افغانستان

حکومت ته د مناظرې چېلنجونه؛ مناظره څه ده، ولې حکومت پلوي نه ورته حاضریږي؟

په وروستیو کې د حکومت او په خاص ډول د ولسمشر غني یو شمېر سیاسي مخالفین هغه او پلویانو ته یې د مناظرو چېلنجونه ورکوي. په تازه ګام کې د کابل پوهنتون استادانو: پوهاند محمد اسماعیل یون او ډاکټر فیض محمد ځلاند حکومت پلوو ته دغه چېلینج اعلان کړی. دا موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت پلوو او حکومت ضدو فعالانو په ګرم بحث بدله شوې ده. افراطی قضاوتونه د حکومت پلویانو پخپلو پوسټونو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

په ګټه وټه کې د بالیوډ ۱۰ ریکارډي فلمونه

د هندي سینما د لسو غوره فلمونو په تړاو لیکل اسانه دي ځکه د فلم په نړۍ کې داسې ډېر کامیاب فلمونه شته چې زیات لېدونکي یې لرل. مثلا ځينو فلمونو په خپل هېواد کې څومره ګټه کړې؟ فلم له خپل هېواد بهر څومره ګټه کړې؟ د فلم څومره ټکټ خرڅ شوي؟ په فلم څومره لګښت راغلی؟ فلم ته د سټلايټ، ډیجیټل، ټلویزیون او د میوزیک د حقوقو څخه څومره عاید لرلی؟ او داسې نور… … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په دې ډول تمرکز وکړئ

نابغه کسان، خپل ټول سل سلنه ذهن پر یوې موضوع باندې متمرکزوي او له هغو کړنو چې د دوی ذهن مغشوشوي، ځان ژغوري. په نړۍ کې چې تراوسه هم کوم کشفیات شوي، دا ټول د سل سلنې ذهن د تمرکز زېږنده ده. د متمرکز ذهن قدرت ته (CMP) وایي. کله مو چې ذهن متمرکز شي، په اسانۍ سره کولی شئ د ځان لپاه مهالوېش جوړ کړئ او کومې موخې مو چې د ځان لپاره ټاکلې … نور ولولئ
افغانستان

د کابل له تشنابونو شکایت؛ د ښځینه لیکوالې خاطرې، فریاد او وړاندیزونه ولولئ

سرچینه: اطلاعات روز ورځپاڼه لیکواله: کریمه ژباړه: بشر دروېش – یاران وېب پاڼه په ۲۰۰۹ کال کې، هغه مهال چې د کابل د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې وم، دې ستونزې زیاته وکړولم. زموږ ښوونځی که څه هم د نجونو له غوره ښوونځیو څخه و، خو تشنابونه یې خورا چټل وو. په دغو تشنابونو کې لومړني امکانات لکه: اوبه، کاغذ یا د لاس وینځلو شامپو نه وه. یوازیني څو پاک تشنابونه چې وو، هغه … نور ولولئ
په زړه پورې

جاپان سګرټ څښوونکي په استادۍ نه نیسي؛ موږ به نصواریانو سره څه کوو؟

په جاپان کې حکومت د ۲۰۲۰ نړیوالو المپیک سیالیو لپاره د توکیو ښار د چمتو کولو هڅې پیل کړي. له دې سره په هم مهاله توګه پوهنتونونو د جاپانیانو د ډېر با فرهنګه ښودلو د عملي ګامونو لپاره اعلان کړی، چې سګریټ څښونکي کسان به نور د استادۍ لپاره نه نیسي. لومړنی اعلان د دغه شرط د اعلانولو نوښت د «ناگازاکی» په نوم یوه مشهور پوهنتون کړی. پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي،چې هر هغه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او زبرځواکونه؛ امریکا، روسیه او چین به پر افغان سوله څه هوکړې ته وردسیږي؟

ټاکل شوې، چې د ماسکو پلازمېنه په همدې څو ورځو کې د افغان سولې په تړاو د نړۍ د څو زبرځواکونو( امریکا متحده ایالاتو، روسیې او چین) د درې اړخیزې ناستې کوربه وي. د دغې ناستې ډېر جزیات نه دي مشخص شوي، خو ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او یو … نور ولولئ
سپورټ

چینای،حيدراباد ته په ماتي ورکولو سره بيا ترټولو مخکي سوه!

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمرليګ په ۴۱مه لوبه کي سنرايزر حيدر اباد د چينای سوپرکينګز ميلمنه وه. د لوبي پچه چينای وګټله او حيدر اباد ته يې د توپوهني بلنه ورکړه. حيدر اباد د ۳ لوبغاړو په سوځيدو په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۷۶ منډي هدف کښيښودی. ډيويډ وارنر د تل په څير نيمه سليزه ووهله او په ۴۵ توپونو يې ۵۷ منډي وکړلې. که څه هم بړسټو په صفر وسوځيد خو منيش پانډې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ددغو عادتونو او کارونو له امله انسان په خوب کې خبري کوي

ژباړه: مریم محمدي داسې خلک به مو لیدلې وي چې په خوب کې خبرې کوي، له امله به یې ستاسو خوب هم خراب شی وي، له ځان سره به مو فکر کړی وي، چې انسان ولې په خوب کې هم خبرې کوي؟ شاید ځینو خلکو ته دا خبره عجیبه یا هم له تشویشه ډکه ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې په خوب کې د ماشومانو او سړیو ( نارینو) خبرې کول د اندیښنې وړ … نور ولولئ
سیاست

پاکستانیان: زموږ پزه يې راپرې کړه؛ عمران خان ته جعرافیه ولولئ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په ایران کې وویل، چې جرمني او جاپان د پولې په سر شخړې له خبرو او اقتصادي همکاریو د پراختیا له لارې حل کړې. نوموړي د جرمني او جاپان مثال ځکه راوړ، چې ایران ته وښيي، د پاکستان او ایران په ګډه پوله روانه ګډوډي هم د خبرو او اقتصادي پراختیا له لارې هوریدلای شي. خو لومړی وزیر عمران خان په دې نه پوهیده، چې جاپان په ختیځه … نور ولولئ
سپورټ

ډوني د راشد خان په ګوګلي بال ننګول کیږي؛ شاید بیا یې پرې اوټ کړي

راشدخان د ډوني هېلېکپوپټر شاټ لوبولی شي؛ خو ډوني د راشدخان ګوګلي توپ نه شي لوبولی. نن د آې پي ایل په څلوېښتمه لوبه کې سن رایزرز حېدراباد او چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره مخ دي، د کرکټ مبصرین په دې اند دي، چې ډوني به یو ځل بیا د راشدخان د ګوګلي توپ ښکار کېږي او سوځوي به یې. نن ماښام اووه بجې حېدراباد لوبډله په چینای ښار کې د چینای مېلمنه ده او راشدخان … نور ولولئ