اقتصاد

که غواړئ روسیه کې کار وکړئ، نو هلته په دغو شیانو پوهیدونکو ته ډیره اړتیا ده !

لیکنه: کسنیا زوباچیوال ژباړه: غازي عابد د Korn Ferry Hay Group د څیړنو پر ساسا تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې شاید نړۍ د ښو او پياوړو کارکوونکو له کمبود سره مخ شي چې په دې لړ به روسیه له ۲.۸ میلیونه له پياوړو ماهره کارکوونکو کبمود سره مخ شي چې دا به د روسې کاروبار ته ۳۰۰ بیلیونه ډالره تاوان واړوي. ترڅنګ همدا اوس هم په روسیه کې د مسلکي خلکو ښکاره نشتوالی لیدل کیږي. … نور ولولئ
رسنۍ

هغه ویټامینونه چې باید له څلوېښت کلنۍ وروسته وخوړل شي

ژباړه: نسیمه محمدي څلوېښت کلنۍ ته په رسېدو ستاسې عضلې کمېږي، وزن زیات او په مزمنو ناروغیو، لکه سرطان، د زړه او په شکرې د اخته‌کېدو ګواښ زیاتېږي. له دغو ناروغیو سره د مقابلې لپاره د کافي وېټامینونو او معدني موادو خوړل اړین دي. وېټامین B12 له څلوېښت کلنۍ وروسته د عصبي سیستم د ښه فعالیت لپاره وېټامین B12 ته اړتیا لرئ. د عمر په لوړېدو د وېټامین B12 جذب ستونزمن کېږي، ځکه د معدې … نور ولولئ
سپورټ

په جلال اباد کې د افغانیو د ترویج په موخه د ورزشي خبریالانو ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره شوې

د جلال اباد ښار په سراج العمارت باغ کې د جمعې په ورځ د افغانیو د بشپړ ترویج په موخه د کابل او ننګرها ورزشي خبریالانو ترمنځ د افغانیو د بشپړ دودولو په مقصد د کرکټ درې سیالۍ ترسره شوې، چې د کابل ورزشي خبریالانو یې اتلولي یوړه. دا چې د جدي یا مرغومي له لومړۍ نېټې په ننګرهار کې په رسمي ډول د افغانیو د بشپړ ترویج په موخه کمپاین پیل شوی، چې تر … نور ولولئ
سپورټ

د نور احمد د عمر  په اړه د ډین جونز ټویټ.

دا خو ټولو ته معلومه ده، چې د کرکټ اکثره لوبغاړي رسمي لوبو ته د داخلېدو پرمهال دوه یا درې کاله عمر کم ورکوي. دا چاره د دې لپاره ترسره کوي، چې دوی زیات کرکټ وکړي او ژر تقاعد نشي. اوس د کرکټ د تنکیو لوبغاړو عمرونو برخوکې هم ستونزې شته او نړیوال یې وخت ناوخت یادونه کوي. تازه د اسټرالیا پخواني توپ وهونکي او اوسني کرکټ مبصر ډین جونز هم د نور احمد د … نور ولولئ
په زړه پورې

په ناروي کې تېر کال هیڅ ماشوم ترافیکي پېښه کې نه دی وژل شوی

د لومړي ځل لپاره په ټول ناروي کې په 2019 م کال کې په هیڅ ترافیکي پېښه کې ماشومان یې داسې څوک چې عمر یې له 16 کلنۍ کم وي نه دي وژل شوي. د ناروي رسمي شمیرې ښيي چې ددې هیواد په پلازمینه اوسلو کې په 2019 م کال کې یوازې یو کس په ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی. البته په دې هیواد کې په مجموعي توګه په 2019 م کال کې 110 … نور ولولئ
سپورټ

لیونل میسي په ۱۰۰ نړیوالو لوبغاړو کي لومړی راغلی

د آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه لوبغاړی لیونل میسي دا ځلي مارکا هم د ۲۰۱۹م کال تر ټولو غوه لوبغاړی اعلان کړ. لیونل میسي، چي ۲۰۱۹م کال خورا په بریالیتوب سره پای ته ورساوه د نورو بنسټونو ترڅنګ مارکا د ورزش په نړۍ کي یوې لویي ورځپاڼي هم لیونل میسي د تېر کال تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکه. د کال د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه مارکا ورځپاڼي د … نور ولولئ
سپورټ

نن ریال ماډریډ د ختافې او بارسلونا بیا د اسپانیول سره لوبه لري

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۹مي اونۍ لوبو څخه نن شنبه ریال ماډریډ د ختافې سره او بارسلونا بیا د اسپانیول فوټبال ټيم سره لوبیږي. د ریال ماډری او ختافې فوټبال لوبډلو ترمنځ ننۍ لوبه د ختافې په کوربتوب د ختافې په کورني لوبغالي کي نن ماښام د کابل په وخت ۷:۳۰ بجې پیلیږي. د بارسلونا او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ بیا ننۍ لوبه د اسپانیول په کوربتوب نن ماخستن ۱۲:۳۰ بجې پیلیږي. د … نور ولولئ
په زړه پورې

يو نايجريايي د خپلي ميرمني لپاره الوتکي ته ورته کور جوړ کړی.

ليکنه: مدثر دعوت په نړۍ کي به مو د ډيرو مينانو کيسې اوريدلي وي. چا خپلي معشوقې لپاره تاج محل جوړ کړی، څوک ورته په دار سوي،ځينو لاسته راوړې خو ځينو بيا له لاسه ورکړي. ځيني تر واده وړاندي او ځيني تر واده وروسته مينه پيلوي. سیدجمال اوس سپين ږيری دی خو د خپلي ميرمني لپاره يې داسي کور جوړ کړی چي د ډيرو نړيوالو پام يې ځانته اړولی. سیدجمال وايي زما د ميرمني ډير … نور ولولئ
ادبیات

ادب څنګه له اروایي حالاتو او کیفیاتو سرچینه اخلي؟ 

لیکنه: ملیحه ناصري ارواپوهنه په ټولیز ډول د یوه کس رواني حالت او اروایي ستونزې څېړي. سره له دې چې علمي لارې چارې ورته لري ؛ خو تر ډېره پر تجربې ولاړ علم دی او ارواپوه باید له ناروغ سره مستقیماً په اړیکه کې وي, د هغه له خبرو, کړو وړو , لیدو ډول,  کړنو , چارو , ژوند ډول او نورو موضوعاتو په څېړلو کولی شي د اروایي ناروغ رواني حالت تثبیت او درملنه … نور ولولئ
روغه سټه

دا طبي نسخه مو په ژمي کې د مخ پوستکى له وچوالي ساتي

ژباړه:شپنه سلګۍ یوه کورنۍ خو طبي نسخه چې د ژمي پۀ یخ موسم کې مو پوستکی لۀ وچوالي ساتي ! هغه پېغلې او ځوانان چې د ژمي پۀ موسم کې د پوستکي وچوالي ته اندېښمن دي او د ښکلي مخ غوښتونکي دي، نو د  دې طبي ماسک څخه دې ګټه پورته کړي. دا یؤ طبیعي ماسک دی، چې د پوستکي وچوالی پۀ بشپړه توګه لۀ منځه وړي او د پوستکي روغتیا او ښکلا ته زښته … نور ولولئ