ټولنیز ژوند

د خوشحاله خلکو څو ورځني عادتونه

ژباړه: نوراحمد فضلي خوشحاله اوسېدل له ژونده د اصلي خوند اخیستلو له لارو چارو څخه دي. کېدلای سي ستاسي په نظر به تریو تندی یا خپه کس جذاب و ایسېږي، خو خوشحاله اوسېدل نه یوازي ستاسي د عاطفي رفاه و هوسایني له پاره ضروري دي، بلکي په خوشحاله ژوند کولو سره کولای سئ چي یو بریالی کس هم و اوسېږئ. په دې مطلب کي د خوشحالو کسانو هغه ۱۱ عادتونه درته بیانوو چي هغوی ئې … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان د پاکستان څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله!

ليکنه: مدثر دعوت د انګلستان او پاکستان ترمنځ د ۵ يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه يو ورځنۍ لوبه ترسره سوه. د لوبي پچه انګلستان وګټل او توپ اچوونه يې انتخاب کړه. پاکستان په پوره ۵۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۳۴۱ منډي هدف وټاکی. د پاکستان لپاره فخر زمان ۵۷، بابر اعظم ۱۱۵، محمدحفيظ ۵۹ او شعيب ملک ۴۱ منډي وکړې. د انګلستان لپاره ارچر يوه، مارک ووډ ۲ او ټام کرن … نور ولولئ
سپورټ

بنګلديش د ۳ اړخيز لوبو سيريز وګټی!

ليکنه: مدثر دعوت د بنګلديش، ويسټ انډيز او ايرلينډ ترمنځ د ۳ اړخيزه يو ورځنيو لوبو د سيريز پايلوبه د بنګلديش او ويسټ انډيز ترمنځ وه. د لوبي پچه بنګلدیش وګټل او توپ اچوونه يې انتخاب کړه. ويسټ انډيز په ۲۰.۰۱ اوورونو کي د يوه لوبغاړي په سوځيدو سره ۱۳۱ منډي کړی وې خو لوبه د باران له کبله ودریده. شی هوپ ۷۴، امبريس ۶۹ او براوو ۳ منډي وکړې. د بنګلديش لپاره مهدي حسن … نور ولولئ
سپورټ

مورګن د بنديز سره مخ سو! نن به د انګلستان لوبډلمشر څوک وي؟

ليکنه: مدثر دعوت نن مازديګر ۰۴:۳۰ بجې انګلستان د پاکستان سره د ۵ يو ورځنيو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه ترسره کوي. خو د انګلستان کرکيټ ملي لوبډلي لوبډلمشر د پاکستان په وړاندي د نن په لوبه کي نسي لوبيدلای. ايون مورګن د کريکټ د نړيوالي شورا له لوري په دې تور چي د تيري لوبي په منځ کي يې اوورونه په ځنډ سره بدلول او اضافي وخت يې ورباندي نيوی د نن ورځي د … نور ولولئ
سپورټ

جاش هزل ووډ د اسټرالیا غوراوي کمېټې نه ګېله من دی

د اسټرالیا چټک توپ اچوونکی جاش هزل ووډ، چې له کابو څلورو میاشتو راهیسې اسټرالیا لپآره نه دی لوبېدلی اوس د اسټرالیا غوراوي کمېټې څخه ګیله من دی او وایي دی یې د نړیوال جام لپآره په نوملړ کې دوه ځلې له پامه وغورځاوه. هزل ووډ د جنوري په میاشت کې د اسټرالیا او هندوستان د لوبو پرمهال د ملا په برخه کې ټپي شوی و او پوره ۴ میاشتې یې کرکټ ونه کړ؛ خو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په روژه کې د پنځم ټولګي پښتو کتاب!

لیکنه: زاهد صدیقي د کتاب پلورنځي مخې ته سودا په لاس ولاړ وم. یو تنکی ځوان راغی او په فارسي ژبه یې راته وویل: “پلاستیک می گیری؟” خو پښتون و. زړه نا زړه وم چې وې پېرم ترې کنه. پلاستیک یې راته خلاص ونیوو ما هم خپله سودا پکې واچوله او لس روپۍ مې ورکړې. شونډې یې وچې او د بازار په ګَرد لړلې وې. ترې مې وپوښتل: “روژه یې؟” وې ویل: “هو”. ما ورسره … نور ولولئ
سفر

د سفر کولو ګټې؛ په دې ډول عاشقانه ژوند ورسره پیلولای شئ

ژباړه: صادق طارق د الیزابت ګیلبرت ( غذا، دعا او سفر) کتاب که ولولئ، متوجه کیږئ چې عشق یوه جادویي تجربه ده او په بشپړ ډول په نامنتظره بڼه رامنځته کیږي. په بله مانا: مېنیدل یو بشپړ تصادف دی او سفرونه د داسې تصادفاتو په رامنځته کولو کې مرسته کوي. په سفرونو کې معمولاً د ګډ ژوند ملګري خپله اړیکه رغوي او مجردان تر ډېره په لومړي ځل مېنانیږي. د ګڼو عاشقانه فلمونو کیسې د … نور ولولئ
سپورټ

له خپلو مینوالو د واټسن مننه !

واټسن چې د اسټرالیا غوره الراونډر و او د اسټرالیا لپاره خورا ښه ځلېده، اوس په آې پي ایل سیالیو کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي. واټسن د هر کال آې پي ایل سیالیو په لومړي پړاو لوبو کې دومره ښه نه ځلېږي؛ خو د آې پي ایل پایلوبه کې بیا د واټسن پړاو وي او هر کال پایلوبه کې واټسن د چینای سوپرکېنګز لوبډلې ملا ورتړلې او کله، کله یې لوبډله په اتلولۍ هم … نور ولولئ
سیاست

د معمر قذافي د حکومت پرمهال، د ليبيا اوضاع څه ډول وه؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس د نړۍ ټول خلک قذافي د يو ديکتاتور او ظالم شخص په توګه پېژني، د لاندې ليکنې په لوستلو به د نوموړي د حکومت پرمهال د ليبيا د اوضاع په اړه خبر شئ. ـ د ليبيا د ټولو اوسېدونکو لپاره برېښنا وړيا وه. ـ د بانکي تعرفې په نامه څه نه و. ـ د هر ليبيايي لپاره د کور لرل يو مسلم حق و. ـ هرې تازه واده شوې جوړې ته … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان اوسنی لوبډلمشر ایئن مورګن د کوم هیواد دی؟ دلته یې درته وایو

ایئن مورګن د کرکټ په نړۍ کې یوه پېژندل شوې څېره ده، دا لوبغاړی چې د ایم ایس ډوني او کرېس ګېل په څېر تر ټولو دروند او وزن لرونکی بېټ کاروي په هېټېنګ کې هم خورا مشهور دی. ایا پوهېږئ، چې دی د کوم ځای دی، له کوم ځای او کله انګلستانۍ لوبډلې ته راغلی دی؟ د کرکټ مانتلي یا میاشتينۍ په نوم انلاین یا پرلیکه مجلې د ایئن مورګن اصلي ټاټوبي او د … نور ولولئ