سپورټ

حمید حسن وايي په نړیوال جام کې به ښه ولوبیږي؛ نورې څرګندونې هم لري

لیکنه: صابر حمیدي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تیز توپ اچونکي حمید حسن په یوې تازه مرکه کي ویلي، چي د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام کي به د افغانستان لپاره ښې لوبي ترسره کړي او ښه به ولوبیږي. حمید حسن وویل، چي د تیرو څلور نیمو میاشتو را پدې خوا د افغان لوبډلي سره یې په بیلابیلو برخو کي تمرنیونه ترسره کړیدي او راتلونکی نړیوال جام ته یې پوره چمتوالی نیولی. هغه دا هم … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان او سکاټلینډ سبا دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

لیکنه: صابر حمیدي د افغانستان او سکاټلېنډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲ یو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې سبا جمعه ماپښین ۲:۳۰ بجې دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کیږي. د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله اوس سکاټلېنډ کي ده او سبانۍ لوبه د سکاټلېنډ سره د یاد هیواد په کوربتوب ترسره کوي. د افغان او سکاټلېنډ ټیمونو ترمنځ ټاکل سوې وه، چي پرون چهارشنبه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره سي، خو د زیات … نور ولولئ
سپورټ

د ښځو په چلېنج کپ سوداګریزو سیالیو کې ویلوسیټي لومړۍ شوه

د ښځو چیلېنج کپ سیالۍ چې د درې لوبډلو په ګډون د هندوستان په جېپور ښار کې د می په ۶ مه نېټه پیل شوي، پرون پکې ویلوسیټي لوبډلې، ټرېل بلېزرز لوبډلې ته ماته ورکړه او د جدول لومړي ځای څخه یې بلېزرز لوبډله راغورځوله. ټرېل بلېزرز لوبډلې په شلو اورونو کې د هارلین ډیول د ۴۳ منډو په مرسته ۱۱۲ منډې وکړې. دې لوبډلې شپږ وېکټې له لاسه ورکړې. د ویلوسیټي لوبډلې لپاره ایکټا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ارامښت پنځه اصول کوم دي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس لومړی اصل: زه خپل ذهن ته د منفي افکارو لپاره لار نه ورکوم، زه په هرډول حالاتو او د ژوند ترټولو سختو شېبو کې هم مثبت فکر کوم. دويم اصل: زه خپل ځان ته دا اجازه نه ورکوم چې د الله تعالی په تقدير دې نيوکې وکړم، هغه له ټولو څخه په غوره توګه په ټولو حالاتو ښه کنټرول لري. درېيم اصل: زه د ټنبلۍ، ځان غوښتنې او بېکارۍ اجازه نلرم، … نور ولولئ
سپورټ

چمپینز لیګ؛ هرڅه برعکس شول، اجاکس څه بارسلونا هم بهر شوه

لیکنه: فضل الله فضلي تېره شپه د اروپا اتلانو لیګ پایلوبي ته د وتلو لپاره ټاټنهام خپل غچ له اجاکس څخه په خپل کور کي ۳ پر ۳ واخیست او د اروپا اتلانو لیګ پای لوبي ته یې لاره پیدا کړه. همدارنګه وړمه شپه بارسلونا د لېورپول پواسطه په دوهمه لوبه کي ۴ پر صفر ماته سوه او لېورپول د لسم ځل لپاره د ياد لیګ پایلوبي ته ووتئ. په یاده لوبه کي لیونل میسي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د رمضان د میاشتې مهمترین پیغام او د روژې نیولو فلسفه!

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي د افکار نیوز په حواله، علی نوری زاده د قرآني علومو کارپوه د روژې د میاشتي د خیر، عاقبت و نېکو اثارو په اړه چي روژه ئې مسلمانانو ته راوړي وويل: تقوا او پرهېزګاري له هغو مهمو پیغامونو څخه دي چي کولای سو د روژې مبارکي له میاشتي څخه ئې ترلاسه کړو او په یاده میاشت کي د انسانانو روژې نیولو ته په پام سره چي د بدن د غړو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

بوني کپور د خپلي لور لپاره د سارا علي خان په پرمختګ خواشینی ښکاري

د هندي سینما د مشهورې او مړې شوې فلم ستورې سري دیوي خاوند او فلم جوړونکی بوني کپور د خپلې لور جهانوي کپور په وړاندې د سیف علي خان د لور او نوې تازه د فلم نړۍ ته راغلې فلمي ستورې سارا علي خان د پرمختګ او ورځ تر بلې ډېرېدونکی محبوبیت څخه خفه معلومیږي، همدا لامل دی چې نوموړي د سارا علي خان محبوبیت ته د پي ار ټیم د کارنامې نوم ورکړی. د … نور ولولئ
افغانستان

د کابل پېښه؛ د سولې که جګړې پر لور ځو؟ د برید پيغامونه څه دي؟

پلازمېنه کابل د چارشنبې په ورځ له څه موده نسبي کرارۍ وروسته بیا خونړی و. په دې ورځ څو ځانمرګو بریدګرو، چې وسله وال طالبان خپل کسان وګڼل، د کابل ښار په زړه(شهرنو) سیمه کې پر کانټر پارټ موسسې ډله ییزه حمله وکړه. د کورنیو چارو وزارت په حواله په برید کې د یوه ملي پولیس په ګډون ۵ تنه شهیدان او ۲۴ نور ټپیان دي. سرچینه وایي برید درېیو بریدګرو کړی و، چې د … نور ولولئ
سپورټ

د پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام ۵ ګټونکي لوبډلې

لیکنه: فضل الله فضلي پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په هرو څلورو کلنو کي ترسره کیږي. د کرکیټ نړیوال جام د کرکیټ نړیوالي شورا یا ICC په رهبرۍ پیل او پای ته رسیږي. نیوزلینډ، جنوبي افریقا، انګلینډ، بنګله دېش او افغانستان هغه هیوادونه دي چي تراوسه یې دا جام نه دی ګټلی. د پنځوس اوریز نړیوال جام لومړۍ اتلولي په ۱۹۷۵م کال کي ویسټ انډیز وګټل. دا جام د دوهم ځل لپاره یوځل بیا همدغه … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال جام لپاره دغه ۱۱ لوبغالي غوره شوي

کېنېنګټن اوول لوبغالی لومړی لوبغالی، چې د نړیوال جام پرانیست لوبه پرې د افریقا او انګلستان له خوا کېږي، هغه کېنېنګټن اوول لوبغالی دی، دا لوبغالی په لندن ښار کې موقیعت لري او د ۲۵ زره ننداره کوونکو د ځایدو وړتیا لري. دا لوبغالی په ۱۸۴۵ م کال کې جوړ شوی دی. ټرېنټ برایج لوبغالی دا لوبغالی په نټېنګهم سیمه کې موقیعت لري، نوموړی لوبغالی د ۱۷ زره ننداره کوونکو ظرفیت لري، په ۱۸۴۱ کال … نور ولولئ