سپورټ

هلمند او هرات د فوټبال پایلوبه ترسره کوي

تېره پنجشنبه د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو لوبډلو ترمنځ په کابل کي د فوټبال سیالۍ پيل سوې، چي له ډلي ئې د هرات اټک انرژي او د هلمند لیسه ذکور فوټبال لوبډلو پایلوبي ته لاره پیداکړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د هرات اټک انرژي لوبډلي په لومړۍ نیمه پایلوبه کي پرون سهار د پنجشېر پیروزي ټیم ته په ماتي ورکولوسره د لومړۍ لوبډلي په توګه پایلوبي ته لاره پیداکړه. … نور ولولئ
خواړه

دا خواړه د شکر د مخنیوي لپاره ضرور او ګټور دي

لیکنه: ملیحه ناصري شکر یا دیابت هغه ناروغي ده چې زموږ ډېر افغانان ترې ځوروېږي , ان د مړینې لامل یې شي. شکر یوازې همغه ناروغ نه ځوروي, ټول د کورنۍ غړي ورسره ځورېږي او اندېښمن وي ورته. ناڅاپي حملې , د وجود ځینې ځایونو زخمونه یا ټپونه, بېوخته بې لامله ژړا او داسې نورې ستونزې ورته پېښوي چې ټول کور ورته خپه وي. نو هڅه مو وکړه چې ځینې داسې طبیعي خواړه , میوې … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د نړیوال جام په نوم د فوټسال لوبي پای ته ورسېدې

یوه میاشت مخکي د کندهار په لوبستان ورزشي  جمنازیم کي د ۱۶ قوي لوبډلو ترمڼخ د نړیوال جام په نوم د فوټسال ستري لوبي ترسره سوې، چي د افغانستان په نوم د یوې فوټسال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېدې. په لوبستان ورزشي جمنازیم کي د یادو سیالیو مسئول بلال احمد عرفان یاران ته وویل، چي د نړیوال جام په نوم ئې د یاد ټورنمنټ سره سم ګډونوالو لوبډلو ته د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

دې ملازم پخپل لګښت ښوونځي ته درسي خونې جوړې کړي؛ اصلي پيغام یې څه دی؟!

لیکنه: غازي عابد په بدخشان کې یوه ملازم یوه ښوونځي ته په خپل شخصي لګښت درې درسي خونې جوړې کړي دي. د افغانستان د پوهنې وزیر په بدخشان کې د ښوونځي له دغه ملازم ستاینه وکړه. د پوهنې وزارت ویلي؛ وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د قره بلاق لمړني ښوونځي ملازم سخي داد څخه ستاینه وکړه چې د خپلې شخصي بودجې څخه یې په یاد ښوونځې کې درې درسي خونې … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کي د سنوکر ټاکنیزي لوبي پيل سوې

د مسئولینو په خبره پرون چهارشنبه په مرکز کابل کي د افغانستان ملي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د سنوکر لوبي پيل سوې. د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي په دې سیالیو کي د هیواد د بیلابیلو ولایتونو څخه ۵۰ تنه لوبغاړو ګډون کړی، چي له ډلي ئې ۲۸ لوبغاړو د ولایتونو څخه او پاته نورو لوبغاړو بیا د مرکز کابل څخه ګډون کړی. د یادي کمېټې په خبره، چي … نور ولولئ
افغانستان

د کونړ د بولډروال پر پروژه د فساد تورونه؛ پروژو کې فساد او غبن ته څوک لار پرانیزي؟ 

لیکنه: عصمت الله صافی تاسې به، په پروژو کې د فساد په اړه ډېر اورېدلي وي؛ خو لږ شمېر به ستاسې له ډلې داسې وي، چې د کره ثبوتونو له مخې نیوکې کوي. معمولا، د پروژو د پیلیدو او سرته رسېدو امتیاز لوړ پوړي چارواکي اخلي، د خپلې دندې د بقا لپاره اړ وي، چې په یوې لویې غونډه کې رابلل شویو ته وښايي، چې د خلکو د هوساینې او ستونزو له منځه وړلو لپاره شپه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د شخصیت د ګډوډۍ نښي؛ نښې او علاج یې دلته درته وایو 

تر ټولو د مروجو ګډوډ شخصیتونو څخه د سرحدي شخصیت ګډوډي ده. د سرحدي ګډوډیو شخصیتونو نښي: سرحدي ګډوډ شخصیتونه تر ټولو له مروجو ګډوډیو څخه دی چې له بده مرغه مخ په پرمختګ کې ده، هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته دي، دوامداره ځان غوښتنه لري، د وګړو ترمینځ اړیکي یې هم نه پاتېدونکي دي. هغوی د ملګرو یا خپل معشوق سره ډېري پخوانۍ اړیکي لري خو له سختیو ډکي اړیکي دي او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د هوښیارو او با هوښه وګړو ۱۵ ځانګړنې؛ ولولئ چې تاسې یې لرئ کنه !

ژباړه: نسیمه محمدي زمونږ شاوخوا زیات شمېر با هوشه خلک اوسي او د هغوی په څېر کېدل غواړو. دلته د دې وګړو ۱۵ ځانګړنې درپېژنو، چې په ژوند کې یې ځانته بېلګه وګرځوئ او په پوه شخص بدل شئ. هوښیار وګړي انتقاد منونکي وي ډېری یې خپلې وړتیاوې او پوهه د نورو پر مخ نه راوړي، ځکه زیاته پوهه د دوی په اند طبیعي ورکړه ده، یواځې خوښوي د نورو له پامه لرې خپل آزاد … نور ولولئ
اقتصاد

سپینه طلا او په اړه یې څو خبرې

ژباړه: نسیمه محمدي زېړه طلا د ډېری مېرمنو لپاره ستړې کوونکې او نه خوښېدونکې شوې. د نقرې سره د سپینې طلا ترکیب، د هغې ځلا او ظرافت ته زیاتوالی بښي، داسې لکه سره زر چې د نورو موادو سره ګډوي او ځلېدونکي تر سترګو کېږي او مونږ په تېروتنې سره فکر کوو، چې دا ځلا خپله د سرو زرو ده. په کُلي ډول سپینه طلا د ناخالصې طلا د نورو فلزاتو لکه بالادیوم او نکل … نور ولولئ
سپورټ

د محمد حفیظ پر توپ اچونې بندیز ولګیدی!

پاکستانی الراونډر محمدحفیظ د انګلستان کرکټ بورډ له خوا له توپ اچونې منع کړل شو. د انګلستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۴ م کال کې هم پر هغه د ناسم بالېنګ اکشن له امله بندیز لګولی و. محمدحفیظ چې ۳۹ کاله عمر لري په ښي لاس اف برېک توپ اچونه کوي، چې زیاتره وخت کیڼ لاسي توپ وهونکي ژر سوځوي. ده باندې په تېرو کلونوکې انګلستاني بېن سټوکس هم انتقاد کړی و، چې د توپ اچونې … نور ولولئ