ټولنیز ژوند

څنګه روژې سره خپل وجود عیار کړو؟

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق لکه څنګه چې ځمکه له یوه کرل کیدونکي تخم سره په اسانه او زر تطابق نه شي کولای او په کار ده چې وار د مخه ځینې امادګۍ د دغه تطابق لپاره ونیول شي؛ د انسان وجود هم له ځینو بدلونونو او له هغې ډلې روژې سره د توافق او عیاریدو په برخه کې عیناً ستونزه لري. تاسې خپله به د یوه روژتي په حیث پخپل وجود کې د دغه … نور ولولئ
افغانستان

د بڼوالۍ ملي پروګرام او مېرمنې؛ دا پروګرام ولې کامیاب او د ښځو په نوم نور پروګرامونه ولې ناکام شول؟

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته د نوي حکومت او بهرنیو مرستندویانو یو لوی شعار د افغان ښځو د ژوند بدلولو لپاره کار کول و. دا شعار تر یوه ځایه عملي شوی هم دی؛ میلیاردونه ډالره په څه باندې اتلسو کلونو کې د ښځو د ژوند ښه کولو لپاره لګول شوي، خو د امریکا د مرستو د څار ادارې سیګار په ګډون ګڼ څارونکي په دغو مرستو کې د پراخ حیف … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

تکبر او د متکبرو انسانانو نښې

ژباړه: مریم محمدي کبر یا غررو هغه احساس او حالت ته ویل کیږي چې، شخص په هغې کې ځانته د نورو په نسبت بیخي ډېر ارزښت ورکوي. د اسلام له نظره کبر یوه ډېره لویه اوله کبیره ګناهونو څخه ده، چا چې کبر کړی دی نو الله جل جلاله هغوی تباه کړي دي. ارواپوهان بیا د کبر په اړه داسې تغریف لري؛ کبر د نفس هغه هوا ده، چې یو شخص په کې خپل ځان … نور ولولئ
سپورټ

په کور دننه، مختلفو ولایتونو کې د فوټبال سیالۍ دوام لري

لیکنه: فضل الله فضلي د افغانستان د فوټبال فدراسیون لخوا د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د فوټبال لیګونه او سیالۍ جریان او پای ته رسېدلي. یادي سیالۍ چي د فوټبال او فوټسال دواړو لوبو دي، د ښځینه او نارینه لوبغاړو لخوا ترسره کیږي. په کابل کي د ۱۸ کلنو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ادامه لري. په یاد لیګ کي اووه لوبډلي؛ میوند، طاق ظفر، عدالت، پامير، رسالت، اردو او فجر افغان لوبډلي یو … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان کې د آسیا کنفدراسیون د فوټبال د دریمي درجې دویم روزنیز کورس پیل سو

لیکنه: فضل الله فضلي دا رونیز کورس چي د دوهم ځل لپاره د افغانستان فوټبال فدراسیون لخوا دایريږي، پکښي د کابل څخه ۲۴ تنو لوبغاړو ته د روزني زمینه برابره سوې. د دریمي درجې دا کورس د آسیا په سطحه ۱۶ کورس دئ، چي د افغان فوټبال فدراسیون او د آسیا فوټبال کنفدراسیون په همږغۍ پیل سو. یاد روزنیز کورس چي دوې اونۍ به دوام وکړي، د فوټبال فدراسیون د سرپرست رئیس محمدیوسف کارګر لخوا … نور ولولئ
په زړه پورې

په نړۍ کې تر ټولو اوږده او لنډه روژه چیرته ده؟

سږ کال د روسیې په مرمانسک سیمه کې تر ټولو اوږده روژه ده. هلته مسلمانان ۲۰ ساعته او ۴۵ دقیقې روژه وي. د ارجنټاین په یشوالا کې بیا خلک تر ټولو لنډه، یعنې ۱۱ ساعته روژه نیسي. د روسیې په مرمانسک کې، شل کم دوه بجې ۰۱:۴۱ د سهار لمر خیژي او د شپې شاوخوا لس نیمې بجې د ماښام اذان کیږي. ارجټاین چې پکې تر ټولو لنډه روژه ده، مسلمان د سهار له ۷ … نور ولولئ
سپورټ

په کندهار کې یو ځل بیا د فوټبال شپنۍ سیالۍ پیل سوې

لیکنه: فضل الله فضلي په کندهار د روژې میاشتي په مناسبت د شپې لخوا په عمومي احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل سوې. یادي سیالۍ د کندهار ولایت د والي مرستیال عبدالحنان منیب په نامه پیل سوې. په مراسمو کي چي وړمه شپه نیول سوي، وه پکښي د کندهار ولایت مرستیال والي، د کندهار د بدني روزني سرپرست رئيس مدیرآغا، بېلابېلو لوبغاړو او د یو شمېر دولتي سکتورونو مسؤلینو هم ګډون … نور ولولئ
سپورټ

نبي او راشد له بریالیو لوبو وروسته IPL پرېښود

محمدنبي عیسی خېل او راشدخان چې د مارچ په ۲۳ مه نېټه له هېواده د هند پر لور خوځېدلي وو، پرون یې دوه میاشتینی سفر پای ته ورساوه. محمدنبي عیسی خېل اووه لوبې وکړې او په دغو لوبو کې یې له دوو لوبو پرته الراونډري خورا په زړه پورې وه، نوموړي په خپله لومړۍ لوبه کې د آر سي بي د توپ وهنې ستنې ونړولې، د ۱۱ منډو په ورکولو سره یې ۴ وېکټې واخېستې … نور ولولئ
سپورټ

حميدحسن د خپل ژوند سخته پريکړه کړې!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي تيز توپ اچوونکی حميدحسن تر کابو درې کلونو ځنډ وروسته د ملي لوبډلي سره يوځای کيږي. نوموړی په هغه ۱۵ کسيز سکواډ کي شامل دی کوم چي د افغانستان کرکيټ بورډ د غوراوي کميټې د نړيوال جام لپاره اعلان کړی. حميدحسن چي پدې وروستيو کي يې د افغانستان د لوبو او APL ليګ کمينټري کوله ځان جوړ احساسوي او د لوبو کولو جوګه يې بولي. حميد په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که انسان جوړېږي، نړۍ رغېږي !

ژباړه: محمد اکرام عصمتي یو کس چې غوښتل یې نن ډېر کار په کور کې وکړي، خو د ماشوم له لاسه یې تر پوزې راغۍ کله به یې د دېوال په مخ د نقشې یو کونج ته لاس ونیو، کله بل ته او په وارـ وار یې د هېوادونو پوښتنې کولې، پلار یې هم بله چاره نلرله، بس سم د واره یې له دېواله مېخ شوې نقشه څيرې پيرې کړه او ماشوم ته یې ونیوه، … نور ولولئ