بریا او پرمختګ

د زده کوونکو له والدینو سره د یوه ښوونکي خبرې

ژباړه: عطا محمد میاخېل که وپوهېږئ، چې ستاسو د ماشوم د ښوونکي په ذهن کې څه تېرېږي، هم په ښه توګه کولای شئ، چې د ښوونکي د تدریس په پروګرام باندې پوه شئ او هم کولای شئ، خپل ماشوم ته لارښوونه وکړئ، ترڅو غوره کړنې ولري. زموږ دنده خوندوره نه ده که چېرې کوچنیو ماشومانو ته درس ورکوو، فکر مه کوئ، چې زموږ دنده ډېره خوندوره او بوختونکې ده او موږ ته مه وایئ، کاشکې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

نن؛ ستاسو هغه سبا دی چې پرون ورته په تمه وی

همدا اوس مو په زړه کې همېشنۍ مینې ته ځای ورکړئ او له خپلو ټولو ښېګڼو کار واخلئ، څو همدا نن خوښ و اوسی او نن مو د ژوند تر ټولو ښه ورځ حساب شي. همدا اوس چې تاسو په کې ژوند کوی، دا داسې یوه شېبه ده چې تل پاتې ده او هېڅکله به مو هم له یاده ونه وځي. اجازه مه ورکوئ چې کومه ستونزه او تشویش مو وخت در ضایع کړي؛ ځکه … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام؛ د یو ورځنیو لوبو ځانګړی لوبغاړی حشمت شاهدي درپيژنو

د حشمت الله شاهدي دا لومړی نړیوال جام دی چي پکښي لوبېږي. لیکنه : عبدالله عادل حشمت الله شاهدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ځوان لوبغاړی او په ټسټ لوبو کښي د افغان کرکټ ملي لوبډلي مرستیال لوبډلمشر دی. ۲۴ کلن شاهدي د ۱۹۹۴کال د نومبر میاشتې پر ۴مه نېټه د افغانستان په لوګر ولایت کښي زېږېدلی دئ. حشمت کیڼ لاسی ټوپ ارډر توپ وهوونکی دئ. هغه اوس مهال د توپ وهني په برخه کي … نور ولولئ
افغانستان

له جوزا وروسته د اوسني حکومت د ادامې حقوقي ارزونه

لیکنه: څېړنيار عبدالصبور مبارز د اساسي قانون د ۶۱ مې مادې د دوهمې فقرې له مخې د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته پر پنځم کال د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي. د يادې مادې د درېمې فقرې په اساس د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو په موخه د برحاله ولسمشر د کاري دورې تر پای ته رسېدو مخکې د ۳۰ یا ۶۰ ورځو په اوږدو کې نوې ټاکنې ترسره کېږي. دا هغه ماده چې … نور ولولئ
ادبیات

د حمزه جونګړه – مصطفی سالک – راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې

حمزه بابا په خپله شاعرۍ کې د بیلو ښکلاوو له مخونو پردې پورته کړې دي، د ښکلا ډیر کم اړخونه به وي چې جلوې یې د هغه په شاعرۍ کې سترګکونه ونه وهي. په دې لړ کې نن د بابا په مشهور نظم (جونګړه) خبرې کوو او هڅه به مو دا وي چې له طبیعت سره د شاعر تړاو جوت کړو. راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې : ځنګل د انسان لومړی … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اړین مهارتونه؛ تر ۵۰ کلنۍ مو باید دا مهارتونه زده کړي وي

ژباړه: صادق طارق ماهره خلک له ناماهره هغو څخه په ژوند کې ډېر بریالي وي. ځینې مهارتونه د شوق اړوند وي، خو ځینې داسې دي چې خامخا یې باید هر څوک زده کړي. البته دا مهارتونه له وخت سره تړلي دي، یانې هره زمانه ځانته جلاـ جلا مهارتونه غواړي. کومه زمانه، چې موږ او تاسې پکې ژوند کوو، مخته تګ او بریالیتوب پکې ځینې خاص مهارتونه غواړي. دلته هغه مهارتونه درسره شریکوو، چې تر ۵۰ … نور ولولئ
افغانستان

هند ته په افغانستان کې د داعش د حضور ګواښونه؛ عمر داودزی پرې غږیدلی

د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې شورا د دارالانشا ریس عمر داودزی د تېرې اونۍ په پای کې د هند په سفر بوخت و. داودزي په دغه سفر کې یوې هندي رسنۍ سره د مرکې پر مهال په افغانستان کې د داعش ډلې لخوا هند ته پر رامنځته کیدونکو اندیښنو غږیدلی. یاران وېب پاڼه یې د مرکې مهم ټکي درسره شریکوي: ولې جدي ګواښ؟ … نور ولولئ
افغانستان

روژه او پرقصابانو نیوکې؛ د غوښې بیه ولې لوړه شوې؟

د روژې له را رسیدو سره په افغانستان کې د نورو خوراکي توکیو ترڅنګ د غوښې د بیې له لوړوالي شکایتونه زیات شوي. د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو په دې اړه اعتراضونه کړي، چې له کبله یې ګڼو ولایتي ادارو د ښاروالیو له لارې د نرخونو د کنټرول هڅې پيل کړي. سږ کال تر نورو کلونو ډېر د غوښې د بیې له لوړیدو هم شکایتونه کیږي. خو دلیل یې څه دی، قصابان ولې … نور ولولئ
افغانستان

۷۰ کلن شو؛ ډاکټر غني څنګه ژوند وکړ، بیا ځلي ولسمشرۍ ته به یې صحت څنګه وي؟

نن د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د زوکړې اویایمه کلیزه ده. هغه خپله اویایمه کلیزه په داسې مهال نمانځي، چې یوې بلې پینځه کلنې ولسمشریزې دورې ته نوماند دی. د غني یو لوی شعار د واک نسلي بدلون دی، یانې غواړي ځوان نسل په سیاست او حکومتولۍ کې د رهبرۍ تر کچې ښکېل کړي. په دې لیکنه کې به د غني د ژوند بېلاـ بېلو خواوو ته د کتنې ترڅنګ دا بحث کړو، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مايوسي؛ د روغ او مثبت ژوند لپاره ګټوره لیکنه

ليکنه : محب الله آرمل له ملګرو سره مو يوه ورځ په افغانستان کې په رواني ناروغيو او د دغه ناروغي په زيات نفوذ بحث شو، ډېرو ويل چې په دې وطن کې هېڅ سړی سل سلنه له رواني اړخه روغ نه دی، هر څوک چې په دې وطن کې اوسي رواني ناروغ دی، خو د ناروغي فصدي يې فرق کوي، ځينې لس سلنه ناروغ دي او ځينې په ترتيب شل دېرش… چې دا فصدي … نور ولولئ