ټولنیز ژوند

له واده وروسته ولې مېرمنې چاغیږي؟

ژباړه: مریم محمدي تاسو به هم لیدلي وي چې ډېری نجونې او هلکان له واده وروسته زر چاغیږي یا چاقیږي، چې له دې سره خپل نورمال اندام له لاسه ورکوي. یو شمېر خلک بیا په دې باور دي چې له واده وروسته اندام دومره مهم نه دی، په داسې حال کې چې له واده وروسته نورمال وزن او ښکلی اندام ډېر اهمیت لري. دلته په دې عمومي لیکنه کې په هغو لاملونو خبرې کوو چې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د کرینه کپور دوه کلن زوی تیمور خان یوه فلم کې په یو کروړ روپۍ لوبیږي

د بالیوډ سینما د ښکلې اداکارې کرینه کپور او مشهور فلم ستوري سیف علي خان وړوکی زوی تیمور علي خان فقط په دوه کلنۍ عمر کې د یوه فلم لپاره غوره شوی دی. تیمور علي خان د خپل پیدایښت وروسته د خبرونو سرټکي و او په ټولنیزه مېډیا کې یې هم ویډیو ګانې خلک ډېرې خوښوي او همدا لامل دی چې د وخت په تېرېدو د هغه مینوال لا هم زیاتیږي. د هندي رسنیو د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د برياليتوب په اړه ۱۰ په زړه پورې او ارزښت لرونکې لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱) ترټولو تيارې شېبې د ستورو د ليدلو لپاره غوره شېبې دي. روحيه مو وساتئ او تاسو به متوجه شئ چې خوش بيني د تاسو ته خوښي دربښي. په نړۍ کې ترټولو غوره کسان هغه دي چې د حپلو تشويشو او ستنونزو پرځای تل خپلې نېکۍ، ښه کارونه او هغه چا چې ورسره ښه کړي وي، يادوي يې. ۲) مه تسليمېږه. که د هڅو څخه ډېر ژر لاس واخلې، ښايي هېڅکله … نور ولولئ
افغانستان

د افغان تراژیدۍ یوه مستنده کیسه؛ مور یې د کوچنۍ لور مخکې ووژله!

د مازیګر درې او پینځلس دقیقې دي، په ځانمرګو واسکټونو او نورو درنو وسلو سمبال ۵ کسان د کابل ښار ختیځ کې عبدالحق څلور لاري ته نیږدې د ولسمشریزې ماڼۍ په یو کیلومترۍ کې په هم مهاله توګه د ټولګټو او د شهیدانو او په معلولینو په چارو کې د دولت پر نوي جوړ شوي وزارت ورننوځي. مامورین او چارواکي چې هم سړې هوا او هم ورځینیو کارونو ځپلي، لار ورکي کیږي. د دوی دفترونه … نور ولولئ
پوهنتونونه

د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د دایکنډي د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا منظوره شوه چې رسمي چارې یې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې پیل او په همدغه کال ورته د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا ډول مقاربت هوښیارتیا زیاتوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د یوې روغې، سالمې او مناسبې جنسي اړیکې لرل د جوړو د روغتیا او سلامتیا لپاره ډېر مهم دي، په دې اړه په زړه پورې ټکي شتون لري، چې د دې لیکنې په دوام به یې ولولئ. ډېره موده کېږي، چې د انسانانو په روغتیا او سلامتیا باندې د یوې سالمې او منظمې جنسي اړیکې مثبتې اغېزې ثابتې شوې دي او په زړه پورې ده، پوه شئ، چې د ډېری اروایي … نور ولولئ
افغانستان

د ۵۳ کلنو ملګرو تقابل؛ غني که خلیلزاد به د سولې لوبه وګټي؟

سوله که د افغانستان خلکو ته یوه جدي او ترهرڅه لومړنۍ اړتیا ده؛ سیاستوالو ته که په افغانستان دننه دي، یوه مهمه سیاسي لوبه او د خپلو ګټو د بقا کیسه ده. افغان سوله اوس د نورو پېچلو اړخونو ترڅنګ د دوه ۵۳ کلنو زړو یارانو د سیاسي لوبې مهمه نقطه ګرځیدلې. د یوه پوهنتون دوه لوبغاړي اشرف غني احمدزی او زلمی خلیزاد د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر وخت د لبنان د بیروت امریکایي … نور ولولئ
روغه سټه

د سترګو تورې حلقې څنګه ختمولی شو؟

د سترګو ګېر چاپېره تورې حلقې د نجونو د مخ پر ښکلا بده اغېزه پرېږدي، نن په همدې اړه نجونو ته یو څه لارښوونې لرو، خو لومړی باید پوه شو چې د سترګو ګېر چاپېره تورې حلقې ولې پیدا کېږي؟ عوامل: • ناسم او نامتوازنه خواړه • کم خوبي یا د شپې تر ډېره شوګیر کول • بې ځایه فکر او تشویش کول • په ملاسته یا هم تته رڼا کې مطالعه • د سهار … نور ولولئ
په زړه پورې

داسې ناروغه چې هیڅ درد نه احساسوي

سکاټلینډ کې د کامېرون په نوم ۷۱ کلنه مېرمن په داسې ناروغۍ اخته شوې چې هیڅ ډول تکلیف، درد، زړه تنګون نه احساسوي. کامېرون ۶۵ کلنه وه چې ډاکټرانو یې د لاس جراحي عملیات ور وکړل او له هغې وروسته یې د درد دوا ور نه کړه، اما ورته وویل شول چې څو ورځې به یې ټپونه سخت درد ولري، مګر هغې تر ډېره د هیڅ ډول درد احساس ونه کړ. وروسته د لندن کالج … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مثبت او منفي ټولنیز لقبونه؛ ګټې او زیانونه يې

آیا کله مو هم په ټولنه کې دې موضوع ته پام شوی چې، یو څوک په شریف انسان مشهور وي څومره درناوی يې کوو او بل که په بد انسان مشهور وي څومره کرکه ترې کوو؟ باوري یم چې ځواب به مو هو وي، راځئ نن د ټولنې ښه او بد لقبونه وپیژنو: ۱. بد لقبونه بدبختانه باید ووایو چې په افغان ټولنه کې په یو او بل د بدو ټاپو او لقبونو لګول ډیر … نور ولولئ