سپورټ

ریال ماډریډ د اسپانیا سوپر کپ اتلولي خپله کړه

تېره شپه د اسپانیا هیواد د سوپر کپ پایلوبه د دوو اسپانویو لوبډلو ریال ماډریډ او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي پکښي ریال ماډریډ په پینالټيو کي اتلاتیک ماډریډ ته په ماتي ورکولو سره یاد جام وګاټه. د دې دوو زورورو لوبډلو ترمنځ لوبه خورا په جم او جوش د زرګونه مینوالو په شتون کي د سعودي عربستان په کوربتوب راپيل سوه. دې دوو ټیمونو لوبه ۹۰ دقیقي صفر په مقابل کي … نور ولولئ
خواړه

د کاکاو ګټې، ځانګړتیاوې او زیانونه؛ دا ټول دلته لنډو کې درته وایو

ژباړه؛ ملیحه ناصري د کاکاو ګټې: انتي اوکسیډانټ لري. د وینې فشار ټیټ ساتي او د لوړېدو مخه یې نیسي. د وینې د ټینګېدو، د رګونو له بندښته او د زړه د سکتې مخنیوی کوي. پولي فینول یې ډېر دی، ځکه نو انتي اوکسیډانټ دی او روغتیا ته ګټه لري. تر چای او قهوې یې کافیین لږ دي. کاکاو تریخ الکالویېد (تینوبرومین اووه)  لري، چې د ادار ځانګړی سیسټم تحریکوي. دا ویټامینونه په کاکاو کې … نور ولولئ
روغه سټه

آیا پوهېږئ چې د بدن د غړو تناسب د سرطان د ناروغۍ په درملنه کې مرسته کوي!؟

ژباړه؛ نسیمه محمدي د بدن تناسب د سرطان کیمیاوي درملنې له پیله وړاندې، د ناروغ د رغېدو له بهیر سره مرسته کوي. د برېټانیا د روغتیا وزارت ویلي، له درملنې وړاندې پړاو کې له ورزش سره د بدن د تناسب پروګرام به ټول ناروغانو ته توصیه شي، چې د سرطان په درملنه کې مرسته وکړي. دا پروګرام په اونۍ کې د دوه ډوله تمرین ترسره کول دي. شدید تنفسي او استقامتي حرکتونه. د روغتیا وزارت … نور ولولئ
سپورټ

د هند په وړاندي مو ټوله ۱۹ کلنه لوبډله په ۴۴ منډو وسوځېده

د افغانستان د کرکیت ۱۹ کلني ملي لوبډلي پرون یکشنبه د هندوستان ۱۹ کلني ملي لوبډله په وړاندي یوه رسمي تمریناتي لوبه ترسره کړه، چي افغان لوبډلي د هند څخه په ۲۱۱ منډو توپير سخته ماته وخوړه. په یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، هند په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. کله چي د افغانستان ۱۹ کلن کرکیټ ټيم د هدف پوره … نور ولولئ
سپورټ

په اسټرالیا کې کريکټ د خيرات ټولولو وسیله شوه!

دا چې د اسټرالیا په ویلز او ځینو نورو سیمو کې وحشي اورلګېدنې ډېر زیانونه اړولي او خلک یې ځپلي دي، اوس د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان کړی چې دغو اور ځپلو خلکو ته د مرستې راټولولو په خاطر یوه خیریه لوبه ترسره کړي، چې پرې پېسې راجمع کړي او خلکو ته یې ورکړي. د اسټرالیا پخواني او تقاعد شوي لوبغاړي به د فبروري په ۸ مه په مېلبورن لوبغالي کې یوه ستره خیریه لوبه … نور ولولئ
سپورټ

د بنګله دېش په سوداګریزو لوبو کې څلور لوبډلې پایلوبې ته د تګ کوښښ کوي.

د بنګله دېش سوداګریزې کرکټ لوبو اووم پړاو چې د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، جمعې په ورځ د جنوري په ۱۷ مه پای ته رسېږي. په دغو لوبو کې له اووه لوبډلو ۳ لوبډلې له سیالیو بهر شوې او څلور نورې لوبډلې تر محوه کوونکو یا ایلیمېنېټر او کوالیقایر سیالیو ته رسېدلي دي. سېلهیټ تندر، کومېلا واري یرز او رنګپور رېنجرز لوبډلې له سیالیو بهر شوي … نور ولولئ
افغانستان

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه؛ د پاکستان حکومت یې مخه نیسي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ستره غونډه چې په بنو کې ترسره کیږي، تر اوسه په کې د زرګونو کسانو د ګډون خبر ورکړل شوی دی او ویل شوي چې لا هم د بیلابیلو سیمو پښتانه دې غونډې ته ور روان دي. پر ټولنیزو شبکو یو شمیر انځورونه خپاره شوي چې د غونډې میدان تقریباً ډک ښکاري او د غونډې شروع کیدو تر وخته شاید دا تعداد له دې هم لوړ شي. د پي ټي ایم … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکي IPL کې به کوم بالران د ډیرو ویکټو اخیستونکي خوله پر سر کړي؟

دا چې د ۲۰۲۰م آې پي ایل سیالیو دیارلسم پړاو دوې میاشتې وروسته د مارچ په میاشت کې پېلېږي، پکې د زیاتو بالرانو اخېستونکو لوبغاړو ته د لوبو په اوږدو کې پرپل یا فِروزه یې خولۍ ورکول کېږي. هر بالر چې زیاتې وېکټې واخلي، نو پرپل کېپ یې پر سر وي. اوس د کرېک ټرکر وېبپاڼې داسې بالران را اخیستي، چې په دوی کې به یې یو دغه خولۍ اخلي. د دغو بالرانو په منځ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مڼې له دې ۱۷ ځانګړتیاوو به نه یاست خبر؛ موږ یې درته وایو 

  مڼه د ډېرو ویټامینونو لرونکې ده، د ورځې د یوې مڼې خوړل مو داکټر ته له تللو څخه ساتي. ۱ – مڼه یو له د سرطان ضد مېوو څخه ده چې بدن مو له سرطاني سلولو څخه ساتي. ۲ – مڼې د کلسترول ضد دي، یعنې هغه څوک چې په ورځ کې یوه مڼه وخوړي، نو د کلسترول کچه یې منظموي او یا یې هم له منځه وړي. ۳ – مڼه انتي اسید خواص … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د مثبت اندۍ ۷ هغه لارې چې شاید تر اوسه مو ورته پام نه وي !

ژباړه او زیاتونه؛ ملیحه ناصري ځینې وخت د انسان پر فکر منفي خبرو وزرې غوړولې وي. دا منفي اندي ټول ژوند اغېزمنولی شي، خو که هغه مهال خپل احساسات بدل کړئ، د خپګان پر ځای لږ څه خوښي حس کړئ، ورو ورو مو ټول ژوند سمېږي او منفي فکرونه مو نه ځوروي. د مثبت فکر لرلو لپاره اووه اسانه لارې درښیوو: ۱ – اروایي ورزش وکړئ: هماغسې چې پر خپلو فزیکي عضلاتو کار کوئ او … نور ولولئ