ټولنیز ژوند

ګل

ژباړه: ذبیح الله رحیمزی هر ښکلی شی له ګل سره د تشبې وړ دی، ځکه چې ګلان د الله تر ټولو ښاېسته مخلوقات دي.(لایب نیتز) داسې هېڅوک نه شته چې د ګل له لېدو خوند وانخلي حتی بې عقلان هم. (امیلي برونته) ګلان هم ځان لري او هم احساس باید د هغوی د ځان او احساس درناوی وشي.(پل بروکا) چېرته چې ګل وي هلته اغزي هم وي. (دکارت) هر پسرلی ګل لري، مګر ممکن هر … نور ولولئ
پوهنتونونه

د سرپل د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. د سرپل د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره په ۱۳۹۱ لمریز کال کې کېښودل شوه چې په لومړي سر کې یې یوازې یو پوهنځی (ښوونه او روزنه) درلود. دغه پوهنځي هغه وخت یوازې دوه ډېپارټمنټونه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څو هيله بښوونکې او اغېزناکې لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس – د شتمن کېدو په اړه دې فکر وکړه. دوستانه اړيکې ډېرې ارزښتمنې دي، وخت ډېر قيمتي دی، روغتيا شتمني ده او مينه خزانه ده. ذهن دې د په زړه پورو او ښکلو خاطرو سره بوخت وساته، ترڅو وشې کولی د پرېشانۍ په مهال ورته رجوع وکړې. – هغه خاطرې دې ياد ته راوله چې ته يې په فکر کولو د ارزښتمنتوب احساس وکړې. هيلو او امېدونو ته دې په زړه … نور ولولئ
افغانستان

د خلیلزاد د تازه مرکې شننه؛ امریکا سوله که ټاکنې غواړي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له بي بي سي سره په تازه مرکه کې پر ځینو مهمو تودو مسئلو خبرې اترې کړي. په دې لیکنه کې به د دې مرکې مهم جزیات او شننه وړاندې شي: مهم ټکي په دې مرکه کې خلیلزاد دا مهم ټکي بیان کړي: ـ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتو موضوع لنډ مهاله نه ده، کلونه وخت به نیسي. … نور ولولئ
افغانستان

طالبان د اسدالله خالد له نظره؛ نوې څرګندونې یې دلته ولولئ

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له مخکښو طالب ضدو څېرو څخه دی. هغه کلونه مخکې د حامد کرزي د حکومت پر وخت د ملي امنیت ریس و او د طالبانو له یوه وراستولي ځانمرګي بریدګر څخه په لږ چانس کې له مرګه وژغورل شو. خالد په دغه برید کې سخت ټپي او له کبله یې اوږده موده په امریکا کې بستر و. دی څو میاشتې مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست … نور ولولئ
سیاست

د پایښت پرمختیايي اهداف (SDGs)

لیکنه: سید احسان الله سادات د پایښت پرمختیايي اهداف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پریکړي پر اساس په 2015 کي د ځینو نړیوالو ناخوالو د لیري کولو او له منځه وړلو لپاره ۱۷ لویو اهدافو ته ویل کیږي، چي نوموړي 17 لوی اهداف به د ملګرو ملتونو 193 غړو هیوادونو له خوا تر 2030 میلادي کال پوري اجرا او د هغو د تر لاسه کولو لپاره به هلی ځلي کوی. نوموړي اهداف په … نور ولولئ
افغانستان

د ښځو وزارت لېواله نغمه: افغانان راسره مینه لري خو د مینې په چل نه پوهیږي

لیکنه: صادق طارق ښاپېرۍ نغمه هغه افغان هنرمنده ده، چې سندرو او ښایست یې د څو نسلونو زړونه وړي دي. هغه د وړو، زړو او ځوانانو ټولو خوښیږي. دا مینه دومره شدیده او سرعامه ده، چې ډېری خلک د یو چا د ښکلا د ستاینې پر وخت نغمه په مثال ورکوي او وایي پلانۍ د نغمې په شان ښکلې ده. د ښځو وزارت لېواله نغمه ښاپېرۍ نغمه په وروستیو کې کابل ته راغلې او څه … نور ولولئ
په زړه پورې

سږ کال ۴۰ زره نور پاکستانیان په ایډز اخته شوي

پاکستاني رسنیو په دې هېواد کې د ایډز ناروغانو په ډله کې د ۴۰ زرو تازه دمه کسانو د زیاتیدو خبر ورکړی. پاکستان او ایډز د پاکستان ایکسپریس نیوز په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې ۴۰ زره نور پاکستانیان هم د ایډز پر خطرناکې ناروغۍ اخته شوي. د سرچینې په حواله له دغو ناروغانو سره د پاکستان د ایډز ځپلو شمېر له ۱۶۰ زرو څخه واوښته. سرچینه وایي دغه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

غوره ښوونکي دا مهمې ځانګړنې لري

ژباړه: صادق طارق ښوونه او روزنه یو پېچلی او له نازکیو ډک کار یا هنر دی. د دې کار سرته رسونکی( ښوونکی) باید د پوره پوهې ترڅنګ ګڼې نورې ښیګڼې ولري، چې په مرسته یې خپل زده کوونکي په پوره مانا ځانته جذب او سم یې وروزي. دلته به د غوره ښوونکي ۵۰ ځانګړنې درسره شریکې کړو: ـ د خپلو زده کوونکو اړتیاوې او ځانګړنې په ښه ډول پېژني. ـ د تدریسیدونکې موضوع پر محتوا … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د حېدراباد لپاره اتل شو

راشدخان د آې پي ایل په اتمه لوبه کې د راجستان خلاف د حېدراباد لپاره د اتل رول ولوباوه او حېدراباد ته یې یو ځل بیا لومړۍ بریا ورکړه. راشدخان په لومړي اوور کې یې د راجستان خطرناک او برید کوونکی توپ وهونکی جاس بټلر د ګوګلي ښکار کړ او په ۵ منډو یې کلین بولډ کړ. هغه مهال راشدخان د مبصرینو په خوله خورا ډېر وستایل شو. راشدخان په خپل لومړي اوور او د … نور ولولئ