ټولنیز ژوند

څنګه له منفي فکرونو چې د ستریس او اظطراب سبب کیږي ځان وژغورو؟

لیکنه: کریسټوفر کلارکي ژباړه: غازي عابد کریسټوفر کلارکي وايي، دلته درسره زه خپلې هغه تجربې شریکووم چې ما د منفي فکر پر ضد مبارزې او د منفي فکر د له منځه وړلو پرمهال ترلاسه کړې دي: ۱- پام مو وي چې فکرونه یوازې فکرونه دي فکرونه یوازې فکرونه بلل او ډیر تشویش ورته نه کولو (که کوم منفي فکر به راغی، عمل مې نه پرې کاوه، بابیزه مې ګاڼه) له ما سره مرسته کړې څو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

پنځه پوښتنې چې ساینس یې ځواب نه شي ویلی

ساینس ټولو پوښتنو ته ځوابونه نه لري، البته د ځینو پوښتنو داسې ځواب وايي چې باور پرې کولی شئ. البته ساینس هم دا نه وايي چې یوې مسلې ته یې کوټلی ځواب موندلی. ساینسې څیړنې او نظریې ، دا هغه څه پر بنسټ ځوابونه دي چې تر دې مهاله پرې موږ پوهیږو. ددې امکان شته چې کلونه وروسته انسان په نورو پټو رازونو پوه شي او ډیرې اوسنۍ ساینسي څیړنې باطلې شي. البته دین بیا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تر ناکامۍ وروسته بریا شته؛ دا چې څنګه؛ راشئ له موږ سره یې ولولئ 

لیکنه: ملیحه ناصري انسان کمزوری او احساساتي مخلوق دی، خو د احساساتو کنټرول او قوي تکل له انسانه ځواکمن موجود جوړ کړی. موږ د بریا او ماتې پرېکړه د ژوند په سختو او زړه بوږنوونکو پېښو کې کولی شو. که چېرې د ژوند په یوه برخه کې ماتې وخورو، دا موږ خپله یو چې خپل تګلوری ټاکو. آیا ماتې منل به غوره وي که په بریا پسې مټې نغاړل؟ ښکاره ده چې په هرې ناکامۍ … نور ولولئ
روغه سټه

د عقلي زوال درملنه؛ هغه واکسین چې انقلاب به رامنځته کړي

ژباړه؛ نسیمه محمدي د عقل له زوال څخه د مخنیوي واکسین به پر انسان وآزمایل شي. د عقل له زواله د مخنیوي په‌پار واکسین جوړ شول، چې پر موږکانو تر بریالۍ آزموینې وروسته، اوس پر انسان هم آزمایل کېږي. د څېړونکو په وینا، دا واکسین به له کوم زیان پرته انسان ته هم ښه پایله ولري او د یوې لسیزې په ترڅ کې به د ټولو د لاسرسي وړ وي. دا خبر، چې لومړی د … نور ولولئ
سپورټ

یو افغان لوبغاړی د کمبودیا ویساکا لوبډلي سره یو ځای شو

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی مصطفی زازی د کمبودیا هیواد د ویساکا فوټبال کلب سره په رسمي ډول قرار داد امضاء کړ او له دې وروسته به د یادي لوبډلي سره لوبیږي. د کمبودیا هیواد د غوره لیګ ګډونوالي لوبډلي ویساکا په رسمي ډول اعلان وکړ، چي د افغان فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی مصطفی زازی ورسره یو ځای سو او د لوبېدو تړون ئې لاسلیک کړ. تر دې مخکي … نور ولولئ
روغه سټه

دا ۷ کورنۍ نسخې د پوستکي وچوالی په بشپړه توګه لۀ منځه وړلی شي !

ایا د ژمي په یخ موسم کې د مخ د پوستکي وچوالي ته اندېښمن یاست؟ ولې زمونږ پوستکی وچېږي؟! نن سبا ګڼ شمېر تولیدي کمپنیو د پوستکي د وچوالي د مخنیوي لپاره د ملیونونه ډالرو په ارزښت فابریکې جوړې کړې؛ چې د مخ د پوستکي د وچوالي ستونزه حل کړي خو د پوستکي د وچوالي ډېر لاملونه لري، چې د دغو لاملونو پر وړاندې مونږ ډېر بې پروا یو او هېڅ پاملرنه ورته نه کوو. … نور ولولئ
سپورټ

نیوزیلېنډي لیو کارټر د نیوزیلېنډ لپاره د نړیوال ریکارډ بنسټ کېښود

نیوزیلېنډي لیو کارټر د جنوري په پنځمه نېټه د شپږ شپږیزو ریکارډ کې ځان شریک کړ. نیوزیلېنډي کیڼ لاسي ۲۵ کلن توپ وهونکي لیو جېمز کارټر د شل اوریزو لوبو په اوږدو کې د شپږ شپږیزو په وهلو سره د شپږو شپږیزو وهونکو لوبغاړو په ریکارډ کې ځان شریک کړ. نوموړي د جنوري په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د نیوزیلېنډ په داخلي شل اوریزو لوبو کې د په هاګلي اوول سیمه کې … نور ولولئ
سپورټ

افغانی؛ خو په نړیوال جام کي د انګلستان لپاره لوبیږي

څو ورځي مخکي د انګلستان کرکیټ بورډ د ۱۹ کلنو ترمنځ د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چي پکښي یو افغانی الاصله لوبغاړی حمیدالله قادري هم شامل دی. د نړیوال جام لپاره د انګلستان ۱۹ کلنه لوبډله په دې ډول ده: جورج بېلډرسن (لوبډلمشر)، حمیدالله قادري، سم یانګ، جورج هېل، ډن موسلي، جیک هېنز، لیوس ګولډز ورټي، جوی ایوسن، سکاټ کوري، هاري ډوکي، بلاک کون، ټام کلارک، جورډن کوکس، چارلسوورت او کاسي الډریج. … نور ولولئ
افغانستان

په واړه افغانستان کې دومره ډیر ایراني جاسوسان !؟؟

”د سلیماني دا مرګ څه یو ښه فرصت شو، ټولو نقابونه پورته کړل او ویې ښوده چې کومو کسانو په یو وخت کې سر د ایران پر اخور ایښی او توبره یې د امریکا درلوده. “ داخبره د افغانستان یو هزاره ټبري سیاستوال او فعال دواد ناجي پر خپل ټویټر د ایران دسپاه قدس د جنرال قاسم سلیماني پر مرګ د افغان سیاستوال ویر او ماتم ته په اشارې لیکلې. ښايي د ښاغلي ناجي له … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ لوبه وګټله، خو بارسلونا بیا مساوي کړه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۹مي اونۍ لوبو څخه پرون شنبه ریال ماډریډ د ختافې سره او بارسلونا بیا د اسپانیول فوټبال لوبډلي سره ولوبېده. د ریال ماډریډ او ختافې لوبډلو ترمنځ لوبه د ختافې په کوربتوب پرون ماښام ۷:۳۰ بجې ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۰ ختافې ته په خپل کوربتوب سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي لومړی ګول خپله د ختافې یوه لوبغاړي ډيویډ سوریا د لوبي په … نور ولولئ