سیاست

داعش په هند کې د "هند ولایت" د جوړیدو خبر ورکوي

د رویټرز د خبر په حواله، داعش په لومړي ځل هندوستان کې د (ولایه ی هند) یا د هند ولایت په نوم د یو مرکز د جوړیدو خبر ورکړی. داعش ډلې ته منسوب خبري اژانش، ایماق، د جمعې په ورځ ناوخته په هندوستان کې د ولایت د جوړیدو اعلان وکړ او ويې ویل، چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې يې هندي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د داعش له لورې دا اعلامیه … نور ولولئ
افغانستان

د قابله ګۍ نړیواله ورځ؛ ولې ۴۰ سلنه افغانې ښځې ورته لاسرسی نه لري؟

لیکنه: صادق طارق د قابله ګۍ نړیواله ورځ په افغانستان کې په داسې مهال نمانځل شوی، چې څه باندې ۴۰ سلنه افغانې ښځې لا هم د زېږون پر وخت قابله ګانو یا روغتیایي مرستندویانو ته لاسرسی نه لري. دغه محرومیت تراوسه د دې سبب دی، چې یوه د پام وړ برخه افغانې ښځې، ماشومان یې او یا دواړه د زېږون او زیږیدو پر وخت د مرګ ښکار شي. ارقام څه وایي؟ د عامې روغتیا وزارت … نور ولولئ
اقتصاد

عمران خان او د پیسو نړیوال صندوق ؛ مخالف ګوندونه عمران په غلامۍ تورنوي

د پاکستان د شړیدلي اقتصاد د رغونې هغه هڅې، چې صدراعظم عمران خان پیل کړي، د مخالفو ګوندونو له سختو اعتراضونو سره مخ دي. عمران خان، چې اقتصادي ثبات جوړول یې لوی ټاکنیز شعار و، په وروستیو کې د اقتصادي اصلاحاتو په نوم د مالیې د وزیر ترڅنګ د پاکستان د مرکزي بانک ریس له دندې ګوښه کړی. ناندریزې ټاکنې د پاکستان صدراعظم د مرکزي بانک ریس په داسې حال کې له دندې ایسته کړ، … نور ولولئ
سینما او موسیقي

تیرې نام (2) فلم جوړیږي

د بالیوډ سینما د مشهور فلم ستوري سلمان خان د ۱۶ کالو پخوانی کامیاب فلم (تیرې نام) بلې برخې جوړېدو ته چمتووالی نیول کیږي. تیري نام د سلمان خان مشهور فلم وه چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال جوړ شوی وه. د فلم لارښود ستیش کوشک تائید کړې چې د تیرې نام فلم دویمه برخه به ۱۶ کاله وروسته جوړه کړي، خو تر اوسه دا نه ده واضح شوې چې بیا به هم په دغه فلم … نور ولولئ
په زړه پورې

روژه په ترکیه کې؛ ترکي مسلمانان د روژې میاشت داسې تېروي

ژباړه: صادق طارق ترکیه د اسلامي هېوادونو یو له مشهورو او لرغوني فرهنګ لرونکو هغو څخه دی. د دغه هېواد تر ۷۰ سلنې زیات خلک مسلمانان دي. ترکیه له هغو هېوادونو څخه هم ګڼل کیږي، چې خپلو فرهنګي ارزښتونو او خاصو دودونو ته خاصه پاملرنه کوي او تراوسه یې ژوندي ساتلي. دلته به په دغه هېواد کې د روژې میاشتې په اړه ولولئ، چې موږ او نورو نه یې په کومو توپیرونو یا راسره په … نور ولولئ
اقتصاد

میلیونره ماشومان؛ دا ماشومان میلیونونه ډالره عاید لري

ژباړه او ترتیب: صادق طارق د ماشومانو په اړه زموږ تصور دا دی، چې پر کورنۍ به په اقتصادي لحاظ بوج وي. په عام ډول داسې ده، خو په استثنایي ډول داسې ماشومان هم شته، چې میلیونونه ډالره عاید لري. دا چې څنګه او دوی څوک دي، په دې مطلب کې به یې تفصیل درسره شریک شي. ۱- ۷ کلن رایان دغه ماشوم کیدای شي د تاریخ له ترټولو لوړ عاید لرونکو ماشومانو څخه وګڼو. … نور ولولئ
خواړه

۵ دلیلونه چي د مېوې جوس باید د مېوې پر ځای ونه څښئ!

لیکنه: فاطمه زنګنه ژباړه: پلوشه فضلي ډېری کسان د مېوې جوس سالم څښاک بولي. البته د دوئ دا باور د توجیې وړ دئ، ځکه چي د مېوې جوس له طبیعي څښاکونو او مېوې څخه جوړېږي. خو پر کوم څه چي ډېری کسان نه پوهېږي، هغه دا حقیقت دئ چي د مېوې جوس د ویټامینونو او زیاتو خواصو په څنګ کي چي لري ئې، له قندو هم مالامال دئ. په حقیقت کي، د مېوې په جوس … نور ولولئ
سینما او موسیقي

اکشي کمار د تابعیت پرسر د هندیانو تر سختو نیوکو لاندې دی

د هندي سینما نوموتی او زیارکښ فلم ستوری اکشي کمار دا ځل د هندیانو تر سختو نیوکو لاندې دی. اکشي کمار وروسته له هغې د هندیانو لخوا په ټولنیزه رسنیو کې په نښه شو چې خلک پرې شکمن شول چې نوموړی د هند تابعت لرونکی پاسپورټ نه لري. اکشي کمار د هندي سینما نوموتی فلم ستوری دی چې د خپل زیار او کوښښ له امله په سینما کې ځانګړی ځای لري. نوموړی په دې هم … نور ولولئ
سپورټ

بټلر د پاکستان خلاف ننداره چیان په شپږیزو ماړه کړل

د انګلستان په کوربتوب له پاکستان سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې ترسره شوه. پاکستان د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه، انګلستان ته جېسن رای او جاني بېرسټو ښه سټارټ ورکړ، دوی دواړو پاکستاني بالران وټکول، رای په ۹۸ توپونو ۸۷ منډې وکړې، درې شپږیزې او ۶ یې څلوریزې ووهلې. جاني بېرسټو بیا په ۴۵ توپونو ۵۱ منډې وکړې، ده بیا ۶ څلوریزې ووهلې. بټلر او مورګن … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ۶ بریالیو خلکو د بریالیتوب ۶ رازونه

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي لېري نه ده چي موږ ټولو دي د بریالیتوب او د بریالیو کسانو د بریا تر شا د رازونو و رمزونو د څرنګوالي په اړه مطالب لوستلي او اورېدلي نه وي؛ څه چي تاسي په نننۍ لیکنه کي لولئ شاید لږ د هغو سره متفاوت وي چي تاسي لوستلي یا اورېدلي دي. لاندي د ۶ بریالیو کسانو د بریالیتوب ۶ رازونه چي تر خوب وړاندي ئې ترسره کوي – درسره … نور ولولئ