افغانستان

د ننګرهار شاتو سږ کال د هېواد په کچه لوړ مقام خپل کړی

له ننګرهاره د جنګ جګړې خبرونه یوې خوا ته او د پرمختګونو خبرونه بلې خوا ته د پام وړ دي. سږ کال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې د ننګرهار شاتو د هېواد په کچه د دوی په جوړ شوي کلني نندارتون کې لوړ مقام ګټلی. کرنیز نندارتون د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنيزو توکو د بازار موندنې او د کورنيو توليداتو د پېژندنې په پار د روان کال … نور ولولئ
سپورټ

په افغانانو او ویسټنډیزیانو ښایسته IPL

آې پي ایل سیالیو کې د ډېری هېوادونو لوبغاړي لوبېږي، خو هغه چې اکثره وخت یې لوبې ډېرې په زړه پورې وي، له ډلې یې افغانان او ویسټنډیزیان یادیږي. ویسټ انډیزیان او آې پي ایل کې یې ونډه ویسټ انډیز کې داسې لوبغاړي دي، چې د شل اوریزو لوبو لپاره خورا ښه او مناسب دي، دوی کله په ویکټو اخېستلو او ډېر کله په توپ وهنه کې د بونډریانو باران جوړوي، ناممکنې لوبې د خپلو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نابغه علامه سيدجمال الدين افغان په زړه پورې ویناوې

ژباړن او راټولوونکی: محمد عزيز پردېس فکري خپلواکي او بيان نه ورکول کېږي، اخېستل کېږي. د يوه هېواد خپلواکي او استقلال يوازې په وينا نه ترلاسه کېږي. ******** موږ نشو کولی چې حقايق په ګمان، خيال او شک سره له منځه يوسو. ******** د پستۍ او حقارت انتخابول د عزت او وقار په پرتله اسانه دي. ******** ډېر لږ داسې پېښېږي چې حق پرته له زحمت څخه ترلاسه شي. ******** ملت پرته له اخلاق څخه … نور ولولئ
افغانستان

د یوه دعا ګوی انکار؛ کرزی وایي د اتمر ملاتړی نه دی

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی، چې ولسمشریز نوماند حنیف اتمر خپل ملاتړی ګڼلی و، وایي په راتلونکو ټاکنو کې د حنیف اتمر په ګډون د هیڅ نوماند د ملاتړ لپاره تراوسه نه دی چمتو شوی. ښاغلي كرزي پخپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې ده ته له ولسمشریزو ټاکنو او بلې هرې مسئلې څخه د افغان سولې لپاره کار کول لومړیتوب لري. کرزی ټینګار کوي، چې اوس تر هرڅه زیات کار باید د سولې هڅو … نور ولولئ
افغانستان

د ترټولو لوی دیموکراتیک هېواد ټاکنې؛ مودي به ټاکنې وګټي؟

لیکوال: احمد ذکي ژباړن: بشر دروېش څو میاشتې مخکې د ډېرو شنونکو وړاندوینه دا وه، چې مودي به په عامو هندیانو کې د غوڅ ملاتړ له کبله بیا د صدراعظمۍ څوکۍ ګټي. خو د تېرکال په دسمبر کې د ځینو ایالتونو د ټاکنو پروخت د مودي د بي جي پي ګوند ماتې دا محاسبه تر سوال لاندې راوسته. اوس به تر یو میلیارد پورې هندي رایه ورکوونکي د رایو صندوقونو ته ځي څو خپل برخلیک … نور ولولئ
سپورټ

روهېت شرما په ۱۱ کلونو کې لومړی ځل د IPL څخه بې برخې شو

روهېت شرما په ممبيي ښار کې د آې پي ایل ۲۴ مې لوبې لپاره تمرینات کول، چې پښې په عضلو کې یې درد حس کړ. د اپریل په لسمه نېټه د چهارشنبې په ورځ ممبيي لوبډله له کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره مخ وه، چې روهېت څخه دغه لوبه د درد له کبله پاتې شوه. روهېت شرما چې اوس ۳۱ کاله عمر لري، د ممبيي لوبډلې لوبډلمشر دی او له تېرو یوولس کلونو راهیسې هغه … نور ولولئ
سپورټ

ډوني ته د شاه رخ خان دعا

شاه رخ خان ته د هندي سینما وتلی ستور دی. بل پلو بیا ډوني د هندوستان او د نړۍ د کرکټ په ډګر کې نه هېرېدونکی نوم دی. یعنې دواړه د هندوستان دوه مهم ویاړونه او څیرې دي. ډوني سربېره پر دې چې هندوستان ته یې په خپله لوبډلمشرۍ کې درې نړیوالې اتلولۍ ګټلي، د چینای لوبډلې لپاره یې هم درې ځلې د آې پي ایل اتلولۍ ګټلي، په دغو شپږ واړو اتلولیو کې د … نور ولولئ
افغانستان

سوله که ټاکنیز کمپاین؛ غني او مخالفین یې څه غواړي، لویه جرګه به څه پریکړه کوي؟

ټاکل شوې چې د راتلونکي غویي میاشتې په نهمه د کابل د لویې جرګې خېمه (د سولې ملي مشورتي لویې جرګې) په نوم د یوې سترې را ټولیدنې کوربه وي. جرګه د ولسمشر غني په فرمان جوړیږي، چې هدف یې د سولې لپاره د ولس له استازو سره د سولې د روانو هڅو په اړه مشوره ښودل شوې. خو دا خبره د ولسمشر د سیاسي مخالفینو له توند غبرګون سره مخ شوې. دوی وایي دا … نور ولولئ
سپورټ

هر اړخیزه لیکنه؛ په تېرو 20 کلونو کې په یو ورځینو لوبو کې راغلي تغیرات

لیکنه: سمیع الله هلال تېزه توپ اچونه، تېزه توپ وهنه، بېل بېل سپینران پېدا کېدل او په شمار نور تغیرات چې د ۱۹۹۹ میلادي کال نړیوال جام څخه وروسته په یوه ورځینیو لوبو کې راغلي. د ۱۹۹۹ میلادي کال نړیوال جام په یو بال ( ډکي) نومي کېده، لومړي پنځلس اوره یې پاور پلی په بڼه کېدل او لوبې ته به بله ریزرف یا احتیاطي ورځ هم ورکول کېده هر کله به چې یوه لوبه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د زده کړې او پوهې په اړه د نړۍ د نومياليو اشخاصو نظريات

ژباړه: محمد عزیز پردېس هغو کسانو چې ټولنې ته یې ترټولو لوړ خدمت کړی، هغه ليکوالان او څېړونکي دي چې په انزوا کې يې ژوند کړی، هېڅکله يې د پوهنتونو په بحثونو کې ګډون نه دی کړی او تل يې حقايق پرته له کوم سانسور څخه خلکو ته رسولي دي. ولتر که مور نه وي، د انسان جسم نه جوړېږي او که کتاب نه وي د انسان روح وده نه کوي. پلوتارخ د يوه هېواد … نور ولولئ