اقتصاد

تر ټولو ګران بیه طلاق؛ د امازون د مالک مېرمنې پرې ۳۵ میلیارده ډالره واخیستل

لیکنه: صادق طارق د طلاقونو په اړه به مو ډېر اوریدلي وي، په نړۍ کې اوس دا جنجال عام شوی او ډېرې جوړې یا په خوښۍ یا خپګان سره جدا کیږي. خو د امازون اینټرنیټي پلورنځي د مالک او نړیوال شتمن جف بزوس او مېرمنې طلاق عجیبه کیسه شوه. ګران بیه طلاق جف بزوس خپلې طلاق کړې مېرمنې مک کنزي ته د طلاق نه وروسته ۳۵ میلیارده ډالره ورکړل او هم یې د خپل پلورنځي … نور ولولئ
افغانستان

د ۵ طالب مشرانو کیسه؛ د ګوانټانامو هغه بندیان چې امریکا سره د مذاکراتو مېز ته ناست دي

سرچینه: نیویارک ټایمز لیکوال: مجیب مشعل ژباړن: بشر دروېش ـ یاران وېب پاڼه په ۲۰۰۱ کې کله، چې امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید او د طالبانو دولت را وپرځاوه، حتا له هغو کسانو سره یې هم د ترهګرو په حیث چلند وکړ، چې پخپله دوی ته تسلیم شوي وو. دوی هغه کسان هم ونیول او په تړلو سترګو یې کیوبا په ګوانټانامو کې امریکایي زندان ته واستول. اوس د هغو کسانو ۵ تنه یې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هالیوډ فلم کپټن مارول فلم نږدي ۱۰۰۰ میلیونه ډالر ګټه کړې

د هالیوډ سینما تازه نندارې ته اېښودل شوي فلم (کپټن مارول) د نړۍ په باکس افس کې ټول فلمونو وروسته پرېښودل. کپټن مارول نه یوازې دا چې نور فلمونه یې په ګټه وټه کې تر شاه پرېښي بلکې د خپلې لګښت څو چنده ګټه یې کړې ده. دغه فلم د ټکنالوژۍ پر مټ جوړ شوی فلم دی چې کیسه یې هم د روان انساني ژوند سره په توپير ده. ځکه په دغه فلم کې زیاتره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځان غوښتني ۵ کړني چي ژوند مو تباه کوي

ژباړه: نوراحمد فضلي ځان خوښه کړني کولای سي چي ستاسي پر ژوند باندي منفي تاثیرات پرېږدي. په دې ليکنه کي ۵ هغه رایج ترین چلندونه درته ذکر کوو چي شوني دي له پوهېدو پرته همدا اوس ستاسي په ګډ ژوند کي وي. باید دا چلندونه وپېژنئ او له هغو د مخنیوي روشونه هم زده کړئ. ډېری جوړې (مېرمن و خاوند) چي د کورنۍ مشاورینو ته ورځي، دواړه اړخونه ښه نیت و قصد لري او غواړي … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د مودي پر ژوند جوړشوي فلم د ریلیز کیدو په اړه جنجالونه

د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي پر ژوند جوړ شوي فلم د نندارې ته اېښودو پر نېټه جنجالونه را ولاړ شوی. د ځينو رپوټو له مخې دغه فلم به د ټاکلي نېټې ۱۲ اپریل باندې پر سینما ګانو روښانه نشي او وروسته ته به وساتل شي. په لومړیو کې ویل شوي وه (پي ایم نریندر مودي) فلم د اپریل په میاشت کې نندارې ته وړاندې شي، مګر اوس ویل کیږي چې دغه فلم به … نور ولولئ
سپورټ

دوه اورونه، د بونډریانو باران او کولي ته سخته ماته

د آر سي بي او کلکتې لوبډلو لوبه خورا ګرمه او خطرناکه وه، په لومړۍ پاڼۍ کې د ویرات کولي او ای بي ډیویلیئرس توپ وهنه ښه مخته لاړه، ویرات کولي په ۴۹ توپونو ۸۴ منډې وکړې، ۹ څلوریزې او ۲ شپږیزې پکې شاملې وې، ای بي ډیویلیئرس بیا په ۳۲ توپونو ۶۳ منډې وکړې، چې څلور یې شپږیزې او ۵ یې څلوریزې وهلې وې. آر سي بي د روان آې پي ایل دریم ستر … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان او کرکټ؛ وروستي بدلونونه او غبرګونونه- جعفر هاند

د جعفر هاند لیکنه د لوبغاړو د غوراوي کمیټې اصغر افغان له کپټانۍ لېرې کړ او ګلبدین یې پر ځای وټاکه. راشد خان یې د شل اوریزو او رحمت شاه یې د ټست لوبو کپټان کړ. افغانستان باید د دریو فارمټونو لپاره جلا کپټانان ولري. له دغه اعلان وروسته د محمد نبي او راشد خان په ګډون د افغانستان د کرکټ (اکثریت) شننونکو، څارونکو او مینوالو همدا یوه خبره وکړه چې د نړیوال کپ تر … نور ولولئ
سپورټ

په اوس وخت کې د لوبډلمشر بدلول څنګه اقدام دی او څه باید وشي؟

د کرکټ بورډ عمومي رئیس سویلي افریقا ته د لوبغاړو له تګ وړاندې له هغوی سره ناسته وکړه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي نن د غوراوي کمېټې له خبري ناستې وروسته له ملي لوبغاړو سره ناسته وکړه او دوی ته یې د لا ډېرو لاسته راوړنو او خپلو هېوادوالو ته د خوښيو ورکړې هیله څرګنده کړه. د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د یوې خبري ناستې پر مهال د کرکټ لوبې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا سپارښتنې د ټولو د خوشحاله ګډ ژوند لپاره دي

ژباړه: مریم محمدي ۱- داسې نه ده، چې له واده وروسته د ژوند ټولې ستونزې په خپله لاره ځي او یوازې خوشالي پاتې کیږي، نه هیڅکله نه، د یوې بریالۍ او خوشاله کورنې درلودلو لپاره په کار ده چې، ځان غوښتونکي نه اوسئ، قرباني ورکړئ، صبر ولرئ، مقابل لوری درک کړئ، بخښنه مه هیروئ او مهربانه اوسئ. ۲- واده تر ټول ښه فرصت دی، چې تاسو روحي او جسمي بریاوو ته ورسوي، خو مهمه دا … نور ولولئ
ادبیات

ژوند او فن ته یې کتنه؛ د پښتو ادب یوه مخکښه ( غوټۍ) (خاورې) شوه!

لیکنه: صادق طارق د افغانستان مشهوره څېړونکې، لیکواله او سیاسي فعاله غوټۍ خاورې د سختې ناروغۍ له کبله په هندوستان کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې. آغلې غوټۍ ته نیږدې سرچینو یاران وېب پاڼې ته ویلي، چې نوموړې هندوستان ته د درملنې لپاره تللې وه. هغه په وروستیو کې د سرطان له ناروغۍ سخته کړیده. غوټۍ خاورې څوک وه؟ غوټۍ خاور په کال ۱۳۴۰م لمریز کال د کب په میاشت کې د ننگرهار د … نور ولولئ