سپورټ

نړیوال ریکارډ؛ ۷۵ کلن فوټبالر د مصر یوه کلب سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ

د مصر هیواد د فوټبال په درېیمه درجه لیګ کي یوې لوبډلي ۷۵ کلن فوټبالر له ځان سره په تېر د ۲۰۱۹م کال اکتور میاشت کي نیولی وو او قرار داد ئې ورسره امضاء کړی وو. دا لوبغاړی عزالدین بهادر نومیږي، وروسته له هغه به نړیوال ریکارډ جوړ کړي، چي د مصر هیواد د فوټبال په درېیمه درجه لیګ کي د ګډونوالي لوبډلي لپاره ولوبیږي. هغه تر اوسه د یادي لوبډلي لپاره ندی لوبېدلی او … نور ولولئ
سپورټ

شفیق الله غفاري یو ځلي بیا افغان ۱۹ کلنه لوبډله بریا ته ورسوله.

د افغانستان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو ترمنځ په نړیوال جام کي خپله دوهمه لوبه نن چهارشنبه د متحده عربي آماراتو په وړاندي ترسره کړه، چي په ۱۶۰ منډو توپير ئې متحده عربي آماراتو ته ماته ورکړه او د نړیوال جام دوهم پړاو ته ئې لاره پیداکړه. د یادي لوبي پچه افغان لوبډلي وګټله او لومړی ئې د توپوهني پرېکړه وکړه. افغان لوبغاړو په پوره ۵۰ آورونو کي د ۶ لوبغاړو په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

پوهيږئ عاليه بټ ولي خپل مسلک ته رښتينې ده؟

ليکنه: مدثر دعوت عاليه بټ ده باليووډ سينما مشهوره اداکاره ده چي په نړيواله سطحه ډير مينوال لري. که څه هم د عاليې راتګ باليووډ ته په شناخت سوی خو په وړتيا يې هيڅوک سترګي نسي پټولای. عاليه بټ د پروډيسر،ډايريکټر او کيسه ليکونکي مهيش بټ لور ده، همدارنګه د پوجا بټ چي د باليووډ سينما مخکنۍ مشهوره اداکاره ده، خور يې ده. عاليه يو له هغو اداکارانو څخه ده چي ډير سخت کارکوي او … نور ولولئ
افغانستان

کندهار کي د ښوونځيو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ لوبي پيل سوې

د سې شنبې په ورځ مسئولینو د کندهار د عینومیني په وطن لوبځای کي د ۱۶ ښوونځيو د فوټسال لوبډلو ترمنځ د سیالیو پرانیستنه وکړه. په دغه لوبو کي به د کندهار د پوهني ریاست اړوند د ۱۶ ښوونځیو ترمنځ هره ورځ دوې ـ دوې رقابتي لوبي ترسره کیږي. د یادو سیالیو یو تنظیمونکی عصمت الله ریښتین وايي د دغو سیالیو څخه ئې عمده موخه د زده کوونکو د ژمنیو رخصتیو څخه په ګټي اخیستني … نور ولولئ
سینما او موسیقي

افغان فلم نړيوالي جايزې وګټلې!

ليکنه: مدثر دعوت „حوا،مريم،عايشه„ د صحرا کريمي له لوري جوړ سوی لومړنی فلم دی. صحرا کريمي ځوانه فلم جوړوونکې ده،ياد فلم يې په نړيواله سطحه نندارې ته وړاندي کړ چي د فلم جوړوونکو او د مشهورو نړيوالو فلمي لوبغاړو له لوري وستايل سو. د ياد فلم اداکارانو ته د بنګلديش د ډهاکې په اتلسمه نړيوالي نندارې کي د غوره اداکارۍ ايوارډونه ورکړل سوه. د افغان فلم رئيسي پرخپل ټويټر پاڼي ليکلي:دغه جايزې د فلم درې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژور خفګان په اړه؛ دا کیسه درسره مرسته کولی شي

ژباړه: سیف الدین زهیر ما یو تور سپی درلود چې نوم یې خپګان و. هرکله به چې تور سپی راښکاره شو، زه به خپه شوم او احساس به مې وکړو چې هر څه مې بایللي. داسې به برېښېدل چې ژوند ډیر ورو روان دی. هغه کولی شو پرته له کوم دلیله یا موقعې په یوه ناڅاپي لیدنې سره ما حیران کړي. تور سپي به داسې احساس راکاوه ګواکې چې زه له خپل عمر څخه زوړ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ځوانانو ته؛ څنګه مو هڅې ګټورې او مثبتې پایلې ولري؟ دلته یې ولولئ

لیکنه؛ عصمت الله صالح ځوانان د ټولنې هغه برخه ده چې د هر چا (ښځینه او نارینه) سترګې ور اوړي او ډېرې هیلې ترې کېږي، ځکه دغه طبقه د ژوند په هغو شېبو کې قرار لري چې د ټولنیز سمون په خاطر د ډېر کارکولو انرژي لري، یانې ذهن یې دېته چمتو وي چې په لږ وخت کې د ډېرو سالمو فعالیتونو طرحې جوړې کړي، او د دغو طرحو د پلې‌کولو لپاره مناسب جسمي ځواک … نور ولولئ
سپورټ

د سریلانکا ۱۷ کلن لوبغاړي د کرکټ په نړۍ کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

د سریلانکا له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې ۱۷ کلن لوبغاړي ماتېش پتېرانا د جنوري په ۱۹مه د نولس کلنو نړیوال جام پر مهال ۱۷۵ کيلو متره په سرعت سره توپ غورځولی، چې د نړۍ په کچه یې د ستر یا زیات سرعت توپ اچونې ریکارډ جوړ کړ. هغه د هندوستان ۱۹ کلنو لوبډلې خلاف توپ ترسره کړ، چې وایډ توپ و او د کیڼ‌لاسي توپ‌وهونکي شا ته تېر شو. لوبڅار وایډ ورکړ، خو … نور ولولئ
سپورټ

سچېن ټېنډولکر د اسټرالیا اورځپلو لپاره مرسته راټولوي.

سچېن ټېنډولکر، چې د کرکټ په نړۍ کې نه هېرېدونکې څېره بلل کېږي، د ۲۰۲۰م د فبروري په ۸ مه د دوو هغو لوبډلو په منځ کې د یوې لوبډلې روزونکی ټاکل شوی، چې د اسټرالیا وحشي اورځپلو ته د مرستې او اسټرالیایي ډالرو راټولولو په موخه لوبه کوي. دا لوبه چې د بوش فایر فنډ رایزېنګ نوم ورکړل شوی (د اسټرالیا اورځپلو ته) د مرستې راټولولو لوبه؛ د فبروري په ۸ مه د دوو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښځو د اروایي ستونزو لاملونه

لیکنه؛ ملیحه ناصري د انسان پېژندنه ډېره سخته وي. هېڅوک یو کس په بشپړه مانا نشي پېژندلی، خو حداقل په سلو کې شپېته سلنه د یوه چا خوی او عادتونه د تشخیص او پېژندنې وړ وي، ځکه هرومرو یې افکار په کړنو کې راڅرګندېږي. د خلکو ترمنځ داسې خبرې تل ښکته پورته کېږي چې ښځې نشي پېژندل کېدی او هر وخت چې وغواړي، رنګ بدلوی شي. یا هم تر ښځو پورې د (مکارۍ)  کلیمه تړل … نور ولولئ