ټولنیز ژوند

يوه ورځ او څو بدرنګ خبرونه !

لیکنه: نقیب احمد اتل د شپې ټيک لس باندې يوه بجه ده، کله کله د ګيدړانو انګولا او د سپو غپا د شپې خاموشي ماته کړي، ډېره هڅه کوم چې ويده شم؛ خو د يوې پښتنې تورسرې د بې پته مړي کيسه مې خوب ته نه پرېږدي! د غضنفر صاحب خبره چې يو څه بايد وليکئ! کمپيوټر ته کېناستم، ذهن مې ګډوډ دی، ګوتې مې ليکلو ته نه ورځي؛ خو مجبوره يم چې څه وليکم. … نور ولولئ
سپورټ

د ملېنګا فري هېټ او د لوبڅار تېروتنه

د مارچ په ۲۸ مه نېټه د آې پي ایل ۷ مه لوبه په بنګلور ښار کې د کوربه لوبډلې رویال چلېنجرز بنګلور او مېلمنې لوبډلې ممبيي انډیئنز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. بنګلور، ممبيي لوبډله توپ وهنې ته دعوت کړه. ممبيي په شل اورونو کې ۱۸۷ منډې وکړې او ۱۸۸ منډې هدف شو. دوهمه پاڼۍ کې لوبه هله جنجالي شوه، کله چې دوو اورونو کې ۲۲ منډې پاتې وې. د ممبيي چټک بالر جسپرېت بومرا … نور ولولئ
اقتصاد

د اوو اقتصادي هیوادونو ګروپ یا (G7)

لیکنه: سید احسان الله سادات د G7 یا اوو هیوادونو ډله یا ګروپ هغه هیوادونه دي، چي د اقتصادي او صنعتي لحاظه د خپل ناخالص تولید او نړۍوال عاید پر اساس باندي د نړۍ تر ټول مخکښ هیوادونه دي او هغه چي د اقتصادي لحاظه د نړۍ قدرتمند هیوادونه دي، په ۲۰۱۸م کال کي نوموړي هیوادونو د نړۍ ۵۸٪ په سلو کي سرمایه درلوده او د ناخالص تولید څخه تر لاسه سوی عاید یي د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

۵ انګېزه لرونکې او اغېزناکه ويناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱) ته دې نړۍ ته يوه ډالۍ يې. ته بې نظيره او بې سارې يې. ژوند دې کولی شې هغسې کړې چې غواړې يې. ورځې پيدا کړه او په شېبو کې ژوند وکړه. ۲) د ستونزو په پرتله دې لاسته راوړنو ته ارزښت ورکړه. هره ستونزه دې چې مخ ته راځي، په سړه سينه يې پر وړاندې مبارزه وکړه. ستا په وجود کې ډېر څه شته! درک او جرائت ولره او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بدرنګۍ ښایسته کول؛ تکراري ژوند نه څنګه خوند واخلو؟

ژباره او زیاتونه: صادق طارق ژوند داسې دی، چې د هیچا ورباندې سم زور نه رسي؛ کله خوندور وي، کله بې خونده او کله بدرنګه او کله ښایسته. خو انسان مجبور دی، په هرحالت کې ځان ورسره خوشاله وساتي. ډېر خلک د ژوند له تکراري توب او بې خوندۍ شکایت کوي، خو روان پوهان وایي له ګیلو تېر شئ، په هر حالت کې ژوند نه خوند واخلئ. نو څنګه یې واخلو، لاره چاره یې څه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هیله، د پوهانو له نظره

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی دعا وکړئ چې الله مو هیلې پوره کړي. (امام حسن ع) که چېرې ټولې هېلې پوره کېدای هېڅ هيله به نه پوره کېده.(اوژن یونسکو) د هیلو پرته نړۍ توره ده. (امیلي برونته) کولی شې دهر شي هیله ولرې؛ خو ټولو ته د رسېدو هیله مه لرله. (سقراط) د انسانانو هیلې د ژوند په بدلون سره بدلون مومي.(دیکارت) کله چې دې هیلې خلاصې شوې؛ نو پای دی موندلی.(مادام کولت) هغه انسانان چې … نور ولولئ
افغانستان

د ډیورنډ کرښې د لاسلیک کوربنه؛ کنډواله شوې چهلستون ماڼۍ رغول شوې او خلک تفریح ته ورځي

د کابل په لویدیځ کې د چهلستون شاهانه ماڼۍ، چې د امیرعبدالرحمان خان لخوا د ډیورنډ کرښې تړون پکې لاسلیک شوی او له دې اړخه ډېره مشهوره وه، له کنډوالې بیا په ماڼۍ بدله شوې او د کابلیانو په یوه جالب تفریح ځای بدل شوی. د نوي کال نمانځنه د سږني لمریز کال په لومړۍ ورځ ګڼو کابل ښاریانو په ټولنیزو رسنیو کې له خپلو ملګرو او کورنیو سره اخیستل شوي هغه تصویرونه خپاره کړي … نور ولولئ
پوهنتونونه

د غور د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د غور د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د خلکو له پر له پسې غوښتنو او د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ وروسته په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز کې زیږیدلی ځوان د انګلستان په ملي لوبډله کې

ارچر چې په ویسټ انډیز کې زېږېدلی او پلار یې انګلستانی دی، له اوږود انتظار وروسته یې ارمان پوره کېږي او د انګلستان په لوبډله کې شامل شو. جوفرا ارچر چې اوس ۲۳ کاله عمر لري او د نړۍ په ټولو لیګونو کې لوبېږي؛ خورا خطرناک یارکر غورځوونکی توپ اچوونکی دی. هغه اوس راجستان رویالز لوبډلې سره په آې پي ایل کې لوبېږي. د انګستان لوبډلمشر ایئن مورګن ویلي هغه به اوس د پاکستان خلاف … نور ولولئ
په زړه پورې

پر طالبانو د بیل ګیټس غږ؛ د پولیو د پراختیا پرځای په نابودۍ کې مرسته وکړئ

په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پراختیا د مشهور نړیوال میلیاردر بیل ګیټس حوصله تمامه کړې. هغه، چې د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره په نړیواله کچه د هڅو مالي او هر اړخیز ملاتړ کوي، دا ځل یې خپله پر طالبانو غږ کړی څو د هڅو پر وړاندې یې له خنډ کیدو لاس په سرشي. تازه مرکه ګیټس له رویټرز خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي په نړیواله کچه د پولیو یا ګوزڼ … نور ولولئ