ټولنیز ژوند

د محصلینو د کورنۍ لپاره ۱۷ مهمې سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هغو کورنیو لپاره مهم ټکي او سپارښتنې، چې محصلین لري: ۱ ـــ که چېرې د ښوونځي له زده کوونکي سره مو ستونزه لرئ او په اړه یې سر درګمه یاست، نو په ډاډ سره ویلی شم، کله چې پوهنتون ته لاړ شي، نو وضعیت به لاپسې خراب شي. که په ښوونځي کې ورسره ستونزه نه لرئ، نو کله چې پوهنتون ته ځي، نو له یوې واقعي تجربې سره مخامخ کېږئ. … نور ولولئ
په زړه پورې

حکومت: ډهلي کې میرمنو ته دولتي ټرانسپورت وړیا شو

ډهلي ایالاتي حکومت په یوه بیساري اقدام کې د هندوستان په ډهلي ښار کې ټول دولتي بسونه او میټروګانې د میرمنو لپاره وړیا اعلان کړې. د ډهلي ایالاتي وزیر ارویند کیجریوال نن دوشنبه رسنیو ته ویلي، چې په ډهلي کې به میرمنې وکولای شي، په دولتي بسونو او میټروګانو کې وړیا سفر وکړي. د معلوماتو په اساس په ډهلي کې تر ۴ میلونو خلکو پورې په دولتي بسونو کې تګ راتګ کوي، چې ۳۰ سلنه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر ځان باور – هغه څه چې تړلې دروازې پرانیزي

د تبت د بیلتونپالو د مشر دلاۍ لاما له خولې یوه مشهوره خبره ده: ” یو څوک په خپل وجود او توان کې د شته ظرفیت او پر ځان د باور په درک کولو کولی شي، یوه ښه نړۍ جوړه کړي.“ په ځان باور يا self confidence له هغو ځانګړنو څخه شمېرل کيږي چې د يوه سالم او بریالي انسان په وجود کې يې موندلی شو. که غواړئ چې مغز مو په نورمال حالت فعاليت … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان به اتم وای؛ خو اتو توپونو یې دا مقام وګواښه

 د اسټرالیا مشهور فلم لیکوال او کرکټ شنونکي جېروډ کېمبر ویلي، چې افغان لوبډله به په نړیوال جام کې اوس اتم وای؛ خو اته باډي لاین توپونو د افغانستان ستونزه ستره کړه او دا یې له اتم مقام څخه لرې پرېښود. افغان لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې اوس لسم مقام لري؛ پخوا دا لسم ځای د زِمبابوې و؛ خو افغان لوبډلې چې د غوراوي جام سیالۍ وګټلې؛ نو زِمبابوې یوولسم مقام ته ولاړه او … نور ولولئ
افغانستان

پولیسو ۸۰ تنه پټاخۍ پلورونکي نیولي دي

په افغانستان کې د اختر په رارسیدو هټیوال باروتي پټاخۍ پلوري چې ماشومان یې اخلي او ډز کوي یې. هر کال به د افغانستان کورنیو چارو وزارت دوکاندارانو ته خبرداری ورکاوه چې د پټاخیو له پیر او پلوره ځان وساتي کنه قانوني چلند به ورسره وشي، خو نه هټیوالو دا خبره منله او نه پولیسو له چا سره قانوني چلند کاوه. خو سږ کال د لومړي ځل لپاره افغان پولیس د ۸۰ تنو داسې دوکاندارانو … نور ولولئ
افغانستان

پر غني او اتمر تورونه؛ نبیل وایي پر ډیورنډ کرښې یې معامله کړې

د ملي امنیت پخوانی ریس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل په یوه خبري کنفرانس کې پرون پر روانو سیاسي بدلونونو د تبصرو ترڅنګ د ټاکنو دوه نور مخکښ نوماندان( اشرف غني او حنیف اتمر) په خطرناکو تورونو تورن کړل. یاران وېب پاڼه د بې پرې توب اصل او بیان ازادۍ ته د درناوي په پار د هغه د کنفرانس مهم ټکي له خپلو لوستونکو سره شریکوي. د ۲۰۱۴ ټاکنو کیسه نبیل، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

موخه وټاکئ او ځان وژغورئ!

سویسۍ روانشناسه روانکا وایي، ماته چې کوم ناروغان د درملنې لپاره راځي، نو په هغو کې یو پر درې برخه یې هغه کسان دي چې د یو څرګند عصبي اختلال له وجې نه، بلکې په ژوند کې د ټاکلي هدف دې نه درلودلو څخه په عذاب دي. هغه په دې باور ده چې په ژوند کې د بیرته شاته کیدو په نوم کومه تڼۍ نه شته نو د هرې شېبې تېرېدو ته دې پام وکړه … نور ولولئ
سپورټ

د محمدشهزاد ګناه څه ده؟

ليکنه: مدثر دعوت موږ هم عجب خلک يوو! شهزاد محمدي هغه نوم دی چي د افغانستان کريکټ يې تر لوړ منزله ورسوی،همدا شهزاد وو چي د هيوادونو په وړاندي يې سليزي ووهلې. همدا شهزاد وو چي پخپلي بريدګري توپوهني يې په شل اووريز نړيوال جام کي د سويلي افريقا قوي لوبډله تر بريد لاندي نيولې وه،هغوی يې وويرول چي لوبه به بايلوو که څه هم افغانستان هغه مهال د اوس په څير قوي نه وو. … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکو لوبو کې د افغانستان او پاکستان د بریا چانس

 هسې خو هم د کرکټ نړیوالو او کورنیو مبصرینو د افغان لوبډلې وروستۍ لوبې مثبتې بللي، د اسټرالیا خلاف یې ښه لوبه وکړه او پاکستان ته یې د نړیوال جام په دُرشل کې ماته ورکړه. بل پلو بیا پاکستان نږدې دولس لوبې بایللي. اوس نسبت سریلانکا ته هم افغان لوبډله ښه اټکل شوې، له نړیوال جام یوه میاشت وړاندې پاکستاني کرکټ مبصر رمیزراجا افغان لوبډله تر سریلانکایي لوبډلې غوره بللې وه. رښتیا هم په دې … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام ؛ کم عمره خو با استعداده مجیب الرحمان وپېژنئ

لیکنه : عبدالله عادل بشپړ نوم یې مجیب الرحمان ځدران دی چي د ۲۰۰۱ کال د مارچ میاشتي پر ۲۸ مه نېټه د افغانستان په خوست ولایت کښي زیږېدلی . مجیب د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ښی لاسی اف بریک توپ اچوونکی دی. پوهېږئ؟ مجیب الرحمان په نړۍ کښي لومړی لوبغاړی دی چي په ۲۱مه پېړۍ کښي زېږېدلی او نړیوال کرکټ ته را ستون سوی . نړیوال کرکټ ته تر راتګ یوازي دوې میاشتي وروسته … نور ولولئ