روغه سټه

د ويښتو د پالنې لپاره د جلدي متخصص لس سپارښتنې

لیکنه: ډاکتر رویندرا – په هندوستان کې جلدي متخصص ژباړه شمیم اتل 1- ويښته د وجود د بل هر غړي په څیړ خوړو ته اړتیا لري. نو تاسو په متوازن، صحي او پر وخت خوړو تمرکز وکړئ. ډاډمنه کړئ چې په ورځنیو خوړو کې مو کلسیم، اوسپنه، او پروتین شامل دي. وربشې لرونکي او جوار لرونکي خواړه د ویښتو له ښې ودې سره مرسته کوي. همدارنګه ترکارۍ او وچې او تازه میوې هم د ويښتو … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ لس هغه ژبې چې ډیر خلک پرې خبرې کوي

دا چې په نړۍ کې پر کومو ژبو څومره خلک خبرې کوي؟ هم د ژبپوهنې او هم د ټولنپوهنې له کبله یې معلومول ګران کار دی. په لویو ژبو کې موجودې لهجې او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې. خو د ژبو په اړه وروستۍ خپاره شوي معلومات د نړۍ (۱۰ ) هغه ژبې چې تر ډیر خلک پرې خبرې کوي داسې لیست کړې دي. البته دا لیست د … نور ولولئ
پوهنه

ټکي په ټکي لوستل د مطالعې غوره لاره نه ده

لیکواله: شیبا لینګ ژباړه: شاهین ټکی په ټکی لوستل د مطالعې تر ټولو بده طریقه خو زموږ او ستاسې له ډلې څخه ګڼ ملګري هره ورځ دا ډول لوستل کوي. موږ ټولو غواړو، چې خپل کتابونه او د مطالعې پاڼې څومره ژر چې امکان لري، له لوستلو خلاصې کړو او د متن په اصلي موخه ځان پوه کړو. ډیر کله داسې هم شوي، چې تاسې یو څه لولئ؛ او چې تر یوځای پورې يې ولولئ، … نور ولولئ
په زړه پورې

بیت المقدس، د الاقصی جومات او نور سپیڅلي اسلامي ځایونه په ۳۶۰ درجې عکاسۍ کې

ددې لپاره چې الاقصی جومات په 360 درجو یعنې هره خوا وګوورئ،  خپل موبایل ټیلفون وڅرخوئ چې د ویډیو زاویه بدلولی شئ. که پر کمپویټر یې ګورئ نو کمپویټر موز پر دې کمره څرخولی او هره خوا چې وغواړئ کتلی شئ.  له الجزیرې انګلیسي څخه د لوړ کیفیت د ۳۶۰ درجو په کمره تاسو کولی شئ د مسلمانانو د درییم سپیڅلي ځای الاقصی جومات دننه او شاو خوا په ډیرو جزییاتو وګورئ. دلته په میلونونو … نور ولولئ
سپورټ

نېدرلېنډ د غوراوي جام سیالیو اتل شو

د غوراوي جام سیالۍ چې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ۱۴ لوبډلو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې وې؛ پرون د نومبر په دوهمه نېټه یې اتلولي نېدرلېنډ یوړه. ۱۴ سیالې لوبډلې په دوه ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. په ای ګروپ کې پاپوا نیوګیني، نېدرلېنډ، نمېبیا، سکاټلېنډ، کینیا، سېنګاپور او برموډا شامل وو. په بي ګروپ کې بیا ایرلېنډ، عمان، عربي متحده امارات، کاناډا، … نور ولولئ
خواړه

د تریخ چای څښلو ۱۹ ګټې او خاصیتونه

ژباړه: نسیمه محمدي معمولا له سهارنۍ خوړلو پرته، انسان تاند او تازه نه اوسي. ځیني خلک د تازه اوسېدو لپاره قهوې ته مخ کوي. ځینې نور بیا د قهوې پر ځای، د روغتیایي خواصو له امله، چای ټاکي. زیاتره خلک په دې باور دي، چې چای د قهوې په پرتله ښه دی. دلته درسره د تریخ چای په اړه خبرې کوو. چای او قهوه د کافئین درلودونکي ، اصلي ماده، چې تاسې ويښ او سرحال … نور ولولئ
سپورټ

د کراټې افغان لوبغاړو ایران کي مډالونه ګټلي.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د کراټې ملي لوبډلي د ایران په کوربتوب د ګلستان کپ په لومړي پړاو سیالیو کي درې بیلابیل مډالونه ګټلي او د یادو مډالونو په ګټلو سره ئې درېیم مقام خپل کړی. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغان لوبغاړو په یادو سیالیو کي دوه د سرو زرو او یو بیا د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ. د افغانستان د المپيک ملي کمېټې پر رسمي فیسبوک پاڼه راغلي، چي یاد … نور ولولئ
سپورټ

روهېټ شرما وایي، لوبډله به د ویرات کولي په څېر ښه رهبري کړم!

سمیع الله درانی هندوستان او بنګله دېش د دوشنبې په ورځ د نومبر په ۴مه نېټه د درې شل اوریزو او دوه ټېسټ لوبو سیریز پيلوي. بنګله دېشۍ لوبډله اوس په هندوستان کې ده او لوبو لپاره چمتووالی نیسي. روهېټ شرما اوس د هندۍ لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی او د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې د روهېټ شرما په لوبډلمشرۍ کې هندۍ لوبډلې اتلولي یوړه. شرما په خپله لوبډلمشرۍ کې څلور ځلې د … نور ولولئ
سپورټ

د لومړي ځل لپاره عربستان کي د ښځو ترمنځ د رسلینګ لوبه ترسره سوه.

ليکنه: صابرحميدي د ښځینه وو ترمنځ د رسلینګ دا لوبه د عربستان هیواد په پلازمېنه ریاض کي وړمه شپه ترسره سوه، چي له ځان سره ئې د ډیرو مسلمانانو غبرګونونه درلودل. دا لوبه د ریاض ښار په ملک فهد لوبغالي کي د امریکايي او کاناډايي ښځینه لوبغاړو ترمنځ ترسره سوه، چي دواړي لوبغاړي میدان ته د نورو لوبو په پرتله په عادي لباس کي میدان ته کښته سوې او لوبه ئې ترسره کړه. د ناتالیا … نور ولولئ
سپورټ

ګريډ ون سيالۍ د سباوون په بريا پيل سوې.

ليکنه: مدثر دعوت هلمند کي د ۸ لوبډلو ترمنځ لومړۍ درجه سيالۍ پيل سوې. د لومړی درجه سياليو لومړۍ لوبه کي سباوون کريکټ لوبډلي د صالح محمد خان اڅکزي لوبډلي ته ماته ورکړه. د لوبي پچه سباوون وګټله او په پوره ۲۰ اوورونو کي يې ۲۱۰ منډي هدف وټاکی. د سباوون لپاره همراز ۷۴،محمد يوسف ۵۹ او فيض الله ۳۲ منډي وکړې. د شهيد صالح محمد خان لوبډلي لپاره عبدالرحمن او نوراحمد دوې دوې ويکټي … نور ولولئ