سینما او موسیقي

سلمان خان د کپيل شرما او سونيل ګروور ترمنځ سوله وکړه.

ليکنه: مدثر دعوت د سلمان خان د ورور سهيل خان کليزه کي د باليووډ سينما ځينيو ستورو هم ګډون کړی وو. سهيل خان چي د سلمان خان کشری ورور دی په خپلي کليزي کي يې د خپلوانو تر څنګ د خپل مسلک ملګري هم راغوښتي وه. نيها ډوپيا، انجد بړي،جنليا،ريتيش ديشموک،هميش ريشميا، کپيل شرما او سونيل ګروور ترڅنګ نورو مشهور باليووډي اکټران او سندرغاړو هم کليزي کي ګډون کړی وو. سونيل ګروور او کپيل شرما … نور ولولئ
سپورټ

د هلمند لیسه ذکور فوټبال ټيم نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه

د تیري پنجشنبې په ورځ د هیواد په اتو زونونو کي د اتو اتلو لوبډلو ترمنځ په کابل ولایت کي د فوټبال ټورنمنټ پيل سو، چي د هلمند لیسه ذکور لوبډلي پکښي د دوو بریاوو او یوې ماتي په خوړلو سره نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه. په یادو سیالیو کي د سویلي حوزې څخه د هلمند لیسه ذکور لوبډلي ګډون کړی، چي د لومړۍ لوبډلي په توګه ئې نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه. دې لوبډلي … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار والي: ۱۴ سوه ميليونه افغانۍ عوايد لوړ شوي او امنیت ښه شوی

ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د اداري مجلس په غونډه کې وويل، چې سږکال د دې ولايت عوايد د تېر کال په پرتله څوارلس سوه ميليونه افغانۍ زيات شوي دي. دا اداري غونډه د مرغومي په دویمه په ولایت مقام کې جوړه شوې وه. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې مجلس کې ویلي؛ سږکال د ښه مديريت او شفافيت له امله د کانال او ښاروالۍ له عوايدو پرته په داسې حال کې، چې … نور ولولئ
سپورټ

د موتای افغان لوبغاړو په آسیایي سیالیو کي ۴ مډالونه وګټل

 د موتای په آسیایي سیالیو کي د افغانستان د موتای ملي لوبډلي ۴ بیلابیل مډالونه ترلاسه کړه.  د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، چي په دې سیالیو کي افغان ټیم ۱ د سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۲ بیا د برنزو مډالونه خپل کړل.  یادو سیالیو کي له افغانستان نارینه او ښځینه دواړو لوبغاړو ګډون وکړ، چي پکښي شبنم حسین زاده په ۴۸ کیلو ګرام وزن کي د چین په وړاندي د … نور ولولئ
رسنۍ

د فوټبال یو افغان لوبغاړی د پولنډ په لیګ کي تر ټولو غور لوبغاړی راغلی

د پولنډ هیواد د فوټبال لومړۍ درجه لیګ تر نیمايي رسېدلی، چي د مینوالو څه د ډیرو رایو په خپلولو سره افغان لوبغاړی حیدري د پولنډ لیګ تر ټولو غوره لوبغاړی ټاکل سوی. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي تکړه بریدګر لوبغاړی عمران حیدري د پولنډ هیواد په لومړۍ درجه لیګ کي د خپلي لوبډلي په ګټه خورا ښه لوبیږي او د ګڼو ګولوهنو په مټ ئې خپله لوبډله بریاوو ته رسولې.  حیدري اوس د … نور ولولئ
سپورټ

کولي ژمنه پوره کړه، خو شاه رخ خان بیا ځاځي سره وفا ونه کړه

ویرات کولي د ډیل سټین په اړه خپله ژمنه پوره کړه؛ خو شاهرخ خان بیا ځاځي سره په ژمنه کې پاتې راغی ویرات کولي د سویلي افریقا د فسټ بالر ډیل سټین په باره کې د آې پي ایل له بولي مخکې ویلي وو، چې په هر قېمت وي، ډیل سټین اخلي او نه یې پرېږدي. ډیل سټین چې د سویلي افریقا چټک بالر دی، په ۲۰۱۸ م کال او له هغه وړاندې کال کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ستونزو څو اسانه حللاره

لیکنه: ملیحه ناصري هر انسان د ژوند هسکې ټیټې تجربه کوي, له سختیو او کړاوونو سره به مخ کېږي. داسې هم کېږي چې د ستونزو په ګرداو کې دومره راګیر شي چې حللاره یې ترېنه ورکه شي. دلته مو څو ټکو ته نغوته ( اشاره ) کړې چې کولی شي ستونزې مو ژر دلته حل کړي. او دا یې باوري حللارې دي: پر ستونزو مو هر اړخیز غور وکړئ. لومړی یې ماهیت او څرنګوالی مالوم … نور ولولئ
سپورټ

په ۲۰۱۹ز کال کي چا تر ټولو ډير ويکټي اخيستي؟

ليکنه: مدثر دعوت هغه توپ اچوونکي چي سږکال يې په يو ورځني کريکټ کي ترټولو ډيري ويکټي اخيستي. تير کال راشدخان د کريکټ په يو ورځني او شل اووريز فارمټونو کي د مخکښو توپ اچوونکو څخه وو ،خو سږکال ورسره بخت ياري نده کړې او د محمدنبي سره يوځای د ليست په وروستيو کي ښکاري. په ۲۰۱۹ز کال کي تيز توپ اچوونکي په ويکټو کي تر سپينرانو مخته دي، شايد لامل يې نړيوال جام وي … نور ولولئ
سپورټ

په ۲۰۱۹ز کال کي تر ټولو ډيري منډي چا کړي؟

ليکنه: مدثر دعوت د نړيوال کريکټ هغه توپوهونکي چي په يو ورځنيو لوبو کي يې سږ کال تر ټولو ډيري منډي کړي. په ۲۰۱۹ز کال کي د کريکټ تر بل هر فارمټ يو ورځنۍ لوبي ډيري ترسره سوې. ځکه تر نړيوال جام وړاندي د امادګۍ لوبي د نړيوال جام ، او تر نړيوال جام وروسته د نړۍ د قوي لوبډلو ترمنځ زيات شمير يو ورځنۍ لوبي ترسره سوې. خو شايد تاسو ته نه وي مالومه … نور ولولئ
سپورټ

د پولارډ په صفر سوځیدل او د ویرات کوهلي غوسه.

پولارډ چې اوسمهال ښه ټچ او فوم کې دی، د هندوستان پر وړاندې یې یوه شل اوریزه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې خورا ښه توپ وهنه وکړه او د ده فوم د دې علت شو، چې د ویرات کولي قهر او غوسه راوپاروي. خو ویرات کولي ته هیڅ موقع په لاس نه ورتله، چې په پولارډ خپله غوسه سړه کړي. بالاخره د ویرات کولي د غوسې لپاره د هند او ویسټ انډیز ترمنځ دوه … نور ولولئ