بریا او پرمختګ

له منفي فکرونو ځان ژغورل

لیکنه: کریسټوفر کلارکي ژباړه: غازي عابد کریسټوفر کلارکي وايي، دلته درسره زه خپلې هغه تجربې شریکووم چې ما د منفي فکر پر ضد مبارزې او د منفي فکر د له منځه وړلو پرمهال ترلاسه کړې دي: ۱- پام مو وي چې فکرونه یوازې فکرونه دي فکرونه یوازې فکرونه بلل او ډیر تشویش ورته نه کولو (که کوم منفي فکر به راغی، عمل مې نه پرې کاوه، بابیزه مې ګاڼه) له ما سره مرسته کړې څو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښه او ارام خوب لپاره چمتو اوسئ

• کله ناکله ستاسو اندېښنې تاسو له ویده کیدو منعه کوې، نو ښه داده چې تر ویده کیدو دمخه خپلې ټولې اندېښنې پر یو کاغذ یې ولیکئ، په دې توګه تاسو کولی شئ د یو شي په اړه اندېښنه کول سبا ته وځنډوئ. همدارنګه هغه کارونه چې فکر مو مشغول ساتي هم پر کاغذ یاداشت کړئ. له دې سره به تاسو خپل ‌ذهن ته یو ډول د ویده کیدو اجازه ورکړئ. • خوب ته تر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په خوب کې د خرېدو مخنیوي لپاره نوې وسیله جوړه شوه

په نړۍ کې ملیونونه خلک د خوب پر مهال له هغو خلکو په عذاب وي او خوږ خوب یې په نارامۍ بدل شي، چې دوی سره په یوه خونه کې ویده کېږي او په خوب کې خرېږي. انګلیسي کې په خوب کې خرېدلو یا خراري کولو ته سنورېنګ وایي، چې دلته افغانستان کې ډېری خلک په خوب کې دا ستونزه لري او وخت ناوخت خرېږي، چې بیا یې د څنګ ملګري او یا هم د … نور ولولئ
ادبیات

د ټولنې په اصلاح کې د ادیب ونډه                     

لیکنه: سیداکرام نایل سریزه : که د الفاظو له قیده خلاص او په ساده ژبه ووایم چې، د ټولنې په اصلاح کې د ادیب ونډه ترلوستواویا نا لوستو خلکو زیاته ده،  ادیب هغه څوک دې چې د ادیب خبرې د زړه په غوږونو اوريدل کیږي اومخاطیبن یې د عامو خلکو د خبرو او ویناو په پرتله د ادیب وینا اوخبرو ته زیات متوجه وي، دا ځکه چې ادیب داسې زړه راښکونکې کلیمات اوالفاظ لري که … نور ولولئ
سپورټ

د پاورلفټینګ لوبي افغان لوبغاړی نړیوال اتل سو!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان د پاورلفټینګ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی بهامین رحیمي د سرو زرو مډال وګاټه او په خپل وزن کی ئې د پاورلفټینګ لوبي نړیواله اتلولي خپله کړه. د وزن پورته کولو نړیوالي لوبي د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه د ۳۵۷ لوبغاړو ترمنځ د روسیې په کوربتوب ترسره سوې، چي افغان لوبغاړي بهامین رحیمي په ۶۷ کیلو ګرام وزن کي لومړی مقام خپل کړی. د پاورلفټینګ دا نړيوالي لوبي د WPA په … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د بنګله دېش ښځینه لوبډلي څخه شل اووریز سریز وګټی!

ليکنه: صابرحميدي د پاکستان او بنګله دېش ښځینه کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو شل آوریزه سیالیو د لړۍ څخه ئې لومړۍ او دوهمه شل آوریزه لوبه دواړي پاکستان وګټلې او وار له مخي ئې دا لړۍ خپله کړه. د دې دوو ښځینه ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل آوریزه لوبه د تیري شنبې په ورځ ترسره سوه، چي کوربه پاکستان په ۱۴ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه. دوهمه شل آوریزه لوبه ئې بیا پرون … نور ولولئ
سپورټ

مصباالحق وایي، د اسټرالیا هوا او حالت له نورې نړۍ سره توپیر لري.

سمیع الله درانی د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي مصباالحق ویلي، چې اسټرالیا کې له اسټرالیا سره لوبه کول، ستره ستونزه ده؛ بل د هغه ځای هوا سره د لوبغاړو بلدتیا بله ستره ننګونه ده، چې دوی به یې مخکې ولري. د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی اوس له دې هم وېره لري، چې سریلانکا په شل اوریزو لوبو کې پاکستان ته په لاهور ښار کې ماته ورکړه او پاکستانۍ لوبډله یې وایټ واش کړه، اوس یې دوهمه … نور ولولئ
سپورټ

افغان ۱۹ کلنه ملي لوبډله عربستان ته ولاړه

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پیداکولو په موخه پرون یکشنبه عربستان هیواد ته ولاړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، چي د ۲۰۲۰م کال آسیا اتلولۍ لوبو ته لاري پیداکولو په موخه دا لوبي د راتلونکي نومبر میاشتي د ۶مي نېټې څخه د یادي میاشتي تر ۱۰مي نېټې پوري د عربستان هیواد په کوربتوب الخبر ښار کي ترسره کیږي. په … نور ولولئ
سپورټ

ډېوېډ وارنر د خپلې زوکړې ۳۳ مه کلیزه په سلیزه ولمانځله.

سمیع الله درانی د اسټرالیا اوپنر توپ وهونکي ډېوېډ وارنر په شل اوریزو لوبو کې یوه سلیزه وهلې او هغه یې هم د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سریلانکا خلاف لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ووهله. پرون د اکټوبر ۲۷ مه د وارنر د زوکړې له ۳۳ مې کلیزې سره برابره وه، دی لومړی لوبغاړی شو، چې د خپلې زوکړې په ورځ سلیزه وهي او ریکارډ یې ثبت کړ. وارنر … نور ولولئ
سپورټ

جلال اباد کې د ځوانانو د تفرېح لپاره د کريکټ لیګ پیل شو.

سمیع الله درانی د جلال اباد ښار په زړه د سراج العمارت زرغون بڼ کې د شرق او مېټرو په نومونو د دولس اوریز کرکټ لیګ پرانېستنه پرون سهار د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه وشوه. دا کرکټ لیګ د لس لوبډلو په ګډون د شایق مطبوعاتي نېټ ورک او مېټرو ادارې په مالي ملاتړ پیل شو. دې لیګ کې لسګونه ځوانان د سولې او له نشه یي توکو څخه د ژغورنې پېغام رسولو په … نور ولولئ