر حاجي ممتاز وایي:  « زرګران ۴۲۱ هټۍ او ۷۲ فابریکې لري چې په کې ۱۱۳۰ تنه د سرو زرو … نور ولولئ
افغانستان

د بارسلونا د ماتي له امله یوه افغان خپل ورور وژلی!

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مي اونۍ لوبو څخه د نړۍ تکړه لوبډله بارسلونا د والینسیا فوټبال لوبډلي په وړاندي د والینسیا په کورني لوبغالي مستایا کي ولوبېده، چي بارسلونا د والینسیا څخه ۲ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه. تر یادي لوبي وروسته د هیواد په کاپیسا ولایت کي دوو وروڼو د خواجه امین اغا او خواجه هشمت الله په نومونو د بارسلونا پر ماتي له یو بل سره شخړه کړې. … نور ولولئ
سپورټ

رئیس احمدزی: ما او افغان لوبغاړو ته خوند راکوي، چي پاکستان سره لوبیږو

ټاکل سوې د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام په دوهم پړاو کي د افغانستان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډله د پاکستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي سره لوبه ترسره کړي. که چیري هر هیواد هغه لوبه وګټي؛ نو د یاد جام درېیم پړاو یا نیمه پایلوبي ته به ووځي. د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلي روزونکي رئیس احمدزي له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي ما او افغان لوبغاړو ته ډېر خوند … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ستونزو ته ځواب؛ هغه څه چې موږ پورته او بریالي کولی شي

لیکنه: حنیفه مومند دا هغه جمله ده چې نن ورځ یې ډېری وګړي او په تېره بیا ځوانان ډېره کاروي او وايي چې زړه مې نری دی د نرمې خبرې زور هم نه لرم. د ستونزو کړۍ را څخه تاو ده او ژوند مې ورځ تر بلې تنګ او ترېخېږي. راځئ د دې جملې پر ځای داسې ووایو، چې زه پیاوړی یم، د ژوند کړاوونه، ناخوالې او د تمې خلاف پېښې ما نشي کمزوری کولی. … نور ولولئ
سپورټ

د ای ډویلیرس فوم او کرکټ کې یې د پاتې کېدو اړتیا

ډیویلیرس چې په ۳۶۰ لوبغاړي مشهور دی، د شنبې په ورځ یې د جنوري په ۲۵ مه نېټه یې ثابته کړه، چې د عمر پنځه دېرشم پسرلی یې لا هم د کرکټ تقاضا پوره کولای شي او لوبغالی په ښکلو شپږیزو ګرم ساتلی شي. د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د دغه افریقایي لوبغاړي شتون د کرکټ مینوال یو ځل بیا خوښ کړل؛ دغه مینوال یې د شنبې په ورځ بیا هلته ډېر خوښ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د انسانانو توپیر یوازې په علم او پوهه کې دی – لنډه کیسه

لیکنه: نسیمه محمدي د اوړي سخته ګرمي وه. د یخو اوبو د څښلو لپاره مې د منګي سر خلاص کړ، چې غړپ مې وکړ، نو خوند یې رانکړ ځکه اوبه یې تازه نه وې او زما تُنده پرې نه ماتېده. خپل کوچنې منګې مې راواخیست او د ګودر په لور روانه شوم، په لاره کې پاڼه او څانګه چې زما خورلڼې او خوږې ملګرې دي، هم راسره یو ځای شوې. په خپلو خبرو او مرکو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هلکان دې په واده کولو کې دغو خبرو ته پام وکړي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ژوند کله ناکله سړی پر دوو لارو دروي او د دوی له منځه به یوه ټاکي، خو همدا ټاکنه د ژوند ستره پرېکړه کېدای شي. کله مو هم پر دې اړه سوچ کړی چې د ژوند تر ټولو سخته ټاکنه مو کومه یوه وه؟ ایا داسې هم شوي چې تر ټولو ښه یا بده پرېکړه مو تر اوسه کړې وي؟ ځینې کسان شته چې له ټاکنې وېرېږي او دا حق … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دا خبرې د انګېزې د رامنځته کولو سبب ګرځي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ـــ که وغواړې، نو ترسره کولای یې شې. ـــ له دې څخه د ډېرو څیزونو وړتیا لرم. ـــ هېڅکله ناوخته نه ده. ـــ ټول کارونه خپله ځانګړې ننګونه لري. ـــ همدا اوس مناسب وخت دی. ـــ هېڅ پروګرام په بشپړه توګه بې نیمګړتیا نه دی. ـــ ټولو له یوه ځای څخه پیل کړی دی. ـــ باید ګام په ګام وړاندې لاړ شو. ـــ وضعیت ښه کېږي. ـــ ماتې د بریا پیلامه … نور ولولئ
سپورټ

د بابر اعظم لپاره ۲۰۲۰ کال او سترې ننګونې؛ له هغه د رېنکېنګ ساتلو هیله هم شوې

د پاکستان کرکټ بورډ او ځینو لوبغاړو له بابراعظم څخه په ۲۰۲۰م کې د زیاتې هڅې غوښتنه کړې او له هغه سره یې د زیاتې مرستې هیله کړې ده. بابراعظم د سرفراز احمد پرځای د پاکستانۍ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی دی. بابراعظم وروسته له هغې د پاکستانۍ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر شو، چې د سرفراز په لوبډلمشر کې پاکستانۍ لوبډلې په دې وروستیو کې ډېرې لوبې وبایللې او حتا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له مور سره د ماشوم عادت (وابسته) کېدل – له ارواپوه سره د یاران مرکه

دا په ماشومانو کې یو داسې عاطفي تړاو دی چې ډېری میندې و پلرونه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، دا چې ماشومان ولې په مور و پلار پورې تړل کېږي په همدې اړوند مو له استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر وروستیو یې راسره ولولئ. پوپلزۍ: استاد له مور سره د ماشوم عادت کېدل په څه مانا دي؟ استاد عظیمي: له مور سره د ماشوم عادت کېدل که څه … نور ولولئ