سینما او موسیقي

کرینه کپور ۳۹ کلنه شوه

دهندي سینما ښکلي ستورې کرینه کپور د خپل ژوند ۳۹ کلیزه هم ولمانځله، دغه فلم ستورې په بالیوډ کې په بیبو نوم باندې مشهوره ده. د کرینه کپور په تړاو ویل کیږي چې په خپلو اولادونو خیال ساتونکې مور، مینه ناکه مېرمن او یوه استعداد لرونکې فلم لوبغاړې ده. په دې ورځو کې د خپل نوي فلم په شوټینګ مصروفه ده، د یوې واقعي بڼه لرونکي د نڅا په ټلویزیوني پروګرام کې د فیصله کوونکې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په لسو دقیقو کي سکون ترلاسه کړئ

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي ښايي فکر کوئ چي سکون او آرامش ته د رسېدو له پاره باید ډېر او خورا اوږدمهاله کارونه وکړئ، خو په زړه پوري ده که پوه سئ چي حتی کولای سئ د ځینو کارونو په کولو سره په لسو دقیقو کي سکون حاصل کړئ. تاسي به ډېرو داسي جملې اورېدلي وي او يا بې اورئ او یا به ئې خپله وایاست:”  نه پوهېږم چي ولي؟ ولي مي ټوله ورځ خرابه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اُمید غوره کړئ

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي په ژوند کي سختي او طاقت سلبوونکي ورځي راځي. راځي داسي ورځي چي نور د مخ ته تګ له پاره په ځان کي توان نه وینئ او باید تسلیم سئ… په دغسي سختو ورځو کي یوازي یو شی کولای سي چي تاسي یوې روښاني راتلونکي ته ورسوي او هغه اُمید دئ چي تاسي د ځان له پاره ساتلی دئ. آیا پوهېږئ چي انسانان څه وخت حالاتو ته تسليمېږي او ځانونه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې باید د مجردۍ رازونه د ژوند شریک ته ونه وایو؟

ژباړه: نسیمه محمدي د مجردۍ رازونه ووایئ کنه؟ د مجردۍ نه ویوونکي رازونه د ګډ ژوند یو له مهمو مسایلو څخه هم د مجردۍ ویلي او نا ویلي اسرار دي، چې باید د واده په لومړیو کې ورته زیاته پاملرنه وشي. د ژوند رازونه کولای شو په څلورو برخو ووېشو: بشپړ سري، سري، ډېر محرم او محرمانه. ښه ده په ژوند کې د مسایلو لپاره طبقه بندي ولرئ او د خواستګارۍ په لومړیو کې ځینې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د وخت په مدیریت کې ۱۰ دودیزې تېروتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا تاسو خپل وخت په سمه توګه مدیریت کوئ؟ که تاسو هم د نورو کسانو په څېر وئ، نو ځواب مو په بشپړه توګه مثبت نه دی، ښایي کاري پنډوالی (حجم) مو له بریده زیات وي او اړ یاست، چې په بشپړه توګه د کارونو د ترسره کولو لپاره، تر ځنډه کار وکړئ، یا ښایي ستاسو لپاره د نورو ورځو په څېر یوه بحراني ورځ ده او دا حالت په تاسو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په خپلو خوبونو باور وکړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله چې نوي فعالیتونه پیلوئ، اصلاً مه حیرانېږئ، که کوم څوک تاسو ته ووایي، هغه کار چې غواړئ ترسره یې کړئ عملي نه دی. موږ انسانان خپلې آیډیاوې (نظریې) او خوبونه له نورو سره شریکوو او له بده مرغه ډېری وخت هغوی منفي غبرګون ښکاره کوي او موږ په دې باوري کوي، چې هغه خوب ته رسېدل ناشونی کار دی، په دې اساس، له بده مرغه ډېری آیډیاوې په نطفه کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې باید غچ هېر او بښنه وکړو؟

ژباړه: نسیمه محمدي کله چې څوک ستاسې په حق کې بدي کوي، لومړی څه مو چې ذهن کې ګرځي، غچ اخېستل دي. زمونږ انګېرنه دا ده چې د ورته زیان سره به، ښه احساس ولرو. سره له دې چې په دې سره به زمونږ ناروغي د لنډ مهال لپاره ښه والی ومومي، خو په اوږد مهاله کې به داسې نه وي. غچ اخېستل، هغه کړنې چې تاسې ته ضرر رسوي له منځه نه وړي، یواځې … نور ولولئ
افغانستان

د روانو بدبختیوعیني شاهده؛ د یوې ورځې بدرنګه انځورګري – الما افغان

لیکنه: آلماء افغان د ورځې د بدو پیښو تر خبریدو او ستړې کارې ورځې د درلودو له وجې مې له ځانه سره پریکړه وکړه چې نه نور څوک خفه کومه او نه خپل ځان خفه ساتم. په همدې طمه مې خوب ځای کې سترګې پټې شوې چې سبا ورځ به راته یوه ښه انځورګري وي، مطلب ټوله به ښه تیریږي… سهار مې له ځانه سره د شوې ژمنې پر بنسټ په مسکا او خوښۍ پیل … نور ولولئ
سپورټ

وقار یونس:خوښ یم چې له مصباح الحق سره بیا یو ځای مزل پیلوم.

لیکنه:بهار سمسور دوه اونۍ مخکې پخوانی پاکستانی لوبډلمشر مصباح د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د ټاکونکي ډلګۍ مشر او هم مشر روزونکی وګمارل شو،چې دا د پاکستاني کریکټ شایقینو له خوا ستایل شوی ګام دی. له مصباح سره یو ځای د روزونکي ډلګۍ غړي او د توپ اچونې شعبې مسؤل روزونکي وقار یونس رسنیو سره په خبرو کې ویلي؛خوښ دی چې له مصباح سره یو ځای د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې سره د روزونکي دنده … نور ولولئ
سپورټ

سنیل ګاوسکر:دوني به ژر نړیوال کریکټ ته راستون شي

لیکنه:بهار سمسور هندی پخوانی جادویی لوبډلمشر ویکټ ساتونکی مهندر سېنګ دوني له نړیوال پنځوس اوریز جام لوبولو وروسته کور ته په راستنیدو له کریکټ لري پاتې شو،چې ورسره هم مهاله هغه پوښتنې، اندیښنې او بحثونه راوټوکیدل؛ ګني دوني ولې نړیوال جام پای ته رسیدو سره استعفآ اعلان نه کړه، دوني له کریکټ بورډ سره ستونزه لري، یا هم هغه استعفآ کول غواړي، خو بورډ یې نه پریږدي، هم دا چې بورډ غړي غواړي تر څو … نور ولولئ