سینما او موسیقي

د کپل دیو پر ژوند جوړیدونکي فلم کې رنویر سنګ کار کوي

په اوس وخت په هندي سینما کې په مشهور شخصیتونو، د هغوي په ژوند او چارو باندې د فلمونو جوړول مشهور شوي او دغه دود تیزۍ سره روان دی. دا ځل مشهور فلم ستوری رنویر سنګ به د هند د کرکټ مشهور لوبغاړي کپل دیو په ژوند جوړیدونکي فلم کې کار وکړي. په دغه فلم کې رنویر له ځانه کپل دیو جوړ کړی او هغه پوسټر هم خپور شوی چې په کې رنویر کټ مټ … نور ولولئ
روغه سټه

ډېر ډنګروالی دا زیانونه لري

وایي هرڅه چې له حده ووځي، خرابی کوي. د وزن موضوع هم همداسې درواخلئ؛ که زیات چاغ وئ، هم درته ښه نه ده او که زیات ډنګر، دا هم درته تاوان لري. دلته به د ډنګروالي په اړه درته ووایو، چې زیات ډنګرتوب څه زیانونه لري او ولې باید ځان ترې وساتئ؟ خو ولې ډنګروالی؟ ځینې خلک د دې باوجود چې زیات چاغونکي خوراکونه کوي، خو بیا هم نه چاغیږي او تر حد زیات ډنګر … نور ولولئ
وزش او تمرین

رومن رائینز د ریسلینګ سره مخه ښه کوي

د ریسلینګ مشهور، ښکلی او قويترین ریسلر رومن رائينز خبر ورکړی چې له ریسلینګ سره خدای پاماني کوي. دغه خبره خپله رومن رائنز په یوه مرکه کې کړې ده او ویلي یې دي چې په راتلونکو دوه کالو کې ځان له ریسلینګ څخه لرې وباسي، چې په خبره یې ریسلینګ سره تر خدای پامانۍ وروسته به یې ټول پام پر نورو پروژو او فلمونو وي. باید وویل چې په هالیوډ کې د رومن رائینز لومړی … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ظاهره وسیم بیګ باس کې ګډون کوي

د هندي سینما د فلم ستورې ظاهره وسیم د رواني جولای د میاشتې په لومړۍ نېټه په ټولنیزه رسنیو کې اعلان وکړ چې ډېر ژر به د فلم نړۍ سره خدای پاماني وکړي. دې کم عمره ستورې ویلي وه چې په کم عمرۍ کې یې زیات شهرت موندلی، په خبره یې چې د فلم د نړۍ له خلکو ډېر مینه هم لېدلې او ښه درجه یې هم تر لاسه کړې ده. خو زیاته کړې یې ده … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه نړیوالې څېرې چې له یوې پېړۍ ډېر عمر یې وخوړ!

تر یوې پېړۍ زیات ژوند کول عجیب و غریب دي، خو نا ممکن نه دي. دلته به هغه فلمي او هنري ستوري وپېژنئ،چې له یوې پېړۍ څخه یې زیات عمر کړی. په دوی کې ځینې یې ژوندي هم دي. راځئ ورسره اشنا شئ: اولیویا دی هاویلند؛ ۱۰۲ کاله دا برتانوۍ ـ امریکایي هنري څېره د هالیووډ د کلاسیکې سېنما له وروسته پاتو او اخرنیو څېرو څخه ګڼل کیږي، چې ژوندۍ پاتې ده. هغه ترټولو زړه هنري څېره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ملائیکه اروړا: له ارجون کپور سره اړیکو مې پر زوی تاثیر نه دی کړی

د هندی سینما ستورې ملائیکه اروړا اوس په خپل انسټاګرام اکونټ د فلم ستوري ارجن کپور سره په خپلو اړیکو اعتراف کوي او قبلوي چې له ځانه د کشر سره د یاراني او مینې اړیکې لري. د دواړو د اړیکو خبرونه د ۲۰۱۷ کال راهیسې خپاره شوي ول او څو ځل له میډیا پټ سره یوځای هم لیدل شوي ول. که څه هم داسې ویل کیدل چې دواړه به په ۲۰۱۸ او یا ۲۰۱۹ کې … نور ولولئ
ادبیات

د شاعرانو بې لارې کونکي منډپالي!

زموږ د شعر او ادب تاریخ له ډلبازیو ډک دی، روښانیانو که شاعرانه بهیر روان کړ په دغه بهیر کې کوم لوی نا روښاني شاعر سر نه دی پورته کړی. چې داسې ده نو موږ ددې نتیجې اخستلو حق لرو چې له روښاني مشاهیرو یوازې روښانیان راتاو وو او د ولسي ‌ذوق د پاللو بهیر پڅ وو . هغوی که د وحدت الوجود ګردان کاوه خو د پښتو خبره یې هم کوله خو دا چې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د یوه ویرونکي فلم کتلو پرمهال سپين ږیري سړي ساه ورکړه

هسې خو به مو ډېر اورېدلي وي چې د کمزورو زړونو خاوندان دې ډارونکي فلمونه نه ګوري، او دا څه نوې خبره نه ده او کمزورو زړونو لرونکو ته نوې توصیه نه ده خو اوس تازه په تائلینډ کې یوه داسې پېښه شوې چې زیاتره خلک یې ډار کړي دي. تېرو ورځو کې ریلیز شوی د هالیوډ سینما فلم (اینابیل کمز هوم) پر سینما باندې روښانه شو او دا چې نوموړی فلم په سینما کې … نور ولولئ
سپورټ

د کولي وروستۍ خبرې چې نړیوالې شورا په پښتو ورسره ژباړه لیکلې

د کرکټ نړیوالې شورا د هندۍ لوبډلې له لوبډلمشر ویرات کولي سره تازه مرکه کړې، په دې مرکه کې ویرات کولي وایي، هرې لوبډلې لپاره لوبه له فشاره ډکه وي، مونږ هیڅکله لوبې له فشاره تشې نه دي ګڼلي. کولي وایي زه په لوبغالي کې هیڅ فکر نه کوم او مهمه ګڼم چې لوبه کې څه پېښېږي. کولي زیاتوي د هندۍ لوبډلې مینوال زیات دي او له مونږ څخه خلک هیله کوي، چې لوبې وګټو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

غرور یې پای ته ورسید؛ پریانکا بیرته بالیوډ ته راځي

د هندي سینما ښکلې فلم ستورې پریانکا چوپړا د ۲۰۱۸ کال ډسمبر میاشت کې د امریکایې سندرغاړي نک جونز سره واده وکړ چې ترې وروسته یې بیا په بالیوډ فلمونو کې د کار کولو درک ونه لګېده. که څه هم له واده وروسته پریانکا او خاوند یې په امریکا کې اوسیږي او هلته ډېر وخت تیروي نو دا هڅه یې کړې چې په هالیوډ یا امریکایې فلم نړۍ کې ځان ته ښه کار پیدا کړي. … نور ولولئ