په زړه پورې

د عربي نړۍ د ښکلا سیالۍ؛ کوموهېوادونو ډېرې ښکلې نجونې لرلې؟

د الجزایر یوه ښکلې نجلۍ (امیره سماره یحیی) د عربي نړۍ د ۲۰۱۹ کال د ښایست ملکه ټاکل شوې ده. هغه په داسې حال کې دغه مقام ته رسیدلې ده، چې هېواد یې له سختو سیاسي کشمکشونو سره لاس و ګرېوان دی. د سیالیو ګټونکې امیره ته کوم فرد دا امتیاز نه دی ورکړی؛ هغې د ښکلا په کلنۍ سیالۍ کې برخه اخیستې او خپل ښایست یې ورته دا مقام ګټلی. هغه له دې وروسته، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د فکر د پراخولو او ښه کولو ۵ عادتونه

ژباړه: ساحل منګل دا زمونږ افکار دي، چې زمونږ واقیعتونه جوړوړي، نو ښه داده چې د فکر د لوړولو او ښه کولو لپاره له ځانګړو لارو چارو څخه کار واخلو. دغه لاندې پنځه عادتونه له تاسو سره مرسته کوي تر څو وکولای شئ فکر مو جوړ او ژوند ته مو پراختيا ورکړئ: ۱-ستاسو عادتونه ستاسو د جوړېدونکي ژوند پايله ده که غواړئ، چې منډه وهونکی ( ماراتن) شئ، بايد د ماراتن په څير د يوه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا وايي، د افغان لوبډلې په نوملړ کې دا درې ټکي د حیرانتیا وړ دي

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د اپریل په ۲۲ مه نېټه د لوبډلې اعلان خبر خپور کړی او درې ټکو ته یې اشاره کړې، چې په وېنا یې د حېرانتیا وړ دي: لومړی ټکی تجربه کاره او له ستونزو سره لوبېدلی او بریالی لوبډلمشر اصغر افغان د نسبتاَ کم تجربه لوبډلمشر ګلبدین نایب تر لوبډلمشري لاندې لوبېدل د حېرانتیا وړ ټکی دی، دوی وایي اصغر افغان د افغانستان لپاره بریالی … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کتاب نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د کتاب د کمې مطالعې څو لاملونه

لیکنه راټولونه: مریم محمدي د اپریل ۲۳ د کتاب نړیوالې ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي، دا ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو له خوا په دې نوم ونومول شوه چې د نړۍ په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې لمانځله کېږي. د نړۍ په ډېرو هیوادنو کې د کتابونو په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه وال په ګډه کار سره کوي … نور ولولئ
سپورټ

ريشب پنت د اجينکا رهاني سليزه په اوبو لاهو کړه.

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمرليګ په ۴۰مه لوبه کي راجستان رويالز او ډهلي کاپيټلز سره مخ سوه. ډهلي دلوبي پچه وګټله او راجستان ته يې د توپوهني بلنه ورکړه. راجستان په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۲ منډي هدف وټاکی. د راجستان لپاره پخواني لوبډلمشر اجينکا رهاني په ۶۳ توپونو سلیزه ووهله،سټيوسميت ۵۰ منډي او سټوارټ بني ۱۹ منډي وکړلې. د ډهلي لپاره ایشانت شرما، اکسرپټيل او موريس يوه یوه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نورو له خوا ستاسې عاطفي ځورونه داسې کیږي

عاطفي ځورونه هغه هڅه ده، چې یو څوک یې ستاسو د ډارولو، کنټرول لاندې راوستو او یا هم منزوي کولو لپاره کوي. دغه کړنې تر ډېره په خبرو او له تاسو سره د چال چلند پر مهال تر سره کوي. کېدای شي په ورځني ډول ډېر له دې ډول چلند سره مخ شوي یاستی، خو زیان بیا هغه وخت درته رسوي، چې دا هر څه زړه ته واچوی. که مقابل کس پوه شي چې عاطفي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ۳۰ ورځو کې غوره مدیرشئ؛ دا یې لارې چارې دي

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق مدیریت کومه معجزه نه ده، یو علم دی، چې هم اوږدمهاله زده کړې او تجربې ورته موجودې دي او هم لنډ مهاله. دلته به هغه لارې چارې درسره شریکې شي، چې په یوه میاشت کې یو نوی مدیر په غوره او تجربه کار مدیر بدلولی شي: اوله ورځ: غټې مه وایئ د مدیریت د اولې ورځې په اړه مو مشوره دا ده، چې ځان پکې ډېر غټ مه ګڼئ . … نور ولولئ
افغانستان

غني سره د امریکایي وزیر توندې خبرې؛ د خلیلزاد د کابل سفر خو به لویه جرګه ونه ځپي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو د دوشنبې پر ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلیفوني خبرې کړي. د غني دفتر د معمول خلاف د دغو خبرو په اړه نه کومه اعلامیه ورکړې او نه یې ویاندویانو په دې اړه کومه مرکه یا نظر څرګند کړی. څه یې سره ویلي؟ د روسیې خبري اژانس اسپوتنیک په یوه راپور کې ویلي، چې امریکایي لوري له غني غوښتي څو د سولې پر وړاندې نور … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان شوکاڼی، ګټه یې او په لومړي ځل یې هند ته صادرول

شوکاڼي هغه سپينې تیږې دي چې په ګڼو درملو او نورو توکو کې ترې استفاده کیږي، لکه؛ ټيرونو، د ماشومانو د لوبو څیزونه، رنګونو، د ارایش مواد، کاغذ، قرطاسیه، سرامیک محصولات، د ځمکې او دېوال کاشي، چیني محصولاتو، ربړ، دوایانو او نږدې تر یو نیم سلو څیزونو کې کارول کېږي. په افغانستان کې شوکاڼی تر ډیره د ننګرهار د سپین غره په لمن کې ډیر موندل کیږي. دغو پینځو ولسوالیو؛ خوږیاڼي، شیرزاد، حصارک، پچیر اګام … نور ولولئ
کلتور او هنر

د ګجرات پښتانه – صفیه حلیم

. عالیه سلطانه د “بلاسينور” د وروستي نواب لورده. په ۱۹ میلادي پېړۍ کې د هند په لویدیځ کې د ګجرات په ساحلي سیمې د جوناګړه او مناودر په شان بلاسینور هم د “بابي” پښتنو یوه نوابي وه. د ګجرات، کاټهیاواړ د سمندر پرغاړه جوړ د سومنات مندر په ۱۱ میلادي پېړۍ کې د غزني سلطان محمود په حمله کې وران شو. ښایی هغه وخت ځینې افغانان هلته پاتې شول. خو ګجرات ته د پښتنو … نور ولولئ