سپورټ

فرهان یوسفزی: د اماراتو او اسټرالیا ویشتن ځایونه سره برابر دي!

د تېرې اونۍ په اوږدوکې د کرکټ بورډ له خوا ازمایل شوی لوبډلمشر اصغر افغان یو ځل بیا لوبډلمشر وټاکل شو، دې پرېکړې یو ځل بیا لکه د اصغر د لرې کولو په څېر جنجال راپورته کړ. له نړیوال جام وړاندې ګلبدین نایب لوبډلمشر شوی و او اصغر افغان له لوبډلې لرې شوی و؛ هغه مهال اصغر افغان مرور و او ځېنې افغان تجربه کاره لوبغاړي، چې افغانانو پرې حساب کاوه په نفاق او عقده … نور ولولئ
سپورټ

د افغان کرکټ زوال ته ټولو مټې رانغښتي – قسیم هلال

افغان کرکټ ورځ په ورځ په ښکته روان دی، دا خو ټولو ته معلومه ده چې څومره تشویق او مینه افغانانو، افغان کرکټ لوبغاړو ته ورکړې، بل هیچاته په افغانستان کې نده ورکړل شوې. دا چې چا کله او له کوم ځایه کرکټ راشروع کړ لدې موضوع یې تیریږم او په وروستۍ موضوع چې د لوبغاړو تر منځ خپلمنځي اختلافات دي. پدې اړه غواړم خپل نظر ولیکم: نسیم دانش د پیسو په زور د دوهم … نور ولولئ
سپورټ

سبا هند او ویسټ انډيز د یو ورځنیو لوبو لړۍ پيلوي

د هندوستان او ویسټ انډيز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په کوربتوب د درو شل آوریزه سیالیو وروسته سبا یکشنبه د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلیږي. د هند او ویسټ انډیز ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه ئې لومړۍ لوبه سبا یکشنبه غارمه ۱ بجه پیلیږي. دا دوې لوبډلي دوهمه یو ورځنۍ لوبه راتلونکې چهارشنبه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه بیا د راتلونکي اونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي. هندیانو … نور ولولئ
سپورټ

نن بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال ټيم سره لوبیږي

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۷مي اونۍ په لوبو کي نن ماښام د کابل په وخت ۷:۳۰ بجې بارسلونا د ریال سوسیداد فوټبال  لوبډلي سره لوبیږي. دا لوبه د ریال سوسیداد لوبډلي په کوربتوب په ریل ارینا فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي، چي په زرګونه مینوال ځایوي او دا لوبه به په زرګونه مینوال په ژوندۍ بڼه په یاد لوبغالي کي له نژدې وګوري. د دې لیګ په نورو لوبو کي نن مازدیګر ۴:۳۰ … نور ولولئ
سپورټ

کندهار کي د ناکامورا په نوم د ماشومانو کرکیټ لوبي پيل سوې

د مسئولینو په خبره پرون جمعه د کندهار په عینو ښار ګوټي کي د ډاکټر تیتسو ناکامورا په نوم د ماشومانو ترمنځ د کرکیټ لوبي پيل سوې، چي پکښي ۶ لوبډلو ګډون کړی. دا لوبي د کندهار پیوند مدني ټولني لخوا جوړي سوي، چي ګډونوالي ۶ لوبډلي د کندهار پنجوايي، ژړۍ، ډنډ، ارغنداب، میوند او دامان ولسوالیو څخه دي. د یادو سیالیو مسئول او د پیوند مدني ټولني د سپورټ څانګي مسئول زمري اکبري یاران … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ددغو ځانګړنو او عادتونونو لرونکي د خلکو له پامه بد راځي

لیکنه: قطار ظفري انساني ټولنه له مختلفو څېرو او بېلابېلو فکرونو جوړه ده، معلومه خبره ده ، چې هر انسان ځانګړی اند لري، چې د یاد اند په شتون کې بیا د خپل ژوند تګلاره ټاکي. خو په نننۍ معاصره نړۍ کې ځیني انسانان تر نورو ډېر خواږه، ځیرک او مینناک وي او ځیني یې نفرت، وېره، شیطانت… خوښونکي او کونکي وي. دلته د هغو انسانانو ځانګړتیاوې او عادتونو درسره شریکو کوم، چې د خلکو … نور ولولئ
سپورټ

په کريکټ کې ستر نو او پراخ توپ.

د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې ویسټ انډیزي کیڼ لاسي بالر کرېشمر سېنټاکي تر ټولو ستر وایډ او نوبال ترسره کړ. کرېشمر هغه مهال تر سکېنر یا د کتونکي ماشین تر څارونکې سترګې لاندې راغی، چې د سېلهېټ تندر لوبډلې لپاره یې توپ اچونه کوله. د چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر په یوولسمه نېټه د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ پیل شو، چې دې لیګ کې لومړۍ لوبه د سېلهېټ تندر لوبډلې وه، چې … نور ولولئ
سپورټ

د قطر لس اوریز لیګ درې ورځې وروسته پای ته رسېږي.

د قطر لس اوریز کرکټ لیګ د ډېسمبر په ۷ مه نېټه د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شو؛ خو دا چې ځېنې افغان لوبغاړي په لس اوریز لیګ کې اخېستل شوي وو، ورسره جوخت د بنګله دېش په سوداګریز لیګ کې هم اخېستل شوي وو، چې په همدې وجه ځېنو افغان لوبغاړو لس اوریز لیګ پرېښود او پرځای یې د بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ ته ولاړل. د بنګله دېش لیګ کې … نور ولولئ
سپورټ

افغان اتل سهیل احمد مغلزی تانزانیایی سیال سره مخ کیږي.

د سوک وهنې اتل سهیل احمد مغلزی دا ځل د ډیسمبر په ۱۴ مه نیټه د انګلستان په یارک هال کې لس رونډه لوبه د تانزانیایي سیال بنسون نایلاویلا سره کوي. د سهیل احمد دغه سیال تر اوسه ۱۲ رسمي لوبې کړي چی په لسو کې یی بریاوې ترلاسه کړي او یوازې دوه هغه یې بایللي دي. افغان بوکسر سهیل احمد مغلزي ۱۵ رسمي مسلکي لوبې کړي چی په ۱۴ کې یې بریاوې او یوازې … نور ولولئ
سپورټ

رحمان الله ګربز په بي پي ایل کې د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود.

د بنګله دېش اووم پړاو سوداګریز کرکټ لیګ، چې د چهارشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۱ مه نېټه د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې پیل شو، پکې اته افغان لوبغاړي اخېستل شوي دي. د دغو لوبغاړو په منځ کې رحمان الله ګربز، چې له کولنا ټایګرز لوبډلې سره لوبېږي، د جمعې په شپه د ډېسمبر په ۱۲ مه نېټه چټکه نیمه سلیزه ووهله او د بي پي ایل لوبو په تاریخ کې د … نور ولولئ