سپورټ

افغان فوټبال لوبډلي د هند سره لوبه مساوي کړه!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان فوټبال ملي لوبډله پرون پنجشنبه ماښام په خپل کوربتوب د تاجکستان هیواد په دوشنبې ښار کي د هند فوټبال ملي لوبډلي سره ولوبېده، چي لوبه یو ګول په مقابل کي د یو ګول په مساوي ډول پاي ته ورسېده. یاده لوبه چي تر ډېره د افغان لوبغاړو په واک کي وه، د لوبي په لومړۍ نیمایي کي افغان لوبډلي ۱ ګول د هند ملي لوبډلي ته ورکړ. کله چي دوهمه نیمایي … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلي ویسټ انډیز ته لومړۍ شل آوریزه لوبه وبایلله.

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان او ویسټ انډیز کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې پرون پنجشنبه لومړۍ لوبه ترسره سوه، چي افغان ټیم د ۳۰ منډو په توپیر د ویسټ انډیز څخه ماته وخوړه. د یادي لوبي پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او د توپ اچوني پرېکړه ئې وکړه. ویسټ انډیز په ټاکلو ۲۰ آورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره … نور ولولئ
سپورټ

ایمرجينګ سياليو کي پاکستان په ۸ ويکټو افغان لوبډلي ته ماته ورکړه.

ليکنه: مدثر دعوت د اسيا ايمرجينګ کپ سيالۍ نن سهار پيل سوې. په لومړۍ لوبه کي پاکستان وکولای سوه چي افغان لوبډلي ته په ډيري اسانۍ سره ماته ورکړي. د لوبي پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپوهني پريکړه وکړه. افغان توپ اچوونکو د ۴۲،۲ اوورونو په لوبولو سره په ۱۰ ويکټو يوازي ۱۳۸ منډي وکړې. د افغانستان لپاره په توپوهنه کي ترټولو ډيري منیراحمد کاکړ ۴۱،بهيرشاه محبوب ۱۷ او وحيدالله شفق ۱۶ منډي … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان تر ۱۰ کلن ځنډ وروسته د ټیسټ کريکټ کوربتوب کوي.

ليکنه: مدثر دعوت وروسته له ۱۰ کلونو پاکستاني مينوال ټيسټ کريکټ په خپل کور کي ننداره کوي. د پاکستان کريکټ بورډ اعلان وکړ چي سريلانکايي لوبډله چمتو ده ترڅو راتلونکې ډسمبر مياشت کي د ۲ ټیسټ لوبو لپاره پاکستان ته راسي. سريلانکايي لوبډله مياشت وړاندي هم پاکستان ته تللې وه او هلته يې شل اووريزي او يو ورځنۍ لوبي ترسره کړې. پاکستاني مينوال له ډيره وخته پدې هيله او ارمان وه چي په خپل کوربتوب … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګیشکر سختې ناروغۍ له امله بستر ده

د هندۍ د موسیقۍ ملکه لتا منګیشکر د روغتیایي حالت د خرابولي له امله نږدې روغتون ته وړل شوي. د معلوماتو له مخې به روغتون کې نوموړې سندرغاړې په عاجله خونه بستر شوې او د څارنې لاندې ده. هندي رسنۍ وایي چې شاوخوا ۹۰ کلنه لتا منګیسکر د ساه بندۍ ستونزه لرله چې خبره ان تر روغتون ورسېده. د دې لپاره چې په ښه ډول يې ساتنه وشي د ډاکټرانو د لارښوونې په اساس په … نور ولولئ
سپورټ

شېن واټسن د اسټرالیا د کرکټ شورا مشر وټاکل شو.

ليکنه: سمیع الله درانی د اسټرالیا کرکټ بورډ د خپلې کلنۍ غونډې په ترڅ کې د نومبر په ۱۲ مه نېټه د سه شنبې په ورځ ۳۸ کلن تقاعد شوی اسټرالیایي الراونډر شېن واټسن د خپل کرکټ بورډ شورا مشر وټاکه. له دې وړاندې هم واټسن د بورډ د لس کسیزې برخې غړی و او اوس یې مسئولیت او صلاحیت لا زیات شو. له واټسن سره په خوا کې درې نور کسان؛ د اسټرالیا چټک … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سلمان خان له فلمه د پاکستان د نوم په خاطر د راحت فتح علي سندرې لري کړې

د هندي سینما مشهور فلم ستوري سلمان خان د خپل راتلونکي نوي فلم (دبنګ۳) څخه د پاکستان مشهور سندرغاړې راحت فتح علي خان سندرې لري کړي دي. اټکل دی چې دغه فلم به ډېر ژر د سینما په پردو روښانه شي او دخپرېدو لپاره یې چمتووالی روان دی. د معلوماتو له مخې راحت فتح علي خان د دغه فلم لپاره دوه سندرې ویلي او ریکارډ کړې کړې وې خو د پاکستان او هند تر منځ … نور ولولئ
سپورټ

لس اووريز لیګ د جمعې په ورځ پېلېږي.

ليکنه: سمیع الله درانی د عربي متحده اماراتو سوداګریز ټي ټېن لیګ د اته لوبډلو په ګډون د شا او خوا لسو افغان لوبغاړو په شتون کې د نومبر په پنځلسمه نېټه د جمعې په ورځ پېلېږي. دې لیګ کې اته لوبډلې مرټا عربینز، دیکان ګلاډېئټرز، بنګله ټایګرز، ډیلي بولز، ابو ظبي، نارترن وريئرز، قلندرز او کرناټاکا ټسکرز لوبېږي. حضرت الله ځاځی او نجیب الله ځدران له مرټا عربیئنز لوبډلې سره، ظاهرخان او شهزاد محمدي … نور ولولئ
په زړه پورې

په آلمان کې عجیبه شیطان پُل

ژباړه: نسیمه محمدي شیطان پُل هغه ځای دی، چې غواړو وړاندې یې تاسې ته دروپېژنو. هغه پلونو ته د شیطان پُل وايي، چې ځیني خلک وايي، د شیطانانو په واسظه جوړ شوي دي او یا هم د هغې په جوړېدو کې شیطانانو ونډه لره. په نړۍ کې له دېرشو څخه زیات پلونه د شیطانانو د پُل په نامه یادېږي، چې ډېری له دې څخه په اروپا لویه وچه کې شتون لري. په دې مطلب کې … نور ولولئ
سپورټ

۳ افغان لوبغاړي د پاکستان ليګ لپاره په معتبره کټګورۍ کي وړاندي کيږي!

ليکنه: مدثر دعوت د پاکستان سوپرليګ لپاره ۳ افغان لوبغاړي په پلاتينوم کټګورۍ کي بولۍ ته وړاندي کيږي. محمدنبي، راشدخان او مجيب الرحمن هغه لوبغاړي دي چي د PSL بولۍ ته به د ۲۸ بهرنيو لوبغاړو په ګډون وړاندي سي. د پاکستان سوپرليګ بولۍ چي د ډسمبر میاشتي په لومړۍ اونۍ کي ترسره کيږي په ۵ کټګوريو کي ورته لوبغاړي وړاندي کيږي. د ټولو کټګوريو د لوبغاړو نوملړ به د رواني مياشتي تر ۲۱مي نيټې … نور ولولئ