سینما او موسیقي

ایران برتانوۍ سندرغاړې، بیرته له هوایي میدانه شړلې

مشهوره برتانوۍ سندرغاړې جوس سټون ایران ته له رسېدو سره سمه بېرته له هوایې مېدانه ګرځول شوې. دغې سندغاړې په خپل (ټوټال ورلډ ټوور) یا د ټولې نړۍ سفر په پروګرام کې دا ځل پتیېلې وه چې ایران ته ولاړه شي او هلته سندرې ووایې خو د ایران څخه په بېرته ګرځولو سره وایې چې ډېر ناهیلې شوې ده. دغه سندرغاړې غواړي هر هېواد ته د سندرو ویلو په موخه ولاړ او په دې ترڅ … نور ولولئ
سپورټ

مجیب الرحمن په بلاسټ سیالیوکې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ولاړ

افغان ۱۸ کلن ځوان او اف برېک ځیرک بالر د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو لپاره انګلستان ته ولاړ او له خپلې لوبډلې مېډل سېکس سره یو ځای شوی. دا د ویټلېټي بلاسټ سیالیو دوهم شل اوریز پړاو دی، په تېر پړاو کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، ظاهرخان او مجیب الرحمن لوبېدلي وو. د مېډل سېکس نوي روزونکي سټورټ لا ویلي، چې ۱۷ کلن افغان سپېن بالر له مېډل سېکس لوبډلې سره لوبېږي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه بد عادتونه، چې خوشالۍ ته مو نه پرېږدي

ژباړه: عطا محمد میاخېل په ژوند کې، چې هر تصمیم نیسئ، نو خوښۍ او خوشالۍ ته د رسېدو لپاره دی، رښتیا دا دي، چې د خوښۍ او خوشالۍ درک او پېژندنه سخت او ستونزمن کار دی او په مقابل کې یې د غم او خواشینۍ درک او پېژندنه ساده او آسانه کار دی، په عادي لیدو سره یې پېژنئ او حتا دا تشخیصوئ، چې څنګه ستاسو کنټرول په خپل لاس کې اخلي. تاسو چې دومره … نور ولولئ
سپورټ

کوربه انګلنډ د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي خپله کړه

نن د لارډز نړیوال لوبغالی د پنځم ځل لپاره د نړیوال جام کوربه وو. نن په یاد لوبغالي کي د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام پایلوبه د انګلنډ او نیوزیلنډ تر منځ ترسره سوه چي د لومړي ځل لپاره پکښي د انګلنډ لوبډلي اتلولي خپله کړه. د پایلوبي ټاس د نیوزیلنډ لوبډلي وګټئ او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه چي په ټاکلو پنځوس اورونو کي یې د اتو لوبغاړو په … نور ولولئ
سپورټ

افغان غوره لیګ؛ د سیمرغ البرز لوبډلي لپاره د غوراوي سیالۍ پیل سوې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړئ، چي ډېر ژر به د افغان فوټبال غوره لیګ اتم فصل پیل سي. ددې لیګ لپاره د لوبډلو د غوراوي سیاليو په لړ کي بلخ دریم زون سو، چي د سیمرغ البرز د لوبډلي لپاره یې د غوره لوبغاړو د انتخاب سیالۍ پیل کړې. په دې سیالیو کي د سمنګان، جوزجان، او سرپل ولایتونو ترڅنګ د بلخ څخه دوې لوبډلي لوبیږي. له دې مخکي د میوند اتلانو لوبډلي لپاره … نور ولولئ
سپورټ

افغان تنکي فوټبال لوبغاړو د مرکزي آسیا سیالیو لپاره تمرینات پیل کړي دي.

افغان ۱۶کلنه فوټبال ملي لوبډلي تاجکستان هیواد ته په خپل نوي سفر کي د مرکزي آسیا په سیالیو کي برخه اخلي. دا سیالي د رواني جولای میاشتۍ په وروستیو کي پیليږي، چي د کوربه تاجکستان ترڅنګ پکښي قرغزستان، ازبکستان، ایران، افغانستان او ترکمنستان ۱۶ کلني ملي لوبډلي لوبیږي. افغان ۱۶کلنه لوبډله خپله لومړۍ لوبه د جولای میاشتي پر ۲۶مه نېټه د ترکمنستان خلاف ترسره کوي. ددې سیالیو څخه به غوره سوي لوبډلي د آسیا ۱۶کلنو … نور ولولئ
سپورټ

د پایلوبي لومړۍ پاڼۍ؛ نیوزلینډ د جام لپاره انګلینډ ته پوره توپ وهنه وکړه.

د پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په پایلوبه کي نیوزلینډ د ټولو اورونو په لوبولو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره انګلیستان ته ۲۴۲ د منډو هدف ورکړ. د لوبي ټاس نیوزلینډ وګټئ او انګلینډي لوبغاړي یې توپ وهني ته راوبلل. د نیوزلینډ لپاره په توپ وهنه نیکالس ۵۵، لټهم ۴۷، لوبډلمشر ویلیمسن ۳۰، ګبټیل او نیشام ۱۹،۱۹، ګرینډهم ۱۶، ټایلر ۱۵، سنټنر ۵، هینري ۴ او بولټ یوه منډه ترسره کړه. ددې منډو … نور ولولئ
سپورټ

د کریکټ تاريخي لوبغالی، لارډز د یوبل نړیوال جام پای لوبې کوربه دی!

لیکنه:بهار سمسور دا پینځم ځل دی، چې دا تاریخي لوبغالی به د کریکټ نړیوال جام د پای لوبې کوربه وي. د ۱۹۷۵ــ۷۹ ــ ۸۳ ـــ او ۱۹۹۹ کلونو د نړیوال جام پای لوبې هم دلته شوي دي،خو وروسته له شل کلونو نن بیا هم د کریکټ کور لارډز تاریخي لوبغالی د یوې سترې پای لوبې کوربه دی. د دې لوبغالي ځانګړنه دا ده،چې هره لوبډله چې لومړۍ توپ وهنه وکړي زیاتره وخت لوبه هم ګټي،چې … نور ولولئ
سپورټ

د طوفان هریرود فوټبال لوبغاړي اعلان سول

تیره اونۍ په هرات ولایت کي د هرات اې، هرات بي، هرات سي، فراه، غور او بادغیس لوبډلو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې ورڅخه د طوفان هریرود  فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه. له هغه سیالیو وروسته پرون شنبه د یادي لوبډلي ۲۱ کسیزه غوره سوي لوبغاړي اعلان سول. یادو لوبغاړو کي فیصل حمیدي او ګلالی رحیمي ګول ساتونکي او پاته نور لوبغاړي فرزاد عطايي، نوید نادم، علي … نور ولولئ
سپورټ

سبا په کندهار کې د فوټبال دریدلی لیګ بیرته پيلیږي

د مسئولینو په خبره د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي تر روژې مخکي د فوټبال لیګ پيل سوی وو، چي د روژې او ولایتي سیالیو په پار ئې لوبي درېدلي وې، خو سبا دوشنبه ئې بیرته لوبي پېلیږي. لومړۍ لوبه سبا دوشنبه ماپښين ۵ بجې د پامیر او آریانا فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیر احمد رحماني یاران ته وویل، چي په دې لیګ کي  ۱۶ الف او … نور ولولئ