سپورټ

جام شريک شو؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی رحمان الله شو.

سمیع الله درانی د افغانستان، بنګله دېش او زِمبابوې ترمنځ درې اړخیز سیریز چې په بنګله دېش کې د سپټمبر په ۱۳ مه نېټه پیل شوی و، تمه وه، چې وروستۍ لوبه یې د سه شنبې په مازیګر د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په پلازمېنه ډاکه کې ترسره شي؛ خو دروند اورښت دا لوبه لغوه کړه او هیڅ ټاس پورته نه شو. د یاران وېب پاڼې ډېری لوستونکو … نور ولولئ
سپورټ

مس عینک د غازي امان الله خان جام کريکټ سېالیو اتله سوه!

لیکنه : عبدالله عادل د غازي امان الله خان په نوم د کورني کرکټ ستري سېالۍ تېره ورځ د مس عینک په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې دوی د بوست لوبډلي ته په ۸۸ منډو ماته ورکړه. د پایلوبي ټاس د بوست لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه . مقابلي لوبډلي مس عینک په ۴۴.۵ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۹ منډي جوړي کړې او بوست ته یې … نور ولولئ
سپورټ

میسي د ۲۰۱۹ کال غوره لوبغاړی سو.

ليکنه: صابرحميدي د اسپانوي کلب بارسلونا او آرجنټاین هیواد د فوټبال ملي لوبډلي لوبډلمشر او تکړه لوبغاړی لیونل میسي د فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون له لوري د ۲۰۱۹م کال غوره فوټبالر اعلان سو. دا مراسم تېره شپه د ایټالیا هیواد په میلان ښار کي ترسره سوه. د کال غوره فوټبالر جایزې ته د لیونل میسي سره د یونټوس تکړه لوبغاړی کریسټیانو رونالډو او د لیورپول لوبغاړی فن دایک نوماندان وه، چي لیونل میسي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د سټيو جابز له قوله څخه د برياليتوب ۴۲ درسونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس سټيو جابز د ټکنالوژۍ يوه غوره څېره وه چې نوم يې د نړۍ لسو غوره اغېز لرونکو څېرو په ليست کې هم راغلی و. هغه د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی دی او هغه سړی و چې نړۍ يې د iPad – iPhone – iPod او iMac په نومونو پېژني. په دې ليکنه کې به تاسو د سټيو جابز هغه ۴۲ ويناوې تاسو ته وړاندې شي چې د برياليتوب په اړه يې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند د پریکړو په اړه ۱۱ غوره لنډې ویناوې

ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ژوند له بې‌سارو پریکړو جوړ دی. ډیری پریکړې لکه نن غرمې به کوم ډول خواړه خورئ، خورا کوچنۍ او لږ اغیز لرونکې پریکړې دي، خو هغه چې ستاسې ژوند د تل لپاره بدلوي، خورا سترې دي او نیول یې هم څه ناڅه ستونزمن کار دی. په همدې اساس، که غواړئ د ژوند په راتلونکو پریکړو مو پوره برلاسي واوسئ، نو لاندې ۱۱ غوره ویناوې په پام کې ونیسئ: ۱.      ”ځینې وخت … نور ولولئ
خواړه

سور چای او ورسره تړلې د مرۍ سرطان ناروغي

نویو مطالعو ویلي، د خورا زیات سور چای څښل د انسان د مرۍ سرطان په ناروغۍ د اخته کیدو خطر دوه برابره زیاتوي. لیکنه: نینا اوراموا ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل د یوې نوې مطالعې پر بنسټ، ډیری خلک خپل ورځ د یوه ګیلاس چای په څښلو پیلوي، خو هغوی چې خورا زیات سور چای څښي، خپل د مرۍ په سرطان د اخته کیدو خطر زیاتوي. څیړونکو موندلې، هغوی چې خوښیږي یې د چای سوروالی یې … نور ولولئ
په زړه پورې

د لوړو زده کړو لپاره د نړۍ په کچه ارزان بیه هېوادونه

ژباړه: نسیمه محمدي هغه زده کړیالان چې غواړي د زده کړو لپاره له هېواد بهر لاړ شي، زیاتره د ارزان بیه هېوادونو په لټه کې وي او د بېلابېلو لاملونو( د پوهنتون کیفیت، د تحصیل درجه او …) په پام کې نیولو سره تصمیم نیسي. په دې مطلب کې، د هغو هېوادونو په اړه معلومات چمتو شوي، چې د ارزان بیې او د دې تر څنګ د زده کړو د ښه کیفیت له پلوه ډاډمن … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کنډوم سوری کیدل؛ اندیښنې څه دي، مخنیوی یې څنګه وکړو؟

کنډوم به حتماً پېژنئ. دا د نارینه د جنسي آلې یو نری پلاستیکي پوښ دی، چې د جنسي اړیکو د سلامتۍ او د اولاد نه راوړلو د مخنیوي لپاره یې تقریباً په ټوله نړۍ کې خلک کاروي. کله داسې هم کیږي، چې کنډوم د جنسي اړیکې پر وخت سوری کیږي یا شلیږي. دا کار طبیعي ده، چې زیاتې اندیښنې زیږوي. هغوی، چې کنډوم یې سوری کیږي، یا شلیږي، تشویش کوي، چې ممکن مني( د جنسي … نور ولولئ
سفر

وړاندې له دې چې مور یا پلار شئ، له دې ښارونو لیدنه وکړئ

ژباړه: نسیمه محمدي که وس او وخت لرئ دا ټکي عملي کولی شئ: له اولادونو پرته اېټالیا او فرانسې ته سفر! د اروپا ښکلې وچې د ښکلاوو لیدلو لپاره، دوه لارې شتون لري: لومړۍ لاره د اولادونو سره سفر دی، چې په دې سره به ستاسې سفر متفاوت وي. هر څو که اروپا د ماشومانو لپاره مناسبه سیمه ده او د سېل لپاره ډېرې منظرې لري. دوهمه ټاکنه، له اولادونو پرته او کله چې تاسې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه کولای شو چې تمرکز ولرو؟

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل د کار او ناستې پاستې ځای مو پاک او منظم وساتئ. ذهن ته مو هره ورځ ۵ دقیقې د ستونزمنو شیانو په یادولو تمرین ورکړئ. داسې کښینئ چې ملا مو نیغه واوسي. خپل موخې پر یوه کاغذ ولیکئ او د دیوال پرمخ یې وټومبئ. خپل ورځني کارونه مو د یوه دقیق مهال ویش پر اساس برابر کړئ. شین چای وڅښئ، ګلکوز لرونکي خواړه او کبان وخورئ. مایعات وڅښئ، ترڅو … نور ولولئ