بریا او پرمختګ

د یوه ښه ژوند د پیل لپاره مثبت ګامونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل که څه هم د ډېری کسانو په ژوند کې بدلون ډېر سخت او ستونزمن کار دی، خو همدا بدلونونه دي، چې کولای شي، تاسو ته د یوه ښه او مثبت ژوند په لور لارښوونه وکړي. موږ ټول د مثبت او منفي ترمنځ په توپیر باندې پوهېږو، لکه تور او سپین، ښه او بد، او سم او ناسم. له دې امله د یوه ښه او مثبت  ژوند له لرلو سره لېوالتیا، په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ځان کم ګڼل؛ لاملونه او حللارې!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي تر اوسه داسي سوي دي چي د ځان د تشویق له پاره مو خپله شیریني رانیولې وي، سوي دي داسي چي د خپل موقعیت په باره کي مو د نورو نظر په پام کي نه وي نیولی او سوي دي داسي چي د خپلو کوچنیو او لویو بریاوو له پاره، جایزه رانیسئ؟ د ځان په اړه د ښه احساس لرل، له هغو مواردو څخه دي چي ډېری کسان ئې په … نور ولولئ
ادبیات

ګونګه شاعري!

ګونګه شاعري یو شمیر خلکو ته به ګڼ شعرونه ګونګ وي په دې مانا چې د شاعر په تجربه کې به ځانونه نه شي ورګډولای، خو دا شعرونه به ګونګ نه وي، شاعر به په سمبول استعارې، تشبیه او نورو سره خبره کړې وي خو د لوستونکي ذهن به نه ور رسي، بیلګه به د کاظم خان شیدا راوړم د ادب یو نوي قاري ته ښايي د شیدا ګڼ شمیر شعرونه بې مانا ښکاره شي … نور ولولئ
سپورټ

پیاوړی الراونډر محمدنبي عیسی خېل له ټېسټ لوبو سره مخه ښه کوي.

لیکنه: سمیع الله دُرانی افغان کرکټ ستوری محمدنبي عیسی خېل چې د افغان لوبډلې لپاره خورا ښه لوبغاړی دی، پرېکړه یې کړې چې بنګله دېش سره تر ټېسټ لوبې وروسته له یادو لوبو سره مخه ښه وکړي. نبي عیسی خېل اوس ۳۴ کاله عمر لري او د نړۍ یو د پیاوړو کرکټ ټولچارو څخه دی. نوموړي هغه وخت له ټېسټ لوبو سره مخه ښه وکړه، چې کله د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ … نور ولولئ
کرکټ

د رحمت شاه لپاره د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې یو بل چانس!

سمیع الله درانی رحمت شاه زرمتی چې په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې مهم او ون ډاون لوبغاړی دی، په ډېری لوبو کې چې بخت ورسره یاري کړې، د افغانستان ملا یې تړلې او نړیدلې لوبه یې ورته بېرته را رغولې ده. د ون ډاون لوبغاړي دنده هم همدا وي، چې له اوپننګ شڼېدلې او بې ثباته شوې لوبه بېرته باثباته کړي. په هندوستان کې ویرات کولي ډېری وخت د رغوونکي … نور ولولئ
سپورټ

ملېنګا په ۲۰۱۹ز کال کې یو بل ریکارډ جوړکړ!

سمیع الله درانی نیوزیلېنډ، سریلانکا ته سفر کړی په دې سفر کې د دوو ټېسټ لوبو سیریز یو د یو پر وړاندې مساوي شو؛ خو د شل اوریزو لوبو سیریز بیا دوه د یو پر وړاندې نیوزیلېنډ وګاټه. د دې لوبو وروستۍ او دریمه لوبه د سپټمبر په ۶ مه نېټه د جمعې په ورځ ترسره شوه. ملېنګا پالیکل لوبغالي کې د لوبې دریم اوور پیل کړی و، په همدغه اوور کې یې د نیوزیلېنډ … نور ولولئ
سپورټ

دستګیر: ځان هيڅکله د قطر فوټبال ملي لوبډلي سره نه پرتله کوو!

ليکنه: صابرحميدي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي د پنجشنبې په ورځ د قطر فوټبال ملي لوبډلي سره لوبه ترسره کړه، چي افغانستان ۶ ګولونه پر ۰ د قطر څخه سخته ماته وخوړه. دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام ته د لاري پیداکولو او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لاري پیداکولو په موخه ترسره سوه. تر یادي ماتي وروسته د افغانستان د فوټبال ملي ټیم روزونکي انوش دستګیر … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د ټېسټ کريکټ لسمه غوره لوبډله شوه!

ليکنه: سميع الله درانی کرکټ بورډ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې د لس غوره لوبډلو په ليسټ کې شامله شوه. افغانستان تر دې مهاله پورې يوازې دوه ټېسټ لوبې کړي، چې لومړۍ کې يې ماته منلې او دویمه کې يې بريا خپله کړې، همدا راز اوس يې له بنګله دېش لوبډلې سره يوازينۍ ټېسټ لوبه روانه ده، خو … نور ولولئ
سپورټ

رحمت شاه ؛ دا مي ارمان وو چي ټسټ کي لومړۍ سلیزه زما په نوم سي.

لیکنه : عبدالله عادل د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتي په ۱۶مه رحمت شاه ددې موقع درلوده چي خپل خوب پوره کړي او د افغانستان لپاره په ټسټ کي لومړی سلیزه جوړونکی لوبغاړی سي خو کله چي نوموړي د ایرلینډ خلاف ټسټ لوبه کي پر ۹۸ منډو توپ وهنه کول د لینت توپ د کټ کولو هڅه یې وکړه چي توپ ترې پاته سو او پر همدا ۹۸ منډو باندي وسوځېد او یو قیمتي موقع … نور ولولئ
سپورټ

د زړونو لوبغاړی ټیسټ کريکټ پريږدي!

ليکنه: مدثر دعوت د افغان ملي لوبډلي د جوړښت څخه بيا تر اوسه محمدنبي يوازنی هغه لوبغاړی دی چي تربل هر لوبغاړي د کريکټ په هر اړخ کي که توپ اچوونه ده ياهم توپوهنه، يو نه هريدونکی،با ارزښته او پياوړی لوبغاړی دی. ښکاري چي د بنګلديش سره روانه ټيسټ لوبه به يې وروستۍ وي او د کريکټ ترټولو مهم فارمټ پريږدي. خو دايې ښه پريکړه نده کړې که څه هم يو ځوان لوبغاړي ته به … نور ولولئ