سپورټ

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د کرکیټ بورډ رئیس وستایه

د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې یو شمېر غړي افغان کرکیټ بورډ ته ورغلي وه او هلته ئې د افغانستان د کرکیټ بورډ رئيس فرهان یوسفزی وستایه. د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د ولسي جرګې دې غړو فرهان یوسفزی د وروستیو لارسته راړونو او فعالیتونه په خاطر وستایه. د بورډ په خبره، چي د ستایني په یاده غونډه کي د ولسي جرګې په استازولۍ د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون مشر انجنیر … نور ولولئ
سپورټ

ریال ماډریډ لوبډله د سوپر کپ پایلوبي ته ووته

د اسپانیا هیواد د فوټبال تکړه لوبډله ریال ماډریډ تېره شپه د اسپانیا هیواد د سوپر کپ په لومړۍ نیمه پایلوبه کي د والینسیا فوټبال لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۱ والینسیا ته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره د لوبي په ۱۵مه دقیقه کي ټوني کروز، د لوبي په ۳۹مه دقیقه کي ایسکو او د لوبي په ۶۵تمه دقیقه کي بیا لوکاموډریچ ګولوهني وکړې. د … نور ولولئ
افغانستان

په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې لټه

لیکنه: ضیاالحق فضلي اوږده او ویجاړونکې څلوېښت کلنه جګړه، چې د هېواد ټول بنسټونه یې ونړول، ارزښتونه یې له منځه یوړل او ولس یې په هر اړخیز ډول زیانمن کړ، نوره د افغانستان خلکو ته نه یوازې دا چې د زغم وړ نه ده، بلکې په هیچا کې د نورې قربانۍ ورکولو توان نه دی پریښی. ټول هیله لري، چې دغې بدمرغۍ ته د پای ټکی کېښودل شي او جګړو ځپلی ملت د سولې مزه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له دېرش کلنۍ وړاندې؛ دغو ۳۰ ټکو ته پام وکړئ!

ژباړه: نسیمه محمدي موږ تر ډېره پر هغو چارو فکر کوو، چې که له مرګه مخکې یې ترسره نه کړو، پښېمانه به یو. ډېر دا ډول کارونه د افرادو ترمنځ مشترک دي. د ژوند پروګرام مو داسې جوړ کړئ چې دغو دېرشو ټکو ته – چې باید له دېرش کلنۍ وړاندې ترسره شي – پام وکړئ. ۱: په پوهنتون کې زدهکړو ته دوام ورکړئ؛ پوهنتون ته تلل لګښت غواړي، خو دا لګښت وروسته په هغه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

استرس مو څنګه په ژوند کې مثبت بدلون راولي؟

کله کله عصبي فشار زموږ روغتیا له خطر سره مخ کوي او د علمي څېړنو پر اساس حتا پر هغه ماشوم هم ناوړه اغېزه کوي چې د جنین په شکل وي. خو ارواپوهان پر دې باور دي چې عصبي فشار تل د انسان نه زیانمنوي، بلکې کېدای شي ځینې استرسونه ښه وي او زموږ د جسمي او رواني روغتیا سبب شي، چې ښه استرس بلل کېږي. د ارواپوهانو په وینا زموږ ژوند پرته له هغه … نور ولولئ
سپورټ

يوه ورځ،دوه هيټريکونه او د راشدخان ريکارډونه!

ليکنه: مدثر دعوت د اسټراليا په بيګ باش ليګ کي پرون راشدخان او حارث رؤف هيټريکونه وکړه. راشدخان د کريکټ د عصري نړۍ يو لا ځوابه لړبغاړی دی، چي د نړۍ په هر کونج کي هرچا منلی دی. که څه هم په بيګباش ليګ کي د راشدخان لوبډلي ۱۳۶ منډي هدف وټاکی،خو سيدني سيکرز لوبډلي هم ياد هدف په ۸ ویکټو په ۱۹م اوور کي پوره کړ. راشدخان پدې لوبه کي هيټريک هم وکړ چي … نور ولولئ
سپورټ

کرېس ګرین د ناقانونه توپ اچونې له امله له توپ اچونې محروم کړل شو.

د اسټرالیایي لوبډلې الراونډر او په بېګ باش لیګ کې د سېډني تندر لوبډلې اف سپېن بالر، کرېس ګرین د جنوري په دویمه د مېلبورن سټارز لوبډلې پر وړاندې توپ اچونه کوله، چې توپ اچونه یې تر سکېنر یا معاینې لاندې راغله. د نوموړي توپ اچونه ناقانوني وبلل شوه او ۹۰ ورځې له هر ډول توپ اچونې منع کړل شو. هغه عمل، چې کرېس ګرین پرې له توپ اچونې منع کړل شوی، په انګلیسي ورته … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان له هېټرېک سربېره اډیلایډ لوبه وبايلله.

راشدخان دا ځل د بېګ باش لیګ په ۲۷ مه لوبه کې د انګلستاني ټام کرن د بالېنګ ځواب ورکړ، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه. ټام کرن، چې انګلستانی بالر دی، د سېډني سېکسرز لوبډلې په ګټه لوبېږي،نوموړي د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول او ۲۲ منډې یې ورکړې. اډیلایډ لوبډله د ټام کرن د ښې توپ اچونې له امله تر ۱۳۵ منډو محدوده کړل شوه. ټام کرن په ۰۳.۰۴ اورونو کې ۲۲ … نور ولولئ
سپورټ

سهيل احمد په هوايي ډګر کي د ګڼ شمير مينوالو د ښه راغلاست سره مخ سو!

ليکنه: مدثر دعوت افغان مسلکي سوکوهونکی سهيل احمد مغلزی پرون کابل ته را ورسيدی. د سوکوهني د فدراسيون د رئيس عبدالله شکيب ستاري په بلنه سهيل احمد مغلزی د چهارشنبې په ورځ کابل ته راورسيدی. مغلزی د حامد کرزي په هوايي ډګر کي د ګڼ شمير مينوالو د ښه راغلاست سره مخ سو،او نوموړي ته يې د ورستيو برياوو مبارکي وويله. مغلزي پدې وروستيو کي خپلو تانرنيايي او انګلينډي سيالانو ته په انګلستان کي ماته … نور ولولئ
سپورټ

زيمبابوې بيرته ټيسټ کريکټ ته را وګرځيده!

ليکنه: مدثر دعوت د زيمبابوې کريکټ بورډ خبر ورکوي چي په روانه مياشت کي به بيا ټيسټ کريکټ ته مخه کړي. که څه هم د کريکټ نړيوالي شورا له لوري د زيمبابوې کريکټ بورډ څخه د لنډ وخت لپاره بشپړ غړيتوب واخيستل سو، خو مياشتي وړاندي بيرته بنديز ترې ليري سو او وبخښل سوه. د زيمبابوې کريکټ بورډ نن اعلان وکړ چي په روانه مياشت کي د سريلانکا سره د ټيسټ لوبو سيريز ترسره کوي. … نور ولولئ