ټولنیز ژوند

دا لیکنه مو له خاوند سره ولولئ!

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا خاوند مو د کور کارونو ته زړه نه ښه کوي؟ له کومې ډلې څخه دی؟ هغه کسان، چې وایي په لنده کاسه لاس نه وهي، یا هغه کسان، چې په بېلابېلو بهانو سره د کور له کاره ځان غړوي، تر هغه وخته پورې، چې اوضاع لاپسې ترینګلې شي او کار ترسره کړي؟ یا هغه کسان، چې لږ ځنډ کوي او په یو څه باندې ځان بوختوي، ترڅو تاسو غوره وګڼئ، … نور ولولئ
سپورټ

ممبيي انډیئنز لوبډله لا هم له ملنګا ډیره تمه لري

د ممبيي انډیئنز لوبډلې روزونکی مهیلا جایاوردنی وایي لا هم په آې پي ایل کې د ملېنګا خطرناکو یارکرو ته په تمه یو او په ټول آې پي ایل کې به ولوبېږي. مخکې داسې اوازې وې چې ملېنګا به د آې پي ایل په لومړیو لوبو کې په سریلانکا کې د ځایي لوبو له امله ونه شي لوبېدلای؛ خو جایاوردني ویلي چې هغه به په ټول آې پي ایل کې ولوبېږي. پرون جایاوردني وویل چې … نور ولولئ
خواړه

د ګرم چای څښلو تاوان؛ په سرطان ناروغۍ مو اخته کوي

لیکنه: صادق طارق د ګرم چای څښل په افغانستان کې عام رواج دی. دلته شاید یوازیني خلک ماشومان وي، چې سوړ شوی چای څښي او نور ټول څښونکي یې له حده زیات ګرم چای سره علاقه لري. نوې څېړنې بیا داسې خلکو ته د خطرناکو پایلو خبرداری ورکوي. د سرطان ګواښ په امریکا متحده ایالاتو کې ترسره شوې تازه طبي څېړنې څرګندوي، چې د ډېرو ګرمو چایو څښل د سرطان ناروغۍ ګواښ پیدا کوي. دا … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان ماتې؛ استرالیا دویمه لوبه هم ترې وګټله

د پاکستان کرکټ لوبډلې په دويمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هم د اسټرالیا لوبډلې مقابله کې بریالۍ نشوه او اسټرلیاوي لوبډلې په دوهمه لوبه کې هم په ۸ ویکټو پاکستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه. دا د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د پنځه یو ورځنیو لوبو له لړۍ دوهمه ده چې د پاکستان پر ماتې تمامیږي. تر دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه هم پاکستانۍ په ۸ ویکټو بایللې وه. په دغه سیالۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه خاص خلک شوو؟ دلته یې لارې چارې ولولئ

ژباړه: صادق طارق د ټولو خوښیږي، چې خاص خلک وي او نورو نه یې توپیر وشي. دا یوه طبیعي او رواني موضوع ده، هر انسان د خپلو کړو وړو له مخې ځانګړی والی غواړي او هڅه کوي، چې له نورو څخه خاص او د ډېر پام وړ وي. ممکن تاسې هم له دغو کسان اوسئ او باید هم اوسئ، خو دا کار څنګه عملي کیدای شي؟ په دې مطلب کې به یې په اړه لازمې … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي نادرکه شوی

د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي د تېر ماښام راهیسې د بهسودو پل څېرمه سپین غر کرکټ لوبغالي څخه نادرکه شوی دی. احمد قریشي د کرکټ ځوان ستوری دی چې په دې وروستیو کې ډېرو کرکټ پوهانو پام ځانته اړولی دی. نوموړی په جلال اباد کې د سپين غر په کرکټ اکاډمۍ کې د کرکټ په تمریناتو بوخت و. د کرکټ د اکاډمۍ مسؤلین وایي چې دی د ماښام له شپږ نیمو بجو وروسته له … نور ولولئ
پوهنتونونه

د فراه د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د فراه د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د فراه د مخورو او ځوانانو له پرله پسې غوښتنو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۱ ل … نور ولولئ
سپورټ

د کلکتې او حيدر اباد لوبډلو ترمنځ محاسبوي توپيرونه

ژباړه: فدامحمد اقبال سنرایزرز حیدرآباد: که څه هم سنرایزرز حيدرآباد په تېر 2018 کال کي کلکتې ته دوې ماتي ورکړې، خو حیدرآباد ټولي هغه ۵ لوبي چي په کلکته کي يې ترسره کړي دي، پر کلکته بایللي دي. په چېس کولو کي د ګټلو او بایللو ريکارډ: د کلکتې په آيډن کارډينز کي د 2018 د پيل راهيسي د ۸ ترسره سوو لوبو پر مهال پر دې لوبغالي د هري لوبډلي د لومړۍ پاڼۍ د … نور ولولئ
سپورټ

د IPL د لومړۍ لوبې څېرې

آې پي ایل کې له لومړۍ لوبې د لوړ سټرایک رېټ، پرپل کېپ، اورنج کېپ، د ایوارډ او نورو برخو لوبغاړي معلومېږي او معلومات یې په وېب پاڼه کې ثبتېږي. پرون د دې سیالیو لومړۍ لوبه وشوه او په دغې لوبه کې د بنګلور او او چینای لوبډلو ځېنې لوبغاړي بریالي وو. آې پي ایل د ۲۰۱۹ کال لیډرز په نامه یو اپشن لري په دې برخه کې هغه لوبغاړي راخېستل کېږي، چې ښه کار … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې ډېرې جنسي اړیکې ونه ساتو؟ څو مهم لاملونه یې

لیکنه: شرف الدین عظیمي سریزه ډېر جنسي اړیکي جنسي روږتیا را منځ ته کوي، په دې اړوند په افغانستان کې ډېر خلک سر نه خلاصوي، که څه هم خلک یې ډېر جدي نه نیسي خو هغه رواني ګډوډي ده، چې د کورنۍ، د ګډ ژوند ستنې لړزوي او بیخ یې باسي، پخوا ارواپوهانو له حده ډېر جنسي اړیکي رواني ګډوډۍ (اختلالونه) نه ګڼلې ځکه چې په دې اړوند کره څېړنې نه وې، خو په څو … نور ولولئ