په زړه پورې

سعودي د خپل یو لوی شتمن د تښتیدلې لور د ستنولو هڅې کوي

اتلس کلنه رهف محمد القنون د سعودي د لوی شتمن محمد متلق القنون لور ده، چې له کويت څخه اسټرلیا ته تښتیدله؛ خو په بنکاک کې نیول شوې، پاسپورت يې ضبط شوی او اوس بې برخلیکه ده. بنکاک کې د سعودي د کونسلګرۍ چارواکي غواړي، دا جلۍ بیرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړي؛ خو اغلې رهف وايي، چې که کورنۍ ته يې د بیرته ستنولو کوښښ وشي، ځان وژنه به وکړي. رهف د خپلې تیښتې … نور ولولئ
افغانستان

متنازع خو وفادار ویاند؛ مرتضوي د غني لپاره د مرچو جوس وڅښه

بشر دروېش د ارګ په مخکینیو او اوسنیو ویاندویانو کې شاه حسین مرتضوي له دې کبله زیات مشهور او متنازع دی، چې د حکومت او شخصا ولسمشر زیاته دفاع او پر منتقدینو یې د نورو حکومتي ویاندویانو برعکس وخت په وخت لفظي بریدونه کوي. په تازه ورځو کې مرتضوي له جدي بحثونو وراخوا د یوه خصوصي تلویزون په یوه تفریحي پروګرام(کاکتوس) کې څرګند او ځینې ناویلې خبرې یې وکړې. په دې لیکنه کې د دې … نور ولولئ
کلتور او هنر

۲۰۱۸ د هندي سينما د خانانو لپاره ناکام کال

پر هندۍ سېنما راج چلوونکي درې واړه خانان په ۲۰۱۸ کال کې ښه ونه ځلیدل او ناکام فلمونه یې پر سېنما روښانه شول. عامر خان، سلمان خان او شارخ خان هغه فلم ستوري دي چې ډېر کله یې سېنما ته کامیاب او د ډېرې ګټې لرونکي فلمونه وړاندي کړي دي. ۲۰۱۸ کال د دغه فلم ستورو لپاره ځکه ښه نه وه چې یو هم ونه شو کولی خپل فلم کامیاب کړي او ناکام شول، په … نور ولولئ
سیاست

د امریکا هغه ولسمشر چې د موچي زوی و

ژباړه: محمد عزيز پردېس ابراهام لېنکلن د يو موچي زوی و. د هغه پلار به د مهمو سياسي څېرو بوټان ګنډل او جوړول. لېنکلن وروسته له کلونو کلونو هڅو څخه په دې وتوانېد چې د امريکا ولسمشر شي. هغه چې کله د سنا مجلس ته خپله لومړنۍ وينا کوله، نو د مجلس استازي ترې په دې خاطر خفه او ناخوښه و چې دی ولې ولسمشر شوی دی. د وينا څخه وړاندې د مجلس يو استازي … نور ولولئ
ادبیات

د دانش خوږه شاعري او د اورولو ځانګړی انداز

دا لور دې سکول ته بوځه ښه، په لور دې سبق ووایه په دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلا لارې دي په کوزه پښتونخوا کې زما د خوښې شاعرانو له ډلې يو هم پروفیسور “بخت زاده دانش” صیب دی. دانش صیب د ډېرو داسې صفاتو څښتن دی، چې زه نه یوازې ترې متاثره یم بلکې کله کله مې رخه وشي، چې ولې داسې صفتونه زه نه لرم. یو صفت یې د شعر د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

درواغجن خلک داسې وپيژنئ

ژباړه: عمران لمر شايد ډېری وختونه د نورو دروغ ويل مونږ ته بدې پایلې ولري او ځينې بدې پېښې رامنځته کړي؛ نو په دې خاطر ډېره مهمه ده چې تاسې په خپل ځان کې دا مهارت تقويه کړئ چې هغه کس وپېژنئ چې تاسې ته درواغ وايي او پوه شئ چې کوم وخت ستاسې د دوکه کولو په حال کې دی. مخکې د دې نه چې د درواغجنو د پېژندلو مطلب پيل کړم؛ بايد ووايم … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ماشومان د کتاب لوستو په سیالۍ کې برخې اخیستو ته وهڅوئ

د کتاب لوستلو سیالۍ تر ډېره په ښوونځیو کې ترسره کېږي؛ خپل ماشومان مو وهڅوئ چې په دې ډول سیالیو کې برخه واخلي. که مو یوځل ماشوم د کتاب لوستلو په سیالۍ کې د بریالیتوب خوند ولید، بیا به هېڅکله هم په دې ډول سیالیو کې د ګډون چانس له لاسه ورنه کړي او که پکې بریالی نه شو هم، تاسو باید خپل ماشوم وهڅوئ، څو د دویم ځل لپاره پکې برخه واخلي. کله کله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د رښتيني ژوند ۱۰ په زړه پورې او نه باوریدونکي حقايق

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پرديس که تاسو فکر کوئ چې ژوند اسانه دی، تېروتي ياست. ژوند اسانه نه، بلکې ستونزمن دی. همدا انسانان دي چې په خپلو فکرونو، خبرو، کړنو او چلندونو ژوند د ځان لپاره اسانه کوي. په دې ليکنه به د رښتيني ژوند ۱۰ په زړه پورې او نه باوروونکي حقايق تاسو ته وړاندې شي: ۱) يوازې خپل ځان سره مو رقابت وکړئ. هرکله چې متوجه شوئ چې خپل ځان مو له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له خوب نه مخکې دا کارونه مو ګډ ژوند نېکمرغه کوي

ژباړه: بشر دروېش د ځینو خلکو ګډ ژوند بې دلیله نېکمرغه او د نورو د پام وړ نه وي؛ هغوی ځینې عادتونه او اصول لري، چې عمل ورباندې کوي او په پایله کې یې خپل ژوند نېکمرغه کوي. په دغو عادتونو او برخو کې یوه مهمه یې خوب دی. خوب د ګډ ژوند ترټولو مهمه برخه ده، ځکه خوب دی، چې د یوه ژوند دوه شریکان پکې یو ځای کیږي او د ژوند د یو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ماشومانو ته مو دا ۱۰ جملې هیڅکله مه وایئ

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي د ماشومانو د ښې روزني او پالني په موخه اړینه ده چي پوه سئ هغوی ته کومي جملې مناسي دي او په کومو جملو سره باید د خپلو ماشومانو سره خبري وکړئ. زموږ سره په دې لیکنه کي مله اوسئ څو هغه ۱۰ جملې در وپېژنو چي هیڅکله ئې باید خپلو ماشومانو ته ونه وایاست: ۱- ستا له پاره مي هرڅه کړي دي ستاسي ماشوم ددې جملې په اورېدو سره … نور ولولئ