ټولنیز ژوند

کتاب او مطالعه د پوهانو له نظره

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل ـــ ګټور کتابونه هغه دي، چې لوستونکي دې ته وهڅوي، چې تر پایه یې ولولي. (ولټر) ـــ تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی، چې له دې دوه څیزونو څخه یوه ته لاسرسی ولري: لومړی ښه کتاب او دویم هغه دوست چې د کتاب اهل وي. (ویکتور هوګو) ـــ د یوه فرهنګ د له منځه وړلو لپاره، اړتیا نه شته، چې کتابونه وسوځوئ، بسنه کوي، چې داسې یو کار ترسره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سقراط لنډ او په زړه پورې نصيحتونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس ـ پاکه پوهه په ناپاکه زړونو کې ځای نه نيسي. ـ که غواړې نړۍ وپېژنې نو، خپل ځان وپېژنه. ـ يوازې يو خير شتون لري چې هغه پوهه ده او يوازې يو شر شتون لري چې هغه ناداني ده. ـ بشپړ انسان هغه دی چې دښمنان يې له هغه څخه په امان کې وي، نه دا چې ملګري يې ترې وډار شي. ـ نېکمرغه انسان هغه دی چې هر ناوړه کار … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان کرکټ بورډ کابل کې ۱۵ ویشتنځایونه جوړوي

د افغانستان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره په کابل لوبغالي کې له وطنۍ خاورې ۱۵ بېلابېل ویشتنځایونه (پېچونه) جوړوي. د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان ویلي، د کابل لوبغالي په سرلوڅې روزنځای (اکاډمي) کې به د لوبغاړو لپاره د غوره اسانتیاوو رامنځته کولو او او تمریناتو لپاره د یوې نیمې میاشتې په موده کې له وطنۍ خاورې ۱۵ ویشتنځایونه جوړ شي. ښاغلي اسدالله خان زیاته کړه: ((له ډېرو هلو ځلو وروسته … نور ولولئ
سپورټ

آې پي ایل کې بله لانجه

تاسې د آې پي ایل څلورمه لوبه کې د جاس بټلر د اوټ د پېښې شاهدان یاست او یاران کې مو د هغه اوټ په اړه ولوستل، چې ډېری غبرګونونه یې راپارولي وو. خو تېره شپه د آې پي ایل په پنځمه لوبه کې د چینای او ډیلي لوبډلو ترمنځ دوهمه پاڼۍ کې د دوو لوبغاړو ستونزه راولاړه شوه، چې بیا لوبډلمشر منځګړی شو. پېښه داسې وه، چې د ډیلي لوبډلې بالر اېشنټ شرما توپ … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد: څومره چې پاکستان د افغان سولې بهیر کې مرسته کړې د عمران څرګندونو نه ده کړې

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو په افغانستان کې دننه د حکومتي چارواکو او سیاستوالو توند عکس العملونه راوپارول، د افغانستان د سولې لپاره د واشینګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم عمران څرګندونې غیرې مناسبې بللي دي. زلمی خلیلزاد پر خپل ټویټر په تازه خپره کړې څرګندونه کې ویلي: ” پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې … نور ولولئ
افغانستان

حنیف اتمر د عمران خان څرګندونې غندلي، او د خپلو پخوانیو همکارانو نیوکې یې غیرمنصفانه بللي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار او د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید حنیف اتمر، په افغانستان کې د یو موقت حکومت د جوړیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران څرګندونې غندلې او دایې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده. نوموړې پر خپل ټویټر په خپاره کړو پیغامونو کې خپل هغه پخواني همکاران هم ملامته کړي چې دا یې د عمران خان د څرګندونو په ملاتړ تورن کړی دی. حنیف اتمر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اولادونو په اړه دا سپارښتنې پلرونو ته مهمې دي

لیکنه: شرافت همت – خپلو اولادونو ته کافي وخت ځانګړی کړئ، لوبې ورسره وکړئ او سات یې تېر کړئ. – اولادونو ته مو مینه ورکړئ، ارزښت ورکړئ او دومره عاطفي او له مینې ډک چلند ورسره وکړئ چې دوی ځانونه مهم احساس کړي. – خپل اولادونه په کوچنیو ورانکاریو مه دګئ، سپک کلمات ورته مه کاروئ او په ډېرو مواردو کې یې د معاف کېدو تر څنک په خوږه او نرمه لهجه وپوهوئ چې راتلونکې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

رښتنینولي او ښیګڼې یې

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی الله پاک رښتیني وګړي خوښوي. (ابو سعید ابو الخیر) هغوی چې رښتیني وي په نړۍ کې له چا نه وېرېږي. (میشل سروانتس) د انسانانو لپاره له رښتینولۍ پرته بله ستره ښکلا نه شته. (فون براون) هغوی چې ځانته رښتیني نه وي، نو هېڅ چا ته رښتیني کېدای نه شي. (زکریاي رازي) رښتینولي ذاتي او ارثي نه ده، بلکې اکتسابي ده. (اندره موروا) د واده بنسټ پر دوه اصلونو ولاړ دی،محبت او … نور ولولئ
پوهنتونونه

د لوګر د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د لوګر د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دلوې په ۱۱مه د وخت د لوړو زده کړو د وزیر پوهاند عبیدالله عبید او ور سره پلاوي له خوا د … نور ولولئ
په زړه پورې

د یوټوب او فیسبوک نوی جنجال؛ د فرانسې مسلمانان او د امریکا کنګرې ورپسې اخیستې

د فرانسې د مسلمانانو شورا اعلان وکړ، چې د نیوزیلینډ پر جوماتونو د ترهګرو د برید په تړاو یې له فیسبوک او یوټوب شبکو څخه شکایت کړی. دغې شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادو شبکو د دغو بریدونو ویډیوګانې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي او په دې توګه یې د ترهګرۍ ملاتړ کړی. د شکایت جزیات یادې شورا ویلي، چې دوی پخپل شکایت کې یادې شوې ټولنیزې شبکې د ترهګریزو اعمالو او نظریاتو … نور ولولئ